طالبانو د خپلواکۍ د ورځي په مناسبت ټولو افغانانو ته مبارکي وويله

ډاکټر نثار احمد صمد | اگست 18th, 2011


طالبانو رسنیو ته د هېواد دخپلواکۍ ګټلو د ۹۲می کالیزی په اړه اعلامیه لیږلې چی غټ ټکي یې دا دي : له نن څخه پوره ۹۲ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ ه ش کال د اسد د میاشتې په ۲۸ نیټه د ۱۹ مې او ۲۰ مې میلادي پیړۍ لوی استعمارګر ، انګریزي ښکیلاک رسمأ د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژندله ، او په دې توګه افغان اولس له څو لسیزو جګړو او لانجو وروسته خپل ستر ارمان ( دهیواد استقلال ) ته وصل شو. د دې سترې او تاریخې ورځې د رارسیدو له امله د طالبانو رهبري شوری خپل مؤمن او په خپلواکۍ مین اولس ته د زړه له کومې مبارکي وایي ، لوی خدای جل جلاله دې له روان امریکایي اشغال څخه هم دهیواد د بشپړ استقلال لوی نعمت ژر تر ژره را نصیب کړي . که د انګریزي ښکیلاکګرو او افغان خپلواکي غوښتونکي اولس تر مابین د څو لسیزو د جګړو ، یرغلونو ، شکستونو او بریاوو تاریخ په دقیقه توګه مطالعه شي ، د اوسني روان بحران د حل لپاره ډیر څه ترې زده کیدلای شي . دا چې هغه مهال د انګریزي ښکیلاک د افغانستان پروژه په بیا بیا ناکامه او سرخوږی یې تر څو لسیزو پورې وغځیده ، اساسي عامل یې دا و چې د اوس غوندې هغه مهال هم دښمن د افغان عام اولس د ارادې او پریکړې په ځای ، په خپلو څو تنو اجیرانو او تنخوا خورو باندې حساب کاوه ، انګریزانو د دې په ځای چې د دوی د مداخلې په اړه د افغان اولس غبرګون او دریځ درک کړي ، یوازې یې له خپلو اجیرانو سره معاملې کولې ، او دهغوی په ضمانت یې د دې هیواد د اشغال خوبونه لیدل . متأسفانه نن هم اشغالګر امریکایي ځواکونه هماغه تجربه تکراروي ، دوی داسې انګیري چې د خپلو څو تنو ګوډاګیانو سره معاملې او د دایمي موجودیت تړون به د دوی په وړاندې د مقاومت مورال او اخلاقي جواز کمزوری کړي ، خو دوی باید پوه شي ، چې په دا ډول مهمو مسائلو کې د دې هیواد برخلیک څو تنه خرڅ شوي اجیران نشي ټاکلی او نه هم دا قهرمان ولس په دا ډول مسایلو کې معاملي ته غاړه ږدي ، افغان اولس همدا اوس د خپلواکۍ لپاره په سرتاسري مبارزه بوخت دی او دهمدې لپاره یې په تیرو لسو کلونو کې بې شمیره قربانۍ ورکړې دي . که دافغان اولس د خپلواکۍ دښمنان له همیشني جنجاله ځان خلاصول غواړي باید د اولس ارادې ته احترام وکړي ، او د افغان اولس خپلواکي په رسمیت وپیژني ، او که په خپل سرزوري سیاست ټینګار کوي پرته له دې چې ژر یا وروسته ، د انګریزي ښکیلاک په برخلیک اخته شي ، د بل څه تمه دې نلري .

Copyright Larawbar 2007-2024