کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / آزاد افغان خبريالانو ته پرانستی ليک

آزاد افغان خبريالانو ته پرانستی ليک

بسم الله الرحمن الرحيم


 


گرانو هم مسلکو ورورنو او خوېندو،


 


سلام عليکم


 


په افغانستان کي د خبريالۍ او ژورنالزم کار که څه هم د زښتو زياتو خطرونو سره مل يو کار دی خو دغه يوه داسي مبارکه دنده ده چي بايد تر سره سي. تر څو نړۍ او افغانان د افغانستان اړينو معلوماتو او خبرونو ته لاس رسی ولري او حقايق په ډاگه سي. زما په آند چي هر هغه هم مسلکه ورو يا خور چي د افغانستان دننه په ديانتدارۍ او د ژورناليزم د اصولو سره سم خپل کار تر سره کوي هغه مجاهد او هر هغه څوک چي د خپلې دغې مبارکې دندې د ترسره کولو پر وخت ژوند د لاسه ورکړي هغه شهيد دی.


 


خو د ټولو اخلاقي او انساني اړخونو تر څنگ د دغه کار سره زموږ حلال رزق هم تړلی دی. لکه څنگه چي موږ تاسو ټولو ته معلومه ده پدغه کار کي گواښ زيات او تنخواه لږه ده. دومره لږه چي په افغانستان کي اوسېدونکې خبريالان او د هغوی کورنۍ په ډېره مشکله سره خپل د ژوند ضروريات په پوره کوي. خو بيا هم تر کومه وخته چي ژوند وي نو بيا هم د خبريالانو د ماشومانو پر سر هغه د خپل گټونکي سايه وي چي ترې لاندي هغوی غټيږي.


 


فاجعه هغه وخت رامنځ ته کيږي کله چي يو يا بل هم مسلکه د افغانستان په جگړه کي د خپلې دندې د تر سره کولو پر وخت شهيد سي. د شهيد ژورنالست کورنۍ يا خو د هغو سترو رسنيزو شرکتونو څخه هيڅ مرسته نه تر لاسه کوي چي ورسره کار يې کاوه او يا هم دومره لږ وي چي هغه د شهيد د فاتحې خرڅونه نه پوره کوي.


 


د داسي يوه بد حالت لپاره موږ په افغانستان کي د آزادو ژورنالستانو و يو قسم بيمې ته اړتيا لرو. گرچه د شهيدو ملگرو د بچيانو اصلي بيمه د الله تعالی ساتنه او د هغه رحمت دی خو بيا هم خدای تعالی پر موږ د حرکت حکم کړی تر څو هغه برکت پر کښېږدي.


 


زه ټولو افغانو ژورنالستانو ته وړانديز کوم چي خپل تر منځ کښيني او يو ډول صندوق جوړ کړي چي هر غړيتوب لرونکی ژورنالست پکښي هره مياشت پيسې اچوي. که خدای ناخواسته پدغه صندوق کي پيسې اچوؤنکی يو کس شهيد کيږي نو بايد ورته تر مخه اصول او ضوابط ټاکل سوي وي چي د هغه د کونډي او ماشومانو سره تر کومه وخته مياشتنی کومک کيږي. پدې توگه به د ټولو ژورنالستانو زړونه د خپلو اولادونو په هکله بېغمه وي چي که خدای ناخواسته کومه بده پېښه رامنځ ته سوه نو هغوی به فقر ته نه اړيږي.


 


د دغه ډول صندوق جوړونه زما په نظر يو ډېر اړين خو ستونزمن کار دی. بيا هم زه فکر کوم چي دغه کار ناممکنه نه دی. د صندوق د جوړېدلو مخکي بايد داسي قواعد و ضوابط جوړ کړل سي چي خدای ناخواسته دغه پيسې شخصي جيبونو ته لاره ونه کړي او يا داسي پېښه نه سي چي غېر مستحق خلک د شهيدانو د خپلوانو په نوم د اصلي مستحقينو حق وخوري. د دې تر څنگ بايد د پيسو ساتلو لپاره داسي لاره چاره ولټول سي چي هم محفوظه وي او هم پکښي اسلامي اُصول مراعت سوي وي. مانا داسي نه چي پداسي اقتصادي مؤسسه يا بانک کي کښېښودل سي چي هغه د سود کاروبار کوي. د شهيدو ژورنالستانو د کورنيو سره د بيمې ورته دغه پيسې بايد د سود او نورو شيانو څخه پاکي وي تر څو يتيمان په پاکو پيسو رالوی سي.


 


د دغه ډول صندوق جوړونه يو شمېر نور انتظامي او مسلکي اړخونه لري چي ژورنالستان يې د خپل منځ مطرح کولو وروسته د کارپوهانو مخي ته هم ايښودلای سي.


 


خدای دي وکړي چي زما پر دغه وړانديز باندي افغان ژورنالست ورونه او خوېندي په جدي توگه فکر وکړي او د دغه کار د عملي کولو لپاره سره کښيني.


 


ستاسو ورور او هم مسلکه


احمدولي اڅکزی، المان

تبصره نسته

  1. سلام عليکم،

    د اڅکزي صاحب دغه وړانديز ډېر پر ځای دی. ولي چي پدې توگه چي د شهيد ژورنالست ماشومان کومي پيسې تر لاسه کوي هغه به د خيرات او مرستې بڼه نه لري بلکه يو ډول بېمه به وي چي د شهيد کونډه او ماشومان به د نورو ناکسانو د احتجياج څخه ساتي.

    خدای دي وکړي چي رښتيا دغه کار عملي کړل سي
    آمين

  2. اڅګزی صاحب او ټولو لوستونکو ته !
    سلام عليکم
    زه ددې وړانديز سره بالکل موافق او په دې برخه کي د ونډي ورکولو ته تيار يم ، زما په نظر د افغان ژورناليستانو ټولنه ددغسي يوه پروګرام د عملي کولو وړتيا او اسانتيا لري ، هيله ده هغوی هم په دې اړه فکر وکړي .
    وسلام

  3. سلامونه اونېکې هيلې !
    زه د احمدولي اڅکزی صاحب له پرځاي اوډير گټوروړانديزسره موافق يم . داکاربايد ډير پخواسوی واي خو اوس هم ناوخته نه دی . زه فکرنه کوم چي دافغانستان ناخوالي دې ډير ژر پاي ته ورسېږي .پدې ناخوالوکي له دواړوخوانه دډله ايزورسنيوهمکاران (ژورنالستان)له تلفاتوسره مخامخ دي .
    که چيري داسي يوصندوق جوړسي چي دهغې لاري ددې صندوق غړي ته داړتياپه وخت کي مرسته ورسېږي دابه پرځاي اويوانساني کاروي .
    ددې لپاره چي داسي يوصندوق جوړسي اړينه ده چي دژورنالستانو لخواددې صندوق دجوړېدوپه موخه دژورنالستانوسره دمالي اومادي مرستې ترنامه لاندي يوه خيريه ټولنه جوړه سي اودهمډي ټولنې مالي حساب دژورنالستانوسره دبسپني دصندوق معناولري اودټاکلوکسانولخوائي مالي چارتنظيم اوکنترول سي .
    اړينه ئي بولم چي دښاغلي اڅکزی صاحب دغه خيرخواهانه اوپرځاي وړانديزته زموږ دهيوادټول ژورنالستان هرچيري چي اوسي جدي پام وکړي اودداسي يوه صندوق دجوړېدولپاره له ټولوامکاناتونه استفاده وسي .
    که چيري داسي يوصندوق اوددژورنالستانوسره دمرستې راټولوولوټولنه په اروپاکي جوړېږي حاضريم په جوړېدوکښي ئي دخپلو ژورنالستانوسره مرسته وکړم اوکه په افغانستان کي جوړېږي دامکاناتوپه کچه دهرډول مرستې اوهمکاری ژمنه کوم .
    هيله منديم چي داسي يوه ټولنه اوصندوق ديولړزياتو اړتياواوگټوله مخې په بهرکي جوړه اودمرستي نه ئي ټول ژورنالستان اودهغوي کورنۍ دعيني اړتياپه وخت کي برخمن سي .
    که ئي دوستان دگټوپه هکله سوال ولري په زياته خوښئ خپل نظرله دوي سره شريکولاي سم .
    حبيب الله غمخور ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشراودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې مسول مدير

  4. سلامونه او نیکی هیلی
    د بیمی او بانکی چارو ددولس کالو کاری وړتیا او تجربه می راته واﺉ چی زما د ویاړلی او پر وطن مین ورور احمد ولي اځګزي وړاندیز د افغانستان په اوسنیو شرایطو کی یو مشکل ولی شونۍ کار دې .
    زه ي د وړاندیز ملا تړی یم.
    خداي ج دی دنورو افغانو ژورنالیستانو مندی د امید خپلواک د مور او پلار پّه ځیر په ویر نه لړی .
    حکمت الله حکمت سویډن ـ مالمو

  5. za la day warandiz sara mawafiq yam