کور / سياسي / د کوزوو خپلواکي (د ازادۍ په نامه د ازادۍ له منځه وړل )

د کوزوو خپلواکي (د ازادۍ په نامه د ازادۍ له منځه وړل )

 لومړۍ برخه  ۱۷ .۳ . ۲۰۰۸ 
په دې لیکنه کې به لاندني ټکي ولولي :


پیلامه؛ 
د مکیندر او بریژینسکی له نظره د ارواسیاEurasien جیوپولیتکي ارزښت؛
بنسټیزه موخه، د روسیې د فدراسیون ړنگیدل او
په ارواسیا کې د مچیو چالې (کوزوو، آبخازیا، اوستیا او پریدنسرویه).


پیلامه:
په داسي حال کې چې د نړیوالیدو د پروسې په بهیر کې د ملی دولتونه بنسټیز رول، سترې  نړیوالې  کنسرنې په غاړه اخلي او جغرافیوي پولي د له منځه تلو او یوه بې پولو نړۍ د رامنځته کیدو په حال کې ده، خو سره د هغه هم ستر اقتصادي – پوځي ځواکونه د خپلو ستراتیژیکو گټو د ترلاسه کولو، د نوي سیال ځواک د رامنځته کیدو د مخنیوي  او یا هم له پخوانیو دښمنو او سیالو هیوادونو څخه د رخې د اخیستنې په موخه  د هغو د ویش په هڅه کې دي، چې ښه بیلگه یې د اروپا په وچه کې د پخوانې یوگوسلاویا فدرالی دولت دئ. له دغه فدراسیون څخه په کال ۱۹۹۱ د لس ورځنې جگړې په ترڅ کې سلوانیا، د۱۹۹۱ – ۱۹۹۵ کلونو جگړو په بهیر کې کرویشیا د ۱۹۹۲– ۱۹۹۵کلونو جگړو په ترڅ کې بوسنیا هرڅیگووینا جلا او د نړۍ د نورو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا د خپلواکو هیوادونو په توگه په رسمیت وپیژندل شول (وگورئ: Der Balkankonflikt, Geschichte, Parteien). د۱۹۹۶ – ۱۹۹۹کلونو تر منځ د یوگوسلاویا په سویلی ولایت، کوزوو کې خونړې جگړې پیل شوې، چې دغه جگړې په کال ۱۹۹۹ کې د ناتو د پوځي سازمان په یرغل او د ملگرو ملتونو (م. م.) د امنیت د شورا د ۱۲۴۴پریکړه لیک په تصویب سره پایته ورسیدې. په دې پریگړه لیک سربیره پر دې:


۱ – د  صربستان او مونته نگرو* د جمهوریت زمکنۍ بشپړتیا تضمین شوه؛


۲ – د دغه جمهوریت سویلی ولایت، کوزوو د م. ملتونو د سازمان تر ساتنې (پروتکتورات) لاندې ونیول شو؛


۳–  د م. ملتونو عمومی منشی ته دنده وسپارل شوه، د کوزوو د سیمې له پاره یوه انتقالی ملکی اداره جوړه او هغه باید پارلمانی ټاکنو ته شونتیاوې برابرې کړي؛


۴ – خو په بریکړه لیک کې د کوزوو راتلونکی حقوقی برخلیک ته نغوته نه ده شوې او دغې سیمې ته باید د دواړو خواوو (سرستان او کوزوو) په پوهاوی او هوکړې او یا هم د م. ملتونو د امنیت د شورا د نوې پریکړې پر بنسټ د حل لاره وموندل شي ( وگورئ: Peter, Strutynski, AG Friedensforschung). خو بلگراد او پریشتنا د م. ملتونو د ځانگړو استازو، په تیره مارتي اهتیساری له هاند و هڅو سره سره، و نه شو کړي، د څو کلونو په بهیر کې د کوزوو دغې ستونزې ته د حل کومه لاره ومومي. 


نو ځکه د صربستان د دغه سویلی ولایت، نوی ټاکل شوی پارلمان د م. م. د امنیت د شورا د ۱۲۴۴پریکړه لیک او د نړیوالو قوانینو له پام کې نیولو پرته، د متحدو ایالتونو د دولت او د اروپایي ټولنې د ځینو غړو هیوادونو د ټینگار او اغیز پر بنسټ، د ۲۰۰۸ کال د فبروری په ۱۷ نیټه د دغې سیمې د خپلواکۍ د اعلانولو پریکړه وکړه. اوس ډیر څانگیز څیړونکي دا پوښتنه مطرح کوي، چې د کوزوو د خپلواکۍ اعلان په رښتیا هم د بالقان په سیمه، په تیره په خپله کوزوو کې د میشتو قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې د زور زیاتیو، ناخوالو، بیعدالتیو او بې رحمیو له منځه وړل او دوي ته د رښتنې ازادۍ د ورکړې په مانا ده؟ او که د هغه تر شأ نور څه نغښتي دي. ځکه د دغه نوی رامنځته شوی دولت د پارلمان په تصویب شوې پریکړه کې ځیني داسي محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي، چې د یوه رښتنی خپل واک دولت حقوقی برخلیک تر پوښتنې لاندې روالي. د بیلگې په توگه:


د کوزوو هیواد د ملی دفاع او د بهرنیو چارو د وزارتونو د رامنځته کولو حق نه لری؛
  دغه هیواد به د نړیوالو سازمانو یا په روښانه توگه د اروپایي ټولنې تر ساتنې (پروتکتورات) لاندې وي؛
په دغه هیواد کې به د نړیوالو سازمانونو (د اروپايي ټولنې) څارنکی له بې ساری صلاحیت څخه برخمن وی؛
د کوزوو هیواد او یا د هغه یوه برخه نه شوی کولی له بل هیواد سره یو ځای شي؛
د میشتو قومي او مذهبي لږکیو په ځانگړې توگه د صربانو احترام به کوي (وگورئ: د کوزوو خپلواکې رسماّ اعلام شوه. د بی، بی، سی رپوټ، ۱۷ ،۲ ، ۲۰۰۸). 
پورتني محدودیتونه په خپله د دې ښکارندوي دي، چې کوزوو ته یوازې تش په نامه خپلواکۍ ورکړې شوې یا په بله وینا د ازادۍ په نامه ازادی له منځه وړل شوې. نو پوښتنه دا ده، چې د متحدو ایالتونو بنسټیزه موخه له دغې کړنې څخه څه ده؟ او اروپایي ټولنې څه ترلاسه کړ؟ ایا د متحدو ایالتونو د دولت موخه دا وه، چې د کوزوو پر سر اروپایي ټولنه د بهرنی سیاست په برخه کې کمزورې کړی او یا دا چې په ختیځه اروپا کې د روسیې د فداراسیون وروستې احتمالی اډه له منځه یوسي؟


ښه به دا وي د ستونزې د زړی د راوسپړو له پاره یو څه شأ ته نظر واچوو او له تیرو تاریخي تجربو څخه په زده کړې سره، دغو پوښتنو ته ځواب ومومو.


نولسمه پیړۍ نه یوازې د مریتوب د له منځه تلو، بلکې د زبیښاک او ښکیلا ک د پراختیا هغه هم وه. په دغې پیړۍ کې د وخت سترو ځواکونو د مستعمرو له ښکیلاک او تالان سربیره د خپلو ستراتیژیکو گټو په موخه، د هیوادونو د طبیعي پولو تر منځ بدلون رامنځته او ان د خپل اعتماد وړ خلک د دوي په خوښه او په ځینو سیمو کې دې ته اړ کړل، چې له خپلو اصلی ټاټوبی څخه د لږکیو په توگه نورو سیمو ته ګډوال شي. سترو ځواکونو دا ډول کړنې په داسي تگمارې او د لرلید (دوراندیشی) له مخې تر سره کړې، چې د وخت په تیریدو سره هغه په داسي ناسور ټپ اوښتي دي، چې د هغه حل اوسمهال څه نا څه گران کار بریښي. د دا ډول کړنو تر ټولو ښې بیلگي د ښکیلا ک په پړاو کې د افریقا په وچه او د لومړې او دویمې جگړې په ترڅ کې د ارواسیاEurasien په سیمه کې په روښانه توگه تر سترگو کېږي. د متحدو ایالتونو د دفاع د وزارت د وسله والو ځواکونو افسر، رالف پیترز Ralph Peters د افریقا، نږدي او منځني ختیځ په ستراتیژیکو سیمو کې د دا ډول مصنوعي او غیر منصفانه پولو رامنځته کیدو ته داسي نغوته کوي او په دې باب وایي: “د افریقا د دغو غیرمنصفانه پولو په شأ و خوا کې تر اوسه په میلیونونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه بهیر لا دوام لري. خو له افریقا پرته دغه ډول تر ټولو غیرمنصفانه پولې … په منځني ختیځ کې رامنځته شوې دي، چې له گټو څخه یې زیان ډیر دئ”(Ralph Peters, 2006, S. 1).


په حقیقت کې د مصنوعي پولو دا ډول رامنځته کول نه یوازې په افریقا، نږدي او منځني ختیځ او همدارنگه د بالقان په سیمه، بلکې هر چیرته د تاریخ زیږنده او د پوځي – سیاسي ځواکونو تر منځ د انډول (توازن) د رامنځته کولو یوه وسیله وه او لا ده. د بیلگي په توگه په منځني ختیځ کې د بریتانیا حکومت د باالفور د اعلامیې Balfour -Deklaration له مخې د خپلو سیاسي او اقتصادي موخو د ټینگښت له پاره د فلسطین په سیمه کې د اسراییلو د دولت بنسټ کیښود، په ۱۹۱۸ کال کې صربستان او رومانیې په لومړې نړیواله جگړه کې له متحدنیو څخه د ملاتړ په بدل کې ونج (پاداش) ترلاسه کړ. په سیمه کې د لږکیو لکه گورانیو، روتنو، ارمانیو، ترک، اشکالی، مصری او داسي نورو د حقوقو په تر پښو لاندې کولو سره، صرب پاچا، پتر کره جرجوویچ Peter I. Karadjordjevic ته د کرویشیا او سلوانیا سیمې ور ډالي شوې او بخارست هم د سترې رومانیې په خوب او خیال کې ډوبه شوه، … او د نړۍ د ځینو نورو سیمو برخلیک هم په همدې ډول و.


د دریمې زرېزې په پیل کې هم دا پوښتنه رامنځته کېږي، چې په اصطلاح متمدن، دیموکراتیک، د ولسواکۍ او قانون پر بنسټ ولاړ ستر ځواکونه، په ریښتا په نړۍ کې د مصنوعي او غیر عادلانه پولو او د ملي او مذهبي لږکیو په وړاندې د زورزیاتیو او بې عدالتیو له منځه وړل غواړي؟ او که د دغو نوو پولو او رامنځته شوو دولتونو له لارې بیا هم په غیره مستقیمه توگه د نړۍ د اوسنیو شرایطو په پام کې نیولو سره، د تیلو، گازو او د هغوي په نل لیکو، د نورو اومه طبیعي توکو پر پاتي زیرمو او داسي نورو توکو د لیږدولو د لارو د کنترول د ترلاسه کولو هاند و هڅه کوي؟ او یا دا چې د پخوانی سیال ځواک د روسیې د فدراسیون د محاصرې د بشپړولو خیال په سر کې لري او د نوی هغه د رامنځته کیدو د مخنیوي په لټه کې دي؟ نو ښه به دا وي، دې پوښتنو ته ځواب د سترو اقتصادي – سیاسي او پوځي ځواکونو په جیوپولتیکي ستراتیژیو او د ستراتیژیکو سیمو په پریوت کې ولټول شي. 


د ارواسیاEurasien جیوپولیتکي ارزښت؛
د مکیندر هارتلند او د بریژینسکی د سطرنج تخته:
د سیاسي جغرافیې د پوهانو په اند، د سترو ځواکونو کړه وړه په ځانگړې توگه د جغرافیوي چاپیریال له عواملو، په تیره پریوت څخه اغیزمن دي. نو ځکه اړینه بریښي، چې انسان د بریاوو د ترلاسه کولو په موخه ځان له چاپیریال سره همغږی (هماهنگ) کړي، لکه څنگه چې گیاوو دا څه تر سره کړي دي. د جغرافیې د همدې ارزښت له امله و، چې هغې د بریتانیا د تاریخ او فلسفې په څانگو کې ځانگړی ځای ترلاسه کړ. ځکه بریتانیا د وخت د ستر ځواک په توگه، د نړۍ څه نا څه دیرش میلیونه متر مربع زمکه تر خپل نیواک لاندې راوستې وه او د وخت د نړیوال نظم د رامنځته کولو له پاره یې د بیلا بیلو سیمو چاپیریال پیژندنې ته اړتیا درلوده، چې د هغه په مرسته وکړي شي په اوږدمودیزه توگه  خپلې ستراتژیکې گټې خوندي کړي. په دې برخه کې د نورو څانگیز پوهانو ترڅنگ تر ټولو د سېر هلفورد مکیندر Sir Halford Mackinder نظریه د پام وړ ده. مکیندر هڅه کړې، چې د نړۍ د یوه ملت یا سیمې د جغرافیوي پریوت او د هغه یا هغې د سیاست او دریځ تر منځ اړیکې روښانه کړي. د نوموړی په اند، د جغرافیوي ځواک (وچه او سمندر) موازنه د بدلون په حال کې ده. سمندري ځواکونه به په راتلونکي کې له ستر گواښونو سره مخامخ شي. ځکه په وچه کې د ترانسپورتي بنسټونو (زیربنا) په پرمختیاوو سره سمندرې برترې خپل ارزښت څه نا څه له لاسه ورکوي.  مکیندر د دوو ډولو ځواکونو تر منځ توپیر کړی او هغه هم:


سمندري ځواکونه لکه بریتانیا، متحده ایالتونه او چاپان؛
د ارواسیاEurasien د وچې ځواکونه، چې د ګاډیو له پرمختیا راپدېخوا دا ځواک ور په برخه دئ، پرته له دې چې په سمندر پورې تړلتیا ولري، یوه ستره سیمه په یوه دولت کې سره یوه کړي، (وگورئ: Engdahl, F. William, 2006, S. 7).
مکیندر د اسیا، اروپا وچې او د منځنی ختیځ سیمه د نړۍ ټاپو بللی او د هغې مرکز یا کلي (کلید)، د هارتلند Heartland په نامه او د هغه شأ و خوا هیوادونه دې ریملندRimland په نامه یادوي، چې هم په وچه کې د نړۍ تر ټولو ځواکمن پلی ځواک او هم سمندرونو ته لاره لري. نوموړی په دې باور و، چې د ارواسیا په سیمه کې هارتلند او ریملند بنسټیز ارزښت لوبوي. مکیندر ویلی و، له لومړې نړیوالې جگړې وروسته د بریتانیا د نړیوالې امپراتورۍ د برترې رمز به په دې کې نغښتي وي، چې د ختیځې اروپا- پولند، چکسلواکیا، اتریش – هنگری – او د ارواسیا د هارتلند د سیمې، چې مرکز یې روسیه ده، د گټو له یووالی څخه مخنیوي وکړي. همدا لامَل و، چې نوموړي د ورسای Versailler د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې خپل نامتو نظر په لاندې ډول وړاندې کړ:


“هر څوک چې پر مرکزی اروپا واکمن وي، هغه د هارتلند حاکم دئ؛
څوک چې پر هارتلند واک چلوي، هغه د نړۍ پر ټاپو  واکمن دئ؛
څوک چې د نړۍ په ټاپو واکمن وي، هغه نړۍ کنترولوي” (Engdahl, F. William, 2006, S. 8).
د ارواسیا د سیمې د دغه ارزښت له امله، مکیندر په خپلو څیړونو او ویناوو کې د لویدیځې نړۍ هیوادونو په تیره بریتانیا ته سپارښتنه کوله، چې هغې ته ځانگړې پاملرنه وکړي. د همدې لامَل پر بنسټ، د لویدیځې نړۍ دولتي مشران له ډیرې مودې راپدېخوا په دې هڅه کې دي، چې د مکیندر په اصطلاح د نړۍ ټاپو د هغه له مرکز، روسیې سره تر خپل کنترول لاندې راولي. په همدې موخه په کال ۱۹۴۷ کې جورج کنان د “آقای ایکس” تر مستعار نامه لاندې، د شوروی اتحاد د پراختیا د مخنیوي په اړه سیاسي اصول، د فارین آفیر Foreign Affairsپه مجله کې خپاره کړل، له همدې وخت څخه راپدېخوا د امریکا د متحدو ایالتونو بهرني سیاست په بنسټیزه توگه سیال ته د محدودیتونو د رامنځته کولو ستراتیژۍ ته ځانگړي شو. د دغه سیاست  بنسټیزه موخه ” نه یوازې د شوروی اتحاد محدودول، بلکې په سړه جگړه کې د بشپړو بریاوو ترلاسه کول و” (Wagner, Jürgen, 2003, S. 36)، چې متحدو ایالتونو ته دغه بریاوې ور په برخه هم شوې.


سربیره پر مکیندر د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر، جیمی کارتر د ملی امنیت سلاکار، زبیگنیو بریژینسکی هم د ارواسیا د سیمې په باب ویلي:”هر هغه څوک چې د ارواسیا [سیمې] تر خپلې ولکې لاندې ولري، نو ښایي د نړۍ د تر ټولو پرمختللو او له اقتصادي پلوه اغیزمنو سیمو له دریوو څخه پر دوو باندې واک وچلوي. یوازې نقشې ته نظر اچول دا روښانه کوي، چې پر ارواسیا باندې کنترول څه نا څه په اتوماتیک ډول پر افریقا باندې کنترول هم دئ” (Brzezinki, Zbigniew, 2003, S. 54).  … ځکه نو “ارواسیا د سطرنج هغه تخته ده، چې پر نړۍ باندې د راتلونکې برلاسی (تفوق) له پاره لوبه پرې تر سره کېږي” (Brzezinki, Zbigniew, 2003, S. 57 ).


ځکه د ارواسیا په سیمه کې د روسیې پر فدراسیون سربیره د هند او د چین ولسی جمهوریت په څېر داسي مهم هیوادونه پراته دي، چې نه یوازې له ستراتیژیک پلوه مهم دي، بلکې د دې ډول سیاست فعال لوبغاړي هم دي.” په همدې سیمې کې پریکړه کېږي، چې آیا د روسیې فدراسیون به د نړیوال ځواک په توگه خپل دریځ بیرته ترلاسه او چین به وکولی شي، دغه دریځ ته ځان ورسوي او که نه؟ ځکه دغه دواړه هیوادونه په سیمه کې فعال جیوپولیتیک پلي کوي او په احتمالی توگه د امریکا د متحدو ایالتونو له برابرو سیمه ییزو سیالانو څخه ګڼل کېږي. ځکه نو متحدو ایالتونو دغه دواړه هیوادونه تر خپلې ځانکړې پاملرنې لاندې نیولي دي” (Mayer / Schmid, 1999, S. 23).


له پورتنې شننې داپه ډاکه کېږي، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ستره موخه د ارواسیا پر سیمې کنترول او په هغې کې د برلاسۍ تر لاسه کول دي. خو متحده ایالتونه په سیمه کې د روسیې فدراسیون اقتصادي پیاوړتیا او سیاسي اغیز د خپلو موخو له پاره یو ستر گواښ بولی. ځکه نو دغه هیواد له هر ډول شونتیاوو څخه په گټه اخیستنې سره په دې هڅه کې دئ، چې په سیمه کې د روسیې د فدراسیون اغیز لا څه چې هغه په خپله دړې وړې کړي او د خپلې برلاسۍ له پاره شرطونه چمتو کړی.
پاتی نور بیا