کوټه : د حفيظ حسين احمد شروبي زوی ووژل سو
دبلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کښي د جميعت علما اسلام د پخواني وزير حفيظ حسين احمد شروبي زوی همدا اوس څو دقيقې مخکي د کوټي په شالدره کي وويشتل سو او مړ سو .
په کوټه کښي د لراوبر خبريال انجينر عطاء جان د ټليفون پر کرښه وويل چي د حفيظ شروبي زوی حفيظ زبير نن ماخستن د شالدرې په يوه مسجد کي د ماخستن لمونځ او ترايح ورکولې چي د لمانځه تر اداء کولو او مسجد څخه تر وتلو وروسته د نامعلومو وسلوالو له خوا وويشتل سو .
دا پداسي حال کي ده چي په سيمه کښي د راتلونکو صوبايي انتخاباتو لپاره کمپاينونه او تيارۍ نيول کيږي .