په هرات کی ماین ۲۳ ملکی انسانان ووژل
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی نن د هرات ولایت په اوبې ولسوالي کی د ملکی انسانانو څخه ډک مینی بس موټر د سړک د غاړی پر ماین برابر سو چی د چاودنی له امله یې ۲۳ کسان ووژل سول او ۱۲ نور ټپیان دي .
حکومت د دې کار پړه پر طالبانو اچوی خو هغوی تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی .