کور / ترخې خبري / دکندهار والي صاحب لږ ورحمېږه !!!

دکندهار والي صاحب لږ ورحمېږه !!!

دلراوبر ويپاڼي درنو مسؤلينو ! اورېدلي مي دي چې تاسو انتقادي ليکنې خپروئ که زما داليکنه راته خپره کړئ زه به پر ورته ستونزو تل له تاسو سره مرسته کوم . البته زما دامنيت له کبله زه ځان تاسو ته اوس نه شم درپېژندلاى خو دادرته وام چې زما ليکنې به انتقادي وي خو رښتيا او پر حقيقت به ولاړي وي . هيله ده چې زما داليکنه کټ مټ راته خپره کړئ او په دې کار به زه ستاسو جراعت هم وآزمويم ، 






 دکندهار والي صاحب لږ ورحمېږه !!!
 
ښاغلې والي اسدالله خالد اسلام عليکم ورحمته الله !
هيله ده چې زما دايو څو ترخې خبري دي پر دماغ بدي ونه لګېږي . زه صرف دومره درته وايم چې ستا له راتګ سره کندهار ښار ته څو بدمرغۍ راغلې چې په هغو کې ځانمرګي بريدونه ، ترور، پر کليوالو باندي بمبارۍ، ګراني ، بېروزګاري ، او حال داچې دناامنيو خبره خو تاسو محترم هم منۍ چې داستاسو له برکته پر موږ نافـــــــــذه ده . موږ کندهاريان ټوله مېلمه پاله خلک يو او تر دې هرڅه په مېلمه پالنه کې درتېر يو ستا بلا دي واخلي او داهر څه يې ستا تر دې ښايسته ځواني قربان . خداى دي نور هم له موږه سيورى مه لري کوه . مګر دا حق موږ کندهاريان هم ځانته ورکوو چې ته هم پرموږ لږ ورحــــــــمېږه دومري ظلم مه راسره کوه چې حد او اندازه يې نه وي . ستا ظلم له کندهار يانو سره اوس خپلي انتها ته رسېدلى دى او که ته خوا نه بدوې نو نور دزغم نه دى ،
موږ صرف خپل هغه حق غواړو چې دطالبانو درژيم پر وخت مو درلودى . موږ هغه حق غواړو چې دګل آغا شيرزي او انجينر پښتون دولايت پر وخت مو درلودى . دا کومه لويه دامنيت او بيا رغونې غوښتنه نه ده يوازي او يوازي برق غواړو چې زموږ بنيادي حق دى او دا حق تا او اسماعيل خان په ګډه له موږ څخه اخيستى دى . زه خو په دې بوخت يم چې په برق پسي کابل ته کډه وکړم خو ډېر داسي بېوزله کندهاريان سته چې پر يوه خوا نه شي تللاى . نو والي صاحب رحم وکړه او زموږ دبرق غم وخوره کنه دکندهاريانو مېلمه پالنه بدي له خپلو پنځو ملګرو سره سره داسي خوار کړي لکه اسامه بن لادن چې په ټوله دنيا کې به دي دينا ځاى نه وي .
په درنښت دکندهار ښار يو اوسېدونکى .


 





وروره ! لراوبر ويبپاڼه يوه آزاه او دافغاني ګټو پر بنسټ جوړه ويبپاڼه ده چې ستاسو لپاره ده اوستاسو په مرسته چلېږي دادئ  ستاسو ليکنه موکټ- مټ درته خپره کړه او دلا نوري مرستي په هيله مو يو .
مننه
 دلراوبر اداره