کور / تازه خبرونه / ظواهري د پوځ په كمېدلو خوښي وښوده

ظواهري د پوځ په كمېدلو خوښي وښوده

د القاعده شبكې د مشر ايمن الظواهري په ويډيو پيغام كې د ده په وينا مسلمانان په دې ستايل شوي، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما يې اړ كړ، چې له افغانستان نه د خپلو پوځيانو د اېستلو لړۍ پيل كړي.
نوموړى په خپل پيغام كې اسلامي ملتونو ته په دې مباركي او نېكې هيلې وړاندې كوي، چې له افغانستان نه د ده په خبره، د امريكايي ځواكونو د وتلو لړۍ پيل شوه.
هغه له خلكو غوښتي، چې د ده په وينا له افغانستان نه د امريكايي پوځ د وتلو لا امله د الله مننه وكړي.
د ايمن الظواهري دا ۱۷ دقيقه يي پيغام پرون په القاعده پورې د اړوند يوې جهادي ډلې الشهاب له خوا پرليكه شوى دى.
له افغانستان نه د امريكايي پوځ د كمېدلو لړۍ د ولسمشر بارك اوباما د هغې پرېكړې له مخې ده، چې غواړي افغان امنيتي ځواكونو ته د خپل هيواد امنيتي چارې وسپاري.
دا لړۍ په تېر جولاى كې پيل شوې او د ۲۰۱۲ كال ترپايه به ۳۳ زره امريكايي پوځيان له افغانستان نه ووځي