کور / تازه خبرونه / پښتونخوا:سياسي ګوندونو د وزارتونو پر وېش هوکړه وکړه

پښتونخوا:سياسي ګوندونو د وزارتونو پر وېش هوکړه وکړه


 

 بلوچستان  كښې دوزارتونو دويشلو په هكله دپيپلز ګوند او اتحادى ګوندونو ترمنځ موافقه وشوه خوپدغه  هكله به اعلان نن وشي  په اسلام اّباد كښې دپيپلز ګوند دمخكښ  سيد خورشيد شاه په مشرى  كښې شوې غونډه كښې دجمعيت علماء اسلام ، عوامي نيشنل ګوند، مسلم ليګ ( ق ) څخه جلا شوې  ډلې او دخپلواكه كانديانو غړو ګډون وكړ دغونډى وروسته لشكرى رئيساني او ميراسرار زهرى شخصى ټلويزون ته وويل  چي په صوبه كښې به دوزارتونو ويش دګونددڅوكيو په تناسب سره وشي او نه به پدغه  هكله حتمي پريكړه وشي.


افغانستان كى دناټو پوځونو ته تيل وړونكي ډك ټانكر دخيبر ايجنسۍ په لنډى كوتل سيمه كښى دچاو دو نكو موادو په وسيله ويجاړ او له مينځه يوړل شو خود چاودني له كبله چاته مرګ، ژوبله نده اوښتى داړوندو چارواكو دخبر تر مخه دخيبر ايجنسۍ مربوط دلنډى كوتل دتكيه په كلى كښې نامعلومه كسانو د تيلو ډك ټانكرپه باروتو سره ويجاړ او  والوزاوه ځائى چارواكو ويلي  چې دغه ټانكر په كابل كى دناټوميشتو ځوا كو نو ته نفت وړل چې په دغه سيمه  كى دنامعلومه وسله والو له خوا تر هدف لاندى  ونيول شو دايجنسى  چارواكو دپيښې په اړه جدى څيړنى پيل كړيدى .

 

د پاكستان پيپلز ګوند او اتحادى ګوندونو ترمنځ په مركز كښې دوزارتونو په سرحتمي پريكړى وشوي پارلمانى ګوندونو ترمنځ موافقه وشوه چى  وزارتونه به په قومى اسمبلۍ  او سينټ  كښې دګوندونو د څوكيو په تناسب سره وويشل  شي وفاقي وزارتو نوويشلو په هكله په اسلام اّباد كښې دپاكستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ ( ن ) ،عوامى نيشنل ګوند او جمعيت علماء اسلام ترمنځ خبرې  اترې وشوې په غونډه كښې دپيپلز ګوند لخوا رضا ربانى ،خورشيد شاه ، نويد قمر، شيري رحمان، راجه پرويز اشرف، فاروق  ايچ نايك دمسلم ليګ  ( ن ) لخوا چودرى نثار ، اسحاق ډار او خواجه اصف  ګډون وكړ دعوامي نيشنل ګوند لخوا زاهد خان او دجمعيت علماء  اسلام لخوا اكرم درانى او رحمت الله كاكړ ګډون درلود دراپورونو ترمخه  پرشپږ څوكيو باندې  يو وزارت وركول كيږي دموافقي  ترمخه  وفاقي  كابينه  به په درې پړاوو نوكښې  بشپړه كيږي  په اولنى پړاو كښې به شل وزيران  اخستل كيږي.