د ګرشک ولسوالۍ پر څارنوال مرګونی بريد وسو
نن سهار اووه نيمي بجې د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ څارنوال محمدعظيم د وسلوالو موټر سايكل سپرو له خوا د خپل كور مخته په داسي حال کي ووژل سو چي د خپل کار خواته د روانيدو په حال کي و .
پوليس وايي چي بريد کوونکي پر موټر سايکل سپاره وه او تر بريد وروسته تښتېدلي دي خو دوی وايي چي د نيولو هڅي يې رواني دي او د پېښي په اړه پلټنه کوي .
د څارنوال د کورنۍ غړي وايي چي نوموړي ۵۰ کاله عمر درلودﺉ او له هيڅ چا سره يې دښمني نه لرله ، د پېښي مسوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی ، د يادوني وړ ده چي پېښه د ګرشک ولسوالۍ مرکز ته څېرمه رامنځته سوې ده .