کور / تازه خبرونه / د بې پيلوټه الوتکي په بمبار کي ١٨ کسان ووژل سول

د بې پيلوټه الوتکي په بمبار کي ١٨ کسان ووژل سول

په شمالي وزيرستان کي د بې پيلوټه الوتکي په دوو بريدو کي ١٨ کسان ووژل سول او يو شمېر نور ژوبل سول . په سيمه کي امنيتي کسان وايي چي وژل سوي کسان ټول د حقاني شبکې اړوند دي . په سيمه کي يو تن سرکاري ملازم وايي چي بريد د دوو بې پيلوټه الوتکو په وسيله د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشا ته نژدې د ګورا قبرستان په علاقه کي سوى .
ياد ملازم وايي چي نوموړى الوتکو پر يوه موټر دوه ميزايلونه وغورځول او وروسته يې پر يوه کور بريد وکړ چي په پايله کي يې په موټر کي پنځه تنه او په ويشتل سوي کور کي ديارلس تنه ووژل سول .
ملازم زياتوي چي تر اوسه دا نه ده څرګنده چي په وژل سوو کسانو کي به کوم لوړ رتبه کس وي او که يا؟
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي .