لاریون: پاکستان دې په افغانستان کی دومخی پالیسی بندکړی

د لراوبر اداره | اگست 1st, 2011


کاناډا مېشتو افغانانو پرون دیکشنبی په ورځ دکاناډا دمونټریل ښارکې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره د توغنديو د بريدونو په غبرګون کې چې لسګونه تنه په کې ووژل شول، لاريون وکړ .


لاريون کوونکو د پاکستان څخه جدی غوښتنه کوله چی نور دی په افعانستان کی دوه مخی پالیسی اوپه اینده کی پرافغانستان د توغندو دبریدونو اودبی ګناه افعانانو دوژل کیدلو مخنیوی دی وشی
دغه لاریو چی دسړیو سربیره پکی ښځو هم ګډون درلود د یو سیاسی رهبر قیس حمیدی چی د هارپر دمخافظ کار ګوند رهبرا ود یو ملی تجار  تواب لودین لخوا ترتیب شوی وو .
لاریون کوونکو دپاکستان قونسلګری ته یو پریکړه لیک واستولو چی دپاکستان دخکومت نه جدی غوښتنه شوی وو چی نور په افعانستان بین المللی ترویستان نه تربیه کوی او په افغانستان بی ګناه خلک نه وژنی .


مظاهره چی تقریبا دوه ساعته یی دوام درلود دکانادایی پولیسو لخو بدرګه کیدله اوپوره امن امان سرته ورسیدله .

Copyright Larawbar 2007-2024