کور / شعر / مؤلف او محقق عالم مولوي عبدالهادي حماد ته سوغات

مؤلف او محقق عالم مولوي عبدالهادي حماد ته سوغات

بدرنګي زما دجانان  پــــــه ښـــــــــــــــــــــــکلا ســـــــــوځي
شپه پرسته څــوک، دلــــــــــــــــمر پــــــــــــه رڼا ســـــــــــوځي
دبي دينو دغـــــــــــــــــيرت شاهـــــــــــــين الـــــــــــــــــــــــــوتى
پېرانان غــــــــــــــــــــــــــــــــــــوندي پــــه يوه بسم الله سوځي
دژوندون پر سيمنا دوحشــــــــــــــــــــــت فــــــــــــــــــــــــــــــــلم
کندهار غوندي جنت راتـــــــــــــــــه بيا ســــــــــــــــــــــــــوځي
چــــــــــي پرشـــــــــــــــــونډو دي کرلـــــــــې ده (حمــــــــاده!)
لامذهبه دي دحـــــــــــــــــــــــــــــق په وينـــــــــــــاســــــــــــوځي
دغزل غشي دشعر ليندۍ کي کښـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــېږده
(ستورې!) څوک ، چي دي دهيلو مسکا ســـــــــوځي


عبدالله ستورى، کندهار، افغانستان