کور / تازه خبرونه / کندهار: لس تنه وسله وال له دولت سره يوځاى سول

کندهار: لس تنه وسله وال له دولت سره يوځاى سول

په كندهاركي دسولي دعالي شوراپه ګډوهلوځلودوسلوالوطالبانويوه۱۰ كسيزه ډله دملاشمس الله په مشرۍ ديادي پروسې سره يوځاى سوه .
ملاشمس الله په پنجوايي ولسوالۍ كي ديوې وسلوالي لس كسيزي ډلي مشري كوله چي په كندهاركي دسولي دعالي شورا او ځايي چارواكوپه مرسته دسولي دروان بهيرسره يوځاى سوو .
ملاشمس الله دخبريالانوسره په خپلو خبرو كي وويل چي ده په ګڼ شمېر وسلوال بريدونه اودماينونوچاودنو كي لاس درلود .
په ورته وخت كي د يادو وسلوالو د يو ځاى كيدو پرمهال دملي امنيت ريس جنرال محمدنعيم مومن دخوښي دڅرګندولوترڅنګ وويل چي اوس به دملاشمس الله په مرسته وكولاى سي چي دنوموړي دفعاليت په سميه كي عاموخلګوته دهوساژوندزمينه برابره كړي .
داپه داسي حال كي ده چي تردې وړاندي دوسلوالوطالبانودوه نورمشهورقوماندانان هم دسولي له رواني پروسې سره يوځاى سوي ول .