کور / تازه خبرونه / د کندوز د پنځمي حوزې د استخباراتو آمر ووژل سو

د کندوز د پنځمي حوزې د استخباراتو آمر ووژل سو

د کندوز ولايت د ملي امنيت امر پاينده خان په خپل موټر کي د ځای پر ځای سوي بم په چاودنه کي وژل سوی دی ، په پېښه کي درې ماشومان چي دوې يې نجوني دی زخمي سوي دي چي ډاکټرانو يې روغتيايي حالت اندېښمن بللی دی . ناتاييد سوي راپورونه وايي چي د پاينده خان سراچه موټر د سړک د غاړي بم الوزولی دی .


دولت ددې پېښي پړه پر طالبانو اچولې ده خو ددې پېښي مسوليت تر اوسه هيڅ يوې ډلي نه دی منلی .