کندهار:وسله والو د کرني او مالدارۍ رياست چارواکی وواژه
نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کي دکندهار ولايت په ښکارپر بازار کي نامعلومو وسله والو د کرني رياست د املاکو عمومي مدير محمد شاه خان چي تقريباً شپېته کاله عمر يې درلودى وويشتی او ځای پر ځای يې وواژه ، د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر پېښه تاييد کړې ده خو نور جزيات يې نه دي ورکړي .
نن سهار اته نيمي بجې ددې ولايت په ګاونډ ګرشک ولسوالۍ کي هم ددې ولسوالۍ څارنوال چي پنځوس کاله عمر يې درلودﺉ د نامالومه وسله والو لخوا دګرشک ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه ووژل سو ، د هلمند ولايت چارواکو يې په اړه رسنيو ته وويل چي بريد کوونکي پر موټرسايکل سپاره تښتيدلي دي .