کور / ترخې خبري / د افغانستان جنوب د پښتنو د سرونو قصاب خانه

د افغانستان جنوب د پښتنو د سرونو قصاب خانه


په افغانستان كښې دنوي ډيموكراټيك حكومت رامنځته كيدلو او دطالبانو په نوم حكومت  نسكوريدو څخه  بيا تر اوسه پورې  دافغانستان جنوب دسرونو په قصاب خانه بدل شويدي  يوخواته دايتلاف دځواكونو لخوا ړندوعملياتو كښې بې شميره ، بې ګناه  افغانان چى په هغه  كښې ښځې  او ماشومان هم شامل دي وژل شويدى  او بلخواته  دافغان دولت  مخالفينو دافغانستان دجنوب ولس  دهرډول پرمختګ  په مخكښې دخنډونو جوړولو هڅوته دوام وركړيدي  دافغانستان په شمال كښې ماشومان ښوونځيوته ځي زده كړي كوي كارونه پكښې روان دي روغتونونه  پكښې  جوړيږي ښارونه يې  رغول كيږي  خوپه جنوب كښې د وينو لوبه  روانه وه دپولې  دواړو غاړوته  ميشت پښتانه بې شميره  وژل كيږي ښوونځيوته يې اور اچول كيږي  ماين پاكان دبيا رغاونې كاركوونكي ډاكټران او معلمان يې تښتول كيږي  اويا وژل كيږي هلمند، زابل ارزګان د افغانستان هغه ولايتونه دي چى  دپښتنو دسرونو پرې كولو لپاره پكښې سيالي  روانه ده او هرڅوك غواړي چى دلته دپرمختګ  اوسولې  بهير له منځه يوسي يو يشتمه پيړى دعلم اوپوهې پيړى ده خوپه ټو له نړۍ كښې پښتانه د تشدد په درشل كښې دي يوخواته د نړيوالو دسازشونو په قفس كښې راګير دي او بلخواته په خپله دځان پښې پريكوي نن داسي حالت دى
چي  دافغانستان جنوب ته هرڅوك دتګ كولو څخه  ډارلرى او دغه ډاردپښتنودبر بادۍ يولوى علت دى پكار دى چي نور دوحشت  او دتشدد لاره پريښودل شي ترڅو به دوچو له امله لامده سوځول كيږي ايتلاف  ځواكونه اوافغان دولت بايد ددغې خبرې دحل لپاره هڅي  وكړي چي بايد ديوه تن وسلوال  دوژلو لپاره ټوله سيمه تر بمبار لاندي رانشي  ولې چي دغه عمل يو خواته  دبې ګناه  افغانانو دوژل كيدلو سبب جوړيږي  او بلخواته  د دولت  او ولس ترمنځ توپيرونه رامنځته كوي د افغانستان جنوب بايد د سرونو د قصاب خانې پرځاى په ښوونځيو ونازول شي او اوسيدونكي يې بايد د ړندو عملياتوښكار نشي