لرافغانستان:په کرمه ايجنسي کي تښتول سوي کسان راخلاص سول
په كرمه ايجنسى كښې دوسله والو قبا ئيلو له خوا تښتول شوى 19 تنه د جرګى او پوليټيكل چارواكو په پرله پسي هڅو وموندل شول دپوليټيكل چارواكو د راپور ترمخه د لوئر كرمه ايجنسۍ په جرګه كى دطورى قبيلى دوه تنه دمخيزي په سيمه كى دوسله والو وګړوله خوا ترى تم او بيدركه شول چي په مقابل كى طورى قبيلى هم په ورته عمل لاس پورى كړ اود بيلا بيلو سيمو څخه ئى 17 تنه وتښتول دچاروا كو له خولى له همدى پيښې وروسته حالات بيرته كړ كيچن شول خو دجرګى دغړو او پوليټيكل چارواكو دپرله پسي هلو ځلو او منډو ترړو څخه وروسته ټول تښتول شوى وګړى تر نيمى شپى پورى پيدا او ستونزه حل شوه.