کور / کیسه / چټ او که د پلار سره ماځيګرى؟

چټ او که د پلار سره ماځيګرى؟

– د ایمل مور خوني ته راننوته، په غصه وه او ويې ویل : ” هلکه، سل واري مي درته ویلي، چي یو ګړۍ کمپیوټر پرېږده، ولاړ سه ! ودي شوړوئ. ته یې او کمپیوټر دئ، پسخند دي را ایستلى دئ . “
– دا چي مور یې نوره خپه نه سي، نو ایمل په غوړه مالي سره ورته وویل : ” مـــــــــــــور جاني، سمه ده ! ته خوا مه بدوه، دغه یم، درځم! “


ټوله خوشحاله وه او د حاجي کاکا دوی په کور کي پر نوید جان راټول وه .
نوید ته هم دا کور او ځای خورا خوند ورکاوه او د سويډن کیسې یې کولې .


نوید چي سويډن ته نه وو تللئ، نو به هر وخت د ایمل سره ګرځېدى او ساعت به یې ورسره تېر وو، خو د نوید د سويډن د تګ راهیسي، ایمل ښه انډیوال نه دئ پيدا کړى .


یوه ورځ دسترخوان هوار وو، ټولو ډوډۍ خوړله، صرف ایمل نه وو . ایمل ته یې د ډوډۍ دا ویلي وه، چی تیاره ده، خو دی په فېس بوک او ایم ایس این کي په چټ اخته وو . د ډوډۍ د تیارېدو پر مهال فرید پر لیکه سو او د ایمل سره یې چټ* شروع کئ .
((*چټ کول : د انټرنیټ د ځینو پروګرامونو لکه فېس بوک، ایم ایس این، یاهو، جیمیل او داسي نورو لخوا یو دبله د لیک د لاري خبري کولو ته ویل کیږي .))


ایمل په چټ اخته وو او د فرید سره یې بانډار کاوه. فرید ته وايي چي هغه د فټبال او د لامبو وهلو انځورونه یې ولیدل .
– فرید دستي د ویکېنډ* کیسه شروع کړه او ورته ويې ویل : ” والله هو، په ویکېنډ کي یوه شپه دباندي وتلي وو، ښه خوند یې وکئ، ټوله یاران راسره وه .
ډيري ښې اوبه وې، ټوله ورځ ولمبېدو، داسي حال و، چي ستا زړه وغواړي . د هغه اجمل خوارکي خو آب بازي هم نه ده زده . بس! نو ټوله ورته پر یوه خوا سوي وو، هغه خوارکى مو نژدې مړ کړى واى. هاهاهاهاها”
((ویکېنډ : = weekend، په بهرنیو هیوادونو کي د اونۍ د رخصتیو ورځو، شنبې او یکشنبې، ته ویل کیږي، چي اوس مهال یې زیات شمېر پردېس افغانان هم په خبرو کي وايي .))
– ایمل چي د اجمل دا واورېده، نو خپه سو او دستي یې ورته ولیکل : ” ښه، اجمل هم درسره تللى وو، دا ناشوقه ماته ویل چي کندهار ته درځم، بیا مي یې تراوسه نه ږغ اورېدلى او نه ورسره په تماس کي سوى یم . “
– فرید یې خبره تائید کړه او ورته ویې لیکل : ” هـــــــو، هغه ماته هم وویل، چي دکندهار نیت یې کړى وو، خو بیرته پاته سو، زموږ خواته راغئ .
آښه، بله به درته وکم ! “
– ایمل یې خبري ته خوشبینه وو او ژر یې ځواب ورکړ : ” وایــــــــــــــه ! “
– فرید دستي په خوشحالي ورته ولیکل : ” د هغه فټبال عکسونه دي ولیدل که یا؟ پرون مو د کلب مسابقه وه، ښه نامي ګــول مي ولګوئ، ومو ګټل، لوکس کپ یې هم راکئ . “


ایمل یې په کپ ډېر خوشحاله سو او مبارکي یې ورکړه .
په دې حال کي د ایمل کشر ورور میوندراغئ، ایمل ته یې وویل، چي ډوډۍ سړیږي، چابک راسه، کنې دسترخوان ټولوي .
ایمل چي شېبه وروسته دسترخوان ته ورغئ، ټولو ډوډۍ کرار – کرار بس کوله، خو ایمل ناوخته شروع په وکړه .
مور یې د نویدجان دا ورته وویل، چي هلکه ته خو نـــــــــه د نوید جان سره سم وګرځېدې، نه دي بانډار ورسره وکئ، شپه و ورځ کمپیوټر ته ناست یې .


ایمل په خندا سره ورته وویل، چي نوید جان کله پر کور وي، څو ورځي په کابل کي وو، بیا ننګرهار ته تللئ وو . نوید دستي په خبرو کي ورولوېدئ او په خندا یې ورته وویل چي، ګوره، ولي داسي وایې، حال مي دروکئ، چي که راځې، راسه، خـــــــــــــــو ستا خوند نه وو .
ایمل پوه سو، چي خپله پـــړ دئ، خو باید اوس ځان خلاص کړي، نو یې درسونه ورته بهانه کړل او ورته ويې ویل، چي درسونه یې خورا ډېر وه .


په دا بله ورځ دسهار د چایو څخه وروسته نوید جان رهي سو، سویډن ته ولاړئ .
ماپښين وو او ایمل بیا په خپله خونه کي کمپیوټر ته ناست وو .
– پلار یې راغئ او ورته ويې ویل : “ایمله! زویه، ایله کوه یې، په ژوند دي ونه ویل، چي بابا درځه یو ماځیګرى باباصاحب ته ولاړ سو .
یو څه تفریح ته هم وخت ورکوه !
ته هر وخت کمپیوټر ته ناست یې . د اکا زوی دي د بلي دنیا څخه راغئ، بیرته ولاړئ، ته لا تراوسه په هغه کمپیوټر اخته یې. دونه ډېر درسونه دي دي، چي هیڅ وخت نه لرې، هروخت مصروف یې؟ څلورویشت ساعته کمپیوټر ته ناست یې .
دخېره سره، د دې بعده به دي د کمپیوټر وخت هم معلوم وي او د تفرېح و درس وخت به دي هم معلوم وي او دخيره سره راروانه هفته ټوله بابا صاحب ته ځو.
اوس یو څه وګرځه، کمپیوټر دي بند که، خبري مي اورې که یا؟”
پلار یې د خبرو وروسته د خوني څخه ووتئ . ایمل یې خبري اورېدې، خو مخ یې پلار ته نه و وراړولئ، کمپیوټر ته یې کتل، خو خبرو ته یې متوجه وو . ایمل پوه سو، چي مور یې هم تېر ځلي خپه وه او دا دئ پلار یې هم خپه سو .


د کمپیوټر پر مخ په فېس بوک کي د اجمل د ښوونځي د فراغت عکسونه معلومېدل . دایمل دیوه بل ملګري خالد انځورونه هم پر لیکه وه، چي د کرکټ د کلب د غړو سره ولاړ دئ او کپ یې په لاس کي دئ . په یو بل انځور کي بیا حاجي کاکا، نوید او د ایمل پلار د اوبو پر غاړه ناست دي، نوید چي راغلئ وو، نو ټول یو ځل بابا ولي صاحب ته تللي وه، خو ایمل نه وو ورسره تللئ .
نور نو ډېر عکسونه پر لیکه دي، څوک د ملګرو سره دباندي تللي دي، چا د کلب عکسونه پورته کړي دي، چا د رخصتی او …


ایمل فکر کاوه، چي ملګري یې یا فارغ سول، یا یې د سپورټ په کلب کي کپ – مپ وګټئ او یا د نورو سره یو ځای يي، خو دی خوارکى هروخت په خونه کي ناست وي .
نوید د سويډن څخه راغئ، بیرته ولاړئ، خو د ایمل ژوند لا هغه دکمپیوټر ژوند دئ .


هوا ډېره خرابه وه، تر کړکۍ د برېښنا رڼاوي لیدل کېدې او تالنده وه .
ایمل مایوسه او خوابدی وو او د اکا زوی نوید یې ډېر زیات ارمان وو .
په خونه کي ناست وو، کمپیوټر یې بند کئ، تقریباً یو ساعت وروسته زنګ راغئ او اکا یې ورته وايي، چي روغتون ته راسه، موږ ټکر وکئ .
ایمل ډېر په وارخطايي سره روغتون ته رهي سو او کور یې څوک نه کړل خبر .
په روغتون کي یې پلار او اکا دواړه پر کټ پراته وه، لیدل یې چي ددواړو حالت د اندېښنې وړ دئ، خو اکا یې لږ خبري کولاى سواى . اکا یې په ډېر لنډ ډول کیسه ورته وکړه، چي موټر یې ټکر کئ .
ایـــــمــــــل ډېــــــــر زیــــــــــــات خپه و او پلار ته یې کتل، چي حالت یې ډېر خراب وو .
کرار – کرار یې مور او د کورنۍ نور غړي هم خبر سول، ټول خواشیني وه .


په دا سبا ټولو د سهار چاي څښلې، مور و ایمل ته وايي، چي پلار یې د دوو هفتو راهیسي د کور سودا نه ده کړې، نو باید ایمل د کور لپاره یو شی – می وپېري .


ایمل ته د کور سودا کول، ډېره عجيبه ایسېده، ځکه پلار به یې هروخت سودا کوله، خو نن دده نوبت رارسېدلى و . په دې حال کي یې بیا د اکا زنګ راغئ او ورته وايي، چي روغتون ته راسه، پلار دي ډېــــــــــــــــــــــــر په تکلیف وو، اوس دي الله ښه ورسره وکړي .
د ایمل بې اختیاره اوښکې راوبهېدې، ژړل یې . روغتون ته پر لاري ډېر ارمان ورته درېدئ، چي خدایه ! کاشکي مي د پلار په ژوند کي ښه ټولنیز ژوند درلوداى، هروخت بې ځایه کمپیوټر ته نه واى ناست .
– په عیني حال کي یې د پلار خبري په ذهن کي دوري – هوري کېدې، چي ورته ویل یې : ” هلکه ! دباندي ولاړ سه، شاوخوا وګرځه، یو څه تفرېح هم مهمه ده، په ژوند دي ونه ویل چي بابا راځه یو ماځیګرى بابا صاحب ته ولاړ سو . “
ایمل ژړل، سلګۍ یې کېدې او پلار یې سخت ارمان وو، فکر یې کاوه چي کاشکي مي د پلار سره د باباصاحب فقط او فقط یــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــو ماځیګرى تېر کړى واى.



د لیکلو نېټه : ۲۰۱۱ ز کال د جولای ۶مه