لس تنه معترض وکيلان ولسي جرګې ته ورپيژندل کيږي

د لراوبر اداره | اگست 21st, 2011


د انتخاباتو خپلواک کميسون نن د ورځي په اوږدو کي د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کي د معترضو کانديدانو څخه لومړني لس تنه پارلمان ته ور پيژني ، دا خبره د انتخاباتو خپلواک يوه غړي د نوم پټ ساتلو په شرط کړې ده .د ياد سوو لسو کسانو نومونه تر اوسه نه دي څرګند سوي . ددغو لسو نفرو په بدل کي به لس تنه چي ويل کيږي په درغليو ولسي جرګې ته ننوتلي دي ، د ولسي جرګې سره خدای په اماني کوي .


بله خوا نور معترض کانديدان وايي چي ددوی د انتخاباتو کميسون له دې پريکړي سره مخالف دي چي له منځه يې لس نفره اعلانوي ، دوی غواړي چي ټول ۶۲ نفره دي په يوه وار ولسي جرګې ته وپيژندل سي او پر ځای دي يې هغه ۶۲ نفره چي په درواغو بريالي اعلان سوي وه بيرته د ناکامانو په ليست کي ونيول سي .

Copyright Larawbar 2007-2024