کور / خبرتیا او پيغامونه / د لر او بر افغانستان ويبپاڼه او يو بل نوښت

د لر او بر افغانستان ويبپاڼه او يو بل نوښت

درنو لوستونکو !
لکه څنګه چي  پوهېږئ ستاسو ويبپاڼه ((لراوبر))ستاسو په مرسته او همکاري هره ورځ ښه په مزه پر مخ روانه ده ،  دلوى الله پرتوکل او دپښتون ولس دهيلو سره سم خپل کار پر مخ بيا يي او تاسو قدرمنو  ته هره ورځ نوي خبرونه ، تازه ليکنې ، سياسي او ټولنيز مسايل پروخت درسوي .


 په هم دې ترڅ کې  دګڼولوستونکو دغوښتنو او وړانديزونو پر بنسټ اوس دادى انتقادي برخه هم فعاله شوه چې د((ترخې خبري ))نوم ورکول شوى دى . دابرخه ترډېره بريد ه ستاسو درنو لوستونکو په انتقادي ليکنو او انتقادي خبرونو چلېږي ، هيله ده د نورو برخو سره د همکارۍ تر څنګ له دې برخي هم خپله همکاري ونه سپموئ.
دم ګړى موږ ستاسو له رالېږل شويو لسګونو ليکنو او خبرونو څخه يوازي يوڅو دانې ستاسو په وړاندي ايږدو ، هيله ده چي تنده مو پرې ماته سي . په رارسيدلو ليکنو کي په ځينو کي يې تورونه لګول سوي دي او ځيني يې اوس تر تاريخ اوښتي خبرونه دي چي لراو بر ويبپاڼه يې له خپرولو ډډه کوي ، هغه چي تر اوسه يې خپرول دتخنيکي کار د بشپړېدو له امله ځنډول سوي و اوس به په پرله پسې ډول خپرې سي .
لراوبر ويبپاڼه له تاسو څخه احترامانه هيله کوي چې موږته له هرډول تعصب او ځاني اختلافاتو پرته ليکنې راولېږئ ، موږ ستاسو هغو ساليمو نيوکو ته ځاى ورکوو چې د لر او بر هيواد او ولس په ګټه وي او دچادشخصيت سپکاوى نه وي پښکي شوى .


ستاسو د ږغ رسوونکې او خپروونکې
د لراوبر ويبپاڼي اداره
larawbar.com@gmail.com