کندهار : د والي بال سيالۍ پاى ته رسېدلي

عطاالله محمدي | جولای 31st, 2011


په کندهار ولايت کي د واليبال ټيمونو تر منځ رواني سيالۍ پاى ته رسېدلي . يادي سيالي چي څه پنځه ورځ وړاندي د دې ولايت په احمدشاهي لوبغالي کي پيل سوي او د جمعې په ورځ پاى ته ورسېدې . د کندهار د بدلي روزني او سپورټ د آمر ښاغلي احمد الله ګلالي په وينا چي يادي سيالۍ يې په دې ولايت کي د واليبال د يوه منتخب ټيم د جوړه ولو او د ځوانانو د تشويق په موخه په کار اچولي وې .
په يادو سياليو کي لومړى مقام د هېواد لوبډلي ، دويم د ښووني او روزني رياست لوبډلي او درېيم د قول اردو د فامليو لوبډلي تر لاسه کړ .

Copyright Larawbar 2007-2024