کور / z_buitenland_news -- 5 / ويلدز د مسلمانانو له کمزورۍ په استفادې انټي قرآن فلم جوړي

ويلدز د مسلمانانو له کمزورۍ په استفادې انټي قرآن فلم جوړي

د بي اين اير نيوز راډيو د راپور ژباړه ۱۸-۰۳-۲۰۰۸ ( ۰۱:۱۱)


نن د مارچ اوولسمه د هالنډ مشهوري ورځپاڼي ( د فولکسکرنت DE VOLKSKRANT ) د قرآن ضد يا انټي قرآن فلم جوړونکي خيرت ويلدر په اړه د ورځپاڼه ليکونکي ښاغلي هاري د وينتر  نيوکي ته د مخ پر پاڼه ځای ورکړی و .


ښاغلي هاري ده وينتر د خيرت ويلدرز په اړه په خپل نظر کي اشاره کړې ده چي ويلدرز د مسلمانانو د کمزورۍ څخه ناوړه استفاده کړې او د هغوی مذهب او کتاب ته سپکاوئ کوي ، ښاغلی ده وينتر وايي چي د خيرت ويلدرز د انټي قرآن فلم د جوړولو او د اسلام دين په اړه د هغه د سپکاوي ډکو خبرو په اړه ډيرئ هغه خلک چپه خوله ناست دي چا چي تير کال د يهودي مذهب دکتاب په اړه د ويلدرز د ويناګانو او نظر په مقابل کي ډير شديد غبرګون ښودلی و ، ښاغلی هاري ده وينتر وايي چي که د ويلدرز د پروسږکال او سږ کال خبري سره پرتله کړو نوزموږ لپاره بايد هيڅ فرق  ونه نه لري ، نوموړئ وايي چي ويلدرز پروسږکال ويلي وه چي يهودي دين تشدد خوښوي او په هالنډ کي د يهودي دين پر کتاب بنديز ولګيږې چي د ډيرو هيوادونو او اسرائيلو له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ سو ، خو سږ کال چي د يهودي دين پر ځای د اسلام دين په اړه د سپکاوي په ډول ږغيږي او د يهودي دين  د کتاب پر ځای د قرآن په اړه د بنديزونو غوښتنه کوي نو ټول خلک چپه خوله ناست دي .


دهالنډ د اساسي قانون له مخي څوک حق نه لري چي د يوې سيمي ، مذهب يا نژاد  سپکاوئ وکړي ، که چيري څوک داسي عمل ترسره کړي نو سزا به ويني ، ښاغلي ده وينتر هيله څرګنده کړې چي د هالنډ محکمه دي د ويلدرز  په اړه  له انصافه کار واخلي ، ځکه چي ويلدرز ديهودو څخه د يوه ډير لوی دين او يهودي کتاب په پرتله د ډيرو زياتو پيروانو درلودونکي کتاب سپکاوي ته ملا تړلې ده .