کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دکابل د واکدارانو ټیټ سرونه

دکابل د واکدارانو ټیټ سرونه

پاکستاني لوڅ یرغلونه                   دکابل د واکدارانو ټیټ سرونه
لیډرانو په جیبو کې isi پراته کارتونه  جنرالان مو په استعفی کوی نازونه


یو وخت داسې ؤ چې دپاکستان دخاوری دغو لیډرانو د خپل وطن دورانۍ دپاره د پاکستان په ملاتړ دهیڅ ډول ورانکاریو څخه ډډه نه کوله، د پاکستان هم زیړه غوا هغه وخت لنګه شوه چې شوروي دافغانستا ن پر ملی حاکیمیت او استقلال بربنډ تیرې وکړ، او د یو ګوډاګې او نوکر په رامنځته کولو سره ئې د دشمن تبر ته لاستې ور واچاوه.
 پاکستان له مو قع استفاده وکړه اوله افغاني مخالف مشران چی لا پخوا ئې ترشاګردۍ لاندې نیولي ول تراستفادی لاندی راوستل. کابل د ورانولو جګړه شروع شوه، پاکستان هلته هم ښکاره مداخلی کولی، مجاهد لیډرانو هر څه چه اسلامی ورورولی ګڼله خونن چې کوم سکوت کوي دا د کوم جادوګر دکوډو اثر دی، د حمیدګل؟ او که دکر نیل امام؟ او یاهم که نصروګې چې په قبرکی خفه نشې؟ حتی یو وړوکې اعتراض هم نشی کولی، ددوي نه خو خدای بخښلې بخت زمینه هم ښه وه هغې  به ویل  چی:
    ای سر بازه یاره خیژه په مور چل باندی      بیا به دی ا وده کړمه سوري داوربل لاندی     
مه پریږده دی خاوره کی داپاکستانې دوشمن    ورکړه ټینګ ګوزار نیغ ئې په کوګل باندی
   دکابل لاسپوڅي ۳۶ تلویزونی کانالونوهم د بخت زمینی چوپ شوې اواز پداسې موقع چې  پاکستان هره ورځ پر لعلپوره، ګوشته، دکونړ پرټولوسرحدي ولسوالیو بې شرمانه توغندي وروي،  زندې کړې داځکه چی ملی احساس پاکستان لا پخوا په اسلامي ورورلۍ ترینه اخستې هغه خوا ته اسلامي وروڼه اودیخوا ته سره کافر دي ؟  قضاوت دی اوس زمونږ ملایان وکړي چې ستاسې فتوا به کومه وي؟ دقاضی حسین احمد اومولوی فضل الرحمن په شان ؟ او که دافغا نی اسلامي ملي ګټو دخوندي کولو لپاره؟
 وسلام