کور / تازه خبرونه / کندهار: جهادي مشر اميرلالى د زړه د حملې له وجي ومړ

کندهار: جهادي مشر اميرلالى د زړه د حملې له وجي ومړ

د ولسي جرګې په تېره دوره کي د کندهار وکيل قومندان نيازمحمدخان چي په اميرلالي مشهور وو، تېره شپه په کندهار کي د زړه د ناروغۍ له امله مړ سوى دئ.
د کندهار ولايت مقام د يوې خبرپاڼي په خپرولو د اميرلالي پر مړېنه خواشينې ښودلې او وايي پر نوموړي له روژه مات وروسته د زړه حمله راغلې وه، چي وروسته يې په ميرويس روغتون کي ساه ورکړه.
اميرلالي تېرکال هم د ولسي جرګې په انتخاباتو کي ګډون کړى وو، خو کامياب نسو.
نوموړى د کندهار ولايت د شاولي کوټ ولسوالۍ د ويان کلي اوسېدونکى وو، چي له شورويانو سره د جهاد پر مهال د کندهار په غټو جهادي قومندانانو او د پوپلزو د قوم په مشرانو کي حسابېدئ.
اميرلالى په ١٣٧١ کال د مجاهدينو تر برياليتوب وروسته د قدرت پر سر په جنګونو کي هم ښکېل وو، چي د هغه وخت د جمعيت اسلامي د قومندان ملانقيب الله (مشهور په ملاګل) سره يې د کندهار په ښار کي ډېر جنګونه کړي ول چي له امله يې د کندهار ډېر ولسي خلګ مړه سول.
نوموړي ته که څه هم د کورنيو جګړو د يوه عامل په سترګه کتل کېده، خو د کندهار د ځينو نورو جهادي قومندانانو په څېر د ملي شمتنيو د لوټ او تالان تور نه وو پر لګول سوى.
د کندهار نساجي فابريکه چي د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال د اميرلالي ترلاس لاندي وه، له خپلو ټولو ماشينانو او سامان آلاتو سره له چور څخه سلامت وساتل سوه.