د لېبيا د جمهور ريس قذافي د نيول کېدو خبر ورکړل سو

د لراوبر اداره | اگست 21st, 2011


تر څو مياشتنيو مظاهرو ، جګړو او تشدد وروسته چي د قذافي او هغه د مخالفينو تر منځ روانه وه څو ساعته د جګړې اول خط د تريپولي ښار ته ورسيدﺉ ، د ۲۲مي روژې تر پېشلمي مخکي د قذافي مخالفينو اعلان وکړ چي د تريپولي پر اکثريت يې کنټرول ترلاسه کړﺉ دي او پر مخ روان دي . بله خوا قذافي په تازه خبرو کي چي فکر کيږي دده وروستۍ مطبوعاتي وينا به وي پر ولس ږغ وکړ چي د تريپولي ښکلی ښار چي ددې ولس په په مټ اوخولو جوړ سوی دی له ورانيدو او سوځيدو وساتي ، نوموړي وويل چي غربيان غواړي تريپولي لکه عراق داسي ورانوي خو بيايې نه جوړوي . قذافي دمسجدونو پر امامانو ږغ وکړ چي خلکو ته لارښوونه وکړي چي د خپل ښار له سوځولو لاس واخلي او ولس ته يې وويل : وسلې راواخلی ، هر يو وسله وکاروﺉ او د خپل ښار او هيواد څخه دفاع وکړﺉ .


الجزيره ټلويزيوني چينل په پرله پسې توګه د تريپولي تصويرونه خپروي ، د لويديځ لوی او کوچني راډيو او تلويزيوني خبري چينلونه د تريپولي او قذافي د له منځه تللو په اړه تبصرې کوي .


لويديځ سياستوالو سبا سهار ته د قذافي د له منځه تللو وړاندوينه کړې ده ، د سياسي چارو کارپوهان په دې نظر دي چي قذافي ته د تښتېدلو چانس ندی ور پاته ، که مځکه نوره هم پر تنګه سي ښايي ځان وژنه وکړي .


بله خوا په لېبيا کي اسلامپالي هم په دې وروستيو کي د منظم کېدو په حال کي دي ، ځينی کارپوهان دا هم وايي چي ښايي قذافي د خپلو زامنو او نژدې کسانو سره د اسلامپالو سره ملګري سي او جګړې ته ادامه ورکړي .


بله خوا دا هم ويل کيږي چي قذافي د ژوندي پاته کېدو لپاره د الوتکي له لاري د تښتي لاره خلاصه پرې اېښي ده  او په وروستيو شېبو کي به په الوتکه کي وتښتي .


وروستی خبر چي همدا شېبه خپور سو دادﺉ چي قذافي ونيول سو او د مخالفينو په لاس کي دﺉ ، ډېر ژر ددې پخلی وسو چي قذافي ونيول سو .


د قذافي دوه زامن مخکي نيول سوي وه ، سيف الاسلام د مخالفينو لخوا ونيول سو او محمد پخپله ځان وسپاره ، د قذافي په اړه دا هم ويل کيږي چي ويشتل سوﺉ دی ، دا لا څرګنده نه ده چي قذافي په جګړه کي او که مخامخ ويشتل سوی دی .


بله خوا د قذافي وياند د نيول کيدو او ويشتلو تر خبر وروسته همدا شېبه د هغه د نيولو خبر رد کړ او وايي چي د نوموړي د نيول کېدو خبر درواغ دﺉ .


هر څه که وي ، جګړه د قذافي د هستوګنځای څنډو ته ور رسېدلې ده ، دبن غازي او  تريپولي لاري او کوڅې د لېبيايانو ډکي دي ، خلک د هغه د نيول کېدو او له هغه څخه د لېبيا د ازادۍ په مناسبت خوشالۍ کوي .




Copyright Larawbar 2007-2024