کور / تازه خبرونه / اسلام اباد:د قامي اسمبلۍ ويندويۍ ته کانديدان وټاکل سوه

اسلام اباد:د قامي اسمبلۍ ويندويۍ ته کانديدان وټاکل سوه

 

په قومي اسمبلۍ  كښې دسپيكر ( وياند ) لپاره ډاكټر فهيمده مرزا او ډاكټر اسرار ترين او دمرستيال سپيكر لپاره دفيصل كريم كنډى او خوش  بخت شجاعت اسناد ومنل شول  دراپورونو ترمخه  دپاكستان پيپلز ګوند لخوا نومول شوې ډاكټرفهميده  مرزا دسپيكر او فيصل  كريم كنډى مرستيال سپيكر لپاره خپل اسناد جمع كړي وه او دغه شان داپوزيشن  لخوا نومول شوو ډاكټر اسرار ترين دسپيكر او خوش بخت  شجاعت دډپټى  سپيكر لپاره خپل اسناد جمع كړي وه چي د كتلو وروسته سم بلل شويدي.

 
دقومى  اسمبلۍ دسپيكر څوكۍ ته دپيپلزګوند لخوا نومول شوي كانديدي فهميده مرزا ويلي  دي چي  دپارلمان  دسرلوړى  لپاره به كار كوى  داسنادو جمع كولو وروسته  ميرمن فهميده مرزا وويل  چى  اوس مهال  دټولې نړۍ سترګې  دپاكستان په لور  دى او دهېواد نوم  ورځ په ورځ بدنامه كيږي  ولس  له ستونزو سره  مخامخ دى  خراب امنيتى  حالات اوګرانى دمهمو ستونزو څخه  دى  دستونزو حل كولو ته اړتياده  ميرمن فهميده  مرزا هيله څرګنده كړيده چى اپوزيشن به د مخالفت پرځاى مثبت او دپرمختګ  دبهير ملاتړ وكړي.