کور / تازه خبرونه / په ننني ځانمرګي بريد کي 2 ډنمارکيان وژل سويدي

په ننني ځانمرګي بريد کي 2 ډنمارکيان وژل سويدي

 ۲۷-۱۲-۱۳۸۶  نن سهار دنهوبجوپرشاوخوادهلمند ولايت دګرشك ولسوالۍ بازارته څيرمه دبهرنيوځواكونودفرقي مخيته يوځان وژونكى بريدترسره سوه چى پكى دګڼو كسانودمرګ ژوبلى خبري كيږى .


ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چى دغه ځان وژنكى چاودنه پربهرنيوځواكونوترسره سوي چى دچاودنى په ترځ كى درى تنه ولسۍوګړى وژل سوى اواووه تنه ژوبل سوى دى انډيوال زياته كړه چى ښايي په دغه چاودنه كى بهرنيوسرتيورته هم زيان اوښتى وى خوولى دامهال كره معلومات دبهرنيانو په اړه نسته .


خوچاودنه وسلوال طالبان په خپله غاړه اخلى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند معرفى كوى ديوناڅرګندځاى څخه دټيلفون په ليكه وويل چى دغه چاودنه ددوى دملګري له خوا هغه مهال ترسره سوه  كله چى بهرنيان په تعليم بوخت وه نوموړى وويل چى دچاودنى په ترځ كى شل تنه بهرنيان مړه اوزيات شمير ژوبل سوى دى .


په سيمه يوعينى شاهددنوم نه ښودولوپه شرط وويل چى چاودنه دمره زوروره وه چى ټول خلك يي په ويره كى واچوله نوموړى وويل چى چاودنه هغه مهال وه سوه كله چى يوځوان پلى ددوى دفرقى خواته روان وه نوموړى زياته كړه چى بهرنى سرتيرى دخپل ځاى څخه پلۍ راووتل چى نوموړى كس ځان پكى والوزاوه چى دچاودنى په ترځ كى دولسۍ وګړوترڅنګ دوه تنه بهرني سرتيري ووژل سوه .


خوځينى سرچينى بياوايي چى دډينمارك ددفاوزارت دامنلى چى په دغه چاودنه كى ددوى دوه تنه سرتيرى وژل سوى دى .


خوپه هلمندولايت كى دايساف ځواكونووياند سايمن ميلر بياوايي چى تراوسه دانه ده معلومه چى په دغه چاودنه كى څونده سرتيروته مرګ ژوبله اوښتى ده ولى نوموړى زياته كړه چى دچاودنى ځاى ته ددوى روغتيايي ټيم سيمى ته تللى دى .


ديادونى وړده چى دجنورى په يوديرشيمه  هم دلته په مركزلښكرګاه كى ددغه ولايت دوالي پر معاوين په مركزي جامعى كى يوځان وژونكى بريد تر سره سو چى دوالى دمعاوين حاجى پيرمحمدترڅنګ ګڼ شميرولسۍ وګړى ووژل سول.