کور / خبرتیا او پيغامونه / د عبدالحکيم سلیمانخېل او ګلبدين لوګري پر مړينه خواشيني

د عبدالحکيم سلیمانخېل او ګلبدين لوګري پر مړينه خواشيني

میدانښار، وردګ (۱۳ زمري ۱۳۹۰) 


 دلوګر دولایتي شورا پخواني ریس عبدالحکیم سلیمانخیل او د جهادي قوماندان ګلبدین لوګري دمړینې په اړه دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي دخواشینۍ پیغام!


په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړو چې دلوګر دولایتي شورا پخواني ریس عبدالحکیم سلیمانخیل او ددې ولایت جهادي او قومي مخور مشر ګلبدین لوګري دحق نارې ته لبیک ویلې.انا لله و انا الیه راجیعون


ارواښاد عبدالحکیم  سلیمانخیل او ارواښاد ګلبدین لوګری دواړه دلوګر ولایت قومي با نفوذه زړه سوادنه مشران،جهادي اتلان او دافغانستان په کچه پیژندل شوې څيرې وي، دواړه په هېواد او وطن مین شخصیتونه وو تل یې ددې هېواد دښه راتلوونکي او سوکالۍ لپاره هلې ځلې کولې، دنوموړو مړینه دهېواد او په ځانګړې ډول دلوګر ولایت دشریفو ولسونو  لپاره یوه ستره ضایع ده.


زه دمیدان وردګو ولایت دولسونو په استازیتوب خپل دخواخوږۍ او غم شریکۍ مراتب دلوګر ولایت قدرمن والي، ولایتي شورا غړو، دسولې ولایتي شورا مشرانو، دلوګر ولایت ټولو میشتو ولسونو او د ارواښادو کورنیو ته وړاندې کوم، دخدای ج له دربار څخه دواړو  ته دفردوس جنت او کورنیوو ته یې دجمیل صبر غوښتنه کوم. محمد حلیم فدایي