کور / تازه خبرونه / کندهار:يوه محلي سوداګر له دوه سوه کورنيو سره مرسته وکړه

کندهار:يوه محلي سوداګر له دوه سوه کورنيو سره مرسته وکړه

په كندهاركې ديوه خيرغوښتونكې هيوادوال له لوري له سل گونوكورنيوسره دخوراكي توكومرسته وشول
په ورته وخت كې اړي اوغريبي كورنۍ پرټولوشتمنوهيوادوالوباندي ږغ كوي چې ددوى اړتياوي دي په پام كې ونيسي اوخپل خيراوصدقه دي ورڅخه نه سپموي .
دخوراكي توكودغه مرسته له ۲ سوه كورنيوسره حاجي تورجان وكړل .
په مرسته شويوخوراكي توكوكې يوخروارلوبيا،۲سوه كليوچاى ،۶ سوه كليوغوړي ،۴ زره كليواوړه اوخرواره وريجي شاملي دي .
ددغي مرستې لويه برخه دپنجوايې ولسوالۍ دصاليحانودمعيوبينودښارگوټي له معيوبينوسره وشول
دغه كسان وايې چې دروژې په مباركه مياشت كې يې اړتياوي څوبرابره زياتي شوي اودوى هيڅ مالي منبع نلري
دوى له خيرغوښتونكوهيوادوالوڅخه وغوښتل چې له پامه دي نه غورځوي .