کور / تازه خبرونه / خوست پوهنتون افتتاح شو

خوست پوهنتون افتتاح شو

له عرب اماراتو څخه راغلي لوړ پوړي پلاوي او ځايي افغان چارواكو، په خوست كې د شيخ زايد پوهنتون له پاره نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستې.
د اووه سوه جريبه ځمكې پر سر په جوړو دې ودانيو د متحده عربي اماراتو له خوا نږدې پېنځه ميليونه امريكايي ډالر لګول شوي.
په همدې اړه د جوړو مراسمو پر وخت پر ځايي چارواكو سربېره د متحده عرب اماراتو د حج او اوقافو وزير شيخ حمدان المزروعي او په افغانستان كې د هغوى سرپرست سفير او ورسره پلاوي هم ګډون كړى ؤ.
د شېخ زايد پوهنتون له پاره په ځانګړې شوې اووه سوه جرېبه ځمكه اته دوه پوړيز تدريسي بلاكونه، اته ليليې او د رياست، خوړنځي او جومات ترڅنګ د لوبو او تفريح له پاره نور يو شمېر ځايونه هم جوړ شوي، چې د متحده عربي اماراتو له خوا پرې نږدې پېنځه ميليونه امريكايي ډالر لګول شوي دي.
د اماراتو د حج او اوقافو وزير ډاكټر حمدان المزروعي يې د پرانستنې پر وخت وويل، چې دا د دوى يوه وړه ډالۍ وه او ورته نورې مرستې به هم له دغه ولايت سره وكړي.