په چاپ اندازانو چاپې
د لراوبر يادونه : څنګه چي لاندنۍ موضوع پر ولسي وګړو دناټو او ايتلاف پوځونو حملې او په دې وروستيو کي نوموړو پوځي قوتونو ته د تلفاتو اوښتل انځوروي ، هيله کوو درانه لوستونکي د موضوع په اړه خپل نظريات او د خپل ولس لپاره ددې ستونزو څخه د وتلو لاره د لنډي تبصرې په توګه ثبت کړي .
چاپ انداز خو،ګمان کوم ، په لغت او اصطلاح کې اصلا دبزکشۍ لوبغاړي ته وایي ، خو اوس چې په افغانستان کې نړیوالو بزکشي شروع کړې ده ، اودرګرده په خلکو چاپې اچوي ، نو ددې بزکشۍ لوبغاړو ته هم چاپ انداز ویل کیدای شي .
دلته به دپښتو په معاصروکوفه کښانو باندې هم یواعتراض وکړم ، چې عربي الفاظ ( عملیات ) یې ( کړنې ) کړل او ( تصفیوي ) یې ( چاڼیز ) کړل خو اردو لفظ ( چاپې ) ته یې تراوسه پښتو معادل ونه موند ، له همدې امله خو اوس همدې لفظ دمصدر ځای ونیو او له چاپې نه چاپ انداز مشتق شو .
خبره مې دا کوله چې له تیرو څو کلو راهیسې ، امریکایان ددې په ځای چې په سپین میدان له طالبانو سره سترګې وجنګوي ، دنیمې شپې حملو ( چاپو) ته جوړېدلي دي ، دکلیوالو مجلس ته که غوږ کیږدي ټولې خبرې به یې په بوزبوزکه طیاره ، بونګنه ، کولنګ طیاره ، جاسوس طیاره ، څرخۍ ، جنګي څرخکه ، ټپن هلیکوفتر اوداسې نورو وکرو باندې راټولې وي ، جنرال پټروس دي خدای ورک کړي لکه ورک چې شو ، زمونږ کلیو ته یې له ځان سره یوازې همدا ارمغان راوړی وه .
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې هره شپه امریکایان په کلیوالو سیمې چاپې وهي ، په دې چاپو کې طالبانو ته هم تلفات اوړي خو اصلي قربانیان یې ټول اولسي وګړي دي ، زه که دخپلې ولسوالۍ حساب درکړم نو شاید دامریکایانو په داډول چاپو کې دعام اولس مرګ ژوبله دطالبانو دتلفاتو شل چنده اضافه راوخیږي ، په دې چاپو کې نه یوازې خلکو ته ځاني زیان رسیږي ، نور جانبي عوارض یي هم له چتې پورته دي ، دجاسوسي طیارو همیشني پروازونه دعاموخلکو خصوصا دکوچنیانو او زنانو په روان بدې اغیزې کوي ، څه موده وړاندې یوه کلیوال راته ویل چې دماشومانو مې خوب تښتیدلی ، که ویده شي نو په خوب کې همدا نارې وهي ، هغه ده بونګنه طیاره ده . . . هغه ده په بام یې کافران ښکته کړل . . او په همدې چیغو له خوبه راوغورځار شي ، دغه راز دچاپې په مهال دڅرخکو وحشي اوازونه او ټيټ پروازونه هم خلکو ته ډیر تکلیف ورکوي ، خلک دپخوا غوندې دشپې اوبه نه شي لګولی ، داسې موارد مې هم لیدلي دي ، چې دکلیوالو غواګانو او نورو حیواناتو دڅرخکو دټیټ الوت او بمبار له وجې حملونه ضایع کړي وي .
داخو هاغه دغم کیسه ده چې پیل یې شته مګر پای نلري ، په ټوله کې سړی ویلی شي چې دهمدې ستم له وجې اوس دافغانستان دزیاترو له جګړې دمتاثرو سیمو دخلکو زړونه امریکایي چاپ اندازانو ته له نه سړيدونکی کینې ډک شوي دي ، خوداچې دادچاپو قربانیان دتش لاس دښمني ګالي نوځکه ددې مشکل حل ترې ورک دی .
آبله ورځ مې واوریدل چې دمیدان وردګو په تنګي کې طالبانو دامریکایانو په سپیشل چاپ اندازانو برید کړی ، یوه ټپنه څرخۍ یې راغورځولي او ۳۱ چاپ اندازان + یوسپی یې دمرګ په خوب ویده کړي دي ، له دې وروسته مې دخوست په منګلوموسي خیلو او دپکتیا په زرمل کې هم دهمداسې پیښو واوریدل چې امریکایي چاپه ماران خپله ترچاپې لاندې راغلي دي ، او مرګ ژوبله ورته اوښتي ده .
دامریکا مغرور چاپ اندازان چې داولس په مظاهرو او دکرزي په ژړاګانو باندې لارې ته نه راځي ، نو ترټولو ښه علاج یې همدا دی ، که دوردګ او پکتیا دبریدونو غوندې څو نور کاري بریدونه هم پرې وشي ، ددغو لیونو سپو به ایله ښایي سد سر ته ورشي ، خدای پاک که مرضونه پیدا کړي علاجونه یې هم ورته پیدا کړي دي ، دعربو په خبره . . . لکل داء دواء . . . زما په نظرخو ترلس کلنې تجربې وروسته دامریکادلیونیوسپیشل فورسو راخلاصه مخه یوازې په همدې طریقه ورغبرګولای شو .