كندهار:دملي پيوستون يوه قراردادي ماموره ووژل سول

حاجی پوپل | اگست 16th, 2011


وسله والوموټرسائكل سپرو نن سهاردملي پيوستون پركاركونكوباندي ډزي كړي ،يوه ښځينه كاركونكې يې وژلې اويوتن يې ټپي كړى دى .
پېښه په چوڼۍ سيمه (گاډيانوكوڅه ) كې هغه مهال رامنځ ته سول كله چې دكليودپراختيارياست ديوې قراردادي انجيوښځينه كاركونكې له خپل موټرچلونكې سره ددفترپرلوري دتگ په حال كې وه .
عيني شاهدان وايې څه باندي ۷ بجې وې چې ۲ تنوموټرسائكل سپرو پريوه موټرباندي ډزي وكړې اوځاى پرځاى يې ووژل اودهغې موټرچلونكى يې ټپي كړ.
پوليس وايې چې سيمه يې ترپېښي په سمدستي ډول كلابنده كړې اوپلټني يې پيل كړي دي
دكندهارامنيه قومندان جنرال عبدالرازق لراوبرته وويل چې پوليسودپېښي ټول اطراف ترخپل كنټرول لاندي نيولي اودپېښي دعاملينونودنيول كېدوپه هڅه كې دي خوتراوسه پوري څوك ندي نيول سوي.
دوژل سوې ښځينه كاركونكې يوې همكاري صفيې لراوبرته وويل چې وژل سوې انجلۍ راضيه نومېدل اودكليودپراختيادرياست ديوې قراردادي پرژې په څانگه كې يې كاركاوه چې دملي پيوستون دپروگرامه يوه برخه ده .
داوايې چې دټيټ كورني اقتصادله كبله هغې له دوى سره له څومياشتوراهيستې كاركاوه .
تراوسه چاددغي وژنې مسئولت په غاړه ندى اخيستى .

Copyright Larawbar 2007-2024