کور / تازه خبرونه / کندوز: څلور ځانمرګي حملې سوي دي

کندوز: څلور ځانمرګي حملې سوي دي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي نن سهار په کندوز ولايت کي څلور ځانمرګي حملې سوي چي له امله يې درې افغان پوليس مړه او د يوه پوليس په ګډون لس تنه ټپيان سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي دغه حملې نن سهار په کندوز ولايت کي د جرمنيانو د (جي، ټي، زيډ) موسسې پر مېلمستون سوې چي له امله يې پورتنۍ مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي لومړي ځانمرګي سهار وختي پر پاو باندي څلور بجې د مېلسمتون په دروازه کي ځان وچاودۍ او درې نور يو په بل پسې مېلمستون ته ننوتل او چاودني يې رامنځته کړې.
ذبيح الله مجاهد له رسنيو سره د دې حملې مسئوليت منلى او وايي د دوى طالبانو په دې حمله کي شاوخوا ٣٥ تنه خارجي عسکر وژلي دي، خو افغان چارواکي يوازي د درو پوليسو د مړيني پخلى کوي.