ايوبي:ويساپرخپل ځاى دى اوخالدنظامي مسئول سو
خودكندهارولايتي وياندزلمي ايوبي لراوبرته وويل چې والي توريالۍ ويساپرخپل ځاى پاته دى اواسدالله خالدبه دامنيتي چارو دنائب الحكومه په توگه دنده ولري . د يادوني وړ ده چي اسدالله خالد يو ځل مخکي هم د کندهار د والي په توګه دنده اجرا کړې وه ،د طالبانو د وتلي قومندان ملا دادالله وژل کېدل دده ددورې له لاسته راوړنو شمېرل کېږي . نوموړي هغه وخت چي د کور دننه او بهرنيو هيوادونو لخوا په اداري فساد او نا امنيو کي په لاس لرلو تورن سو د کندهار ولايت له دندي ګوښه سوﺉ و . ريس جمهور حامد کرزي تر هغه وروسته نوموړﺉ د هرات د والي په توګه اعلان کړ خو هراتيانو په مظاهرو مخالفت وکړ چي وروسته بيا د ولسي جرګې څخه د باور د رايو په ترلاسه کيدو کي د پاتي راتلو برسېره هم د قومونو او قبايلو وزارت د سرپرست په توګه په دنده وګمارل سو . د نوموړي په اړه ويل کيږي چي په افغانستان کي د د امريکې د پخواني ريس جمهور جورج بوش د خاص استازي زلمي خليلزاد سره نژدې اړيکي لري خو دا خبره کومي رسمي سرچينې هيڅکله نه ده تاييد کړې .
دقومونواوقبايلوچارو وزيراسدالله خالد دخپلي دغي دندي ترڅنگ دكندهاردامنيتي چارو دتظيمه ريس په توگه هم ټاكل سوى .
دجمهورريس حامدكرزي ديوه فرمان له مخې ددغي نوي مقررۍ اعلان وسو.
له دې سره به په څنگ كې دكندهاروالي پوهنوال توريالۍ ويساپرخپله دنده وي .
مخكې ځينورسنيوداسي راپورونه خپاره كړي وو چې اسدالله خالددكندهاردوالي په توگه هم په عيني وخت كاركوي اواوسنۍ والي پوهنوال توريالى ويسابه له دندي څخه لري كېږي .
دغه گام ترهغه وروسته پورته كېږي چې دكندهاردولايتي شورادريس احمدولي كرزي تروژل كېدو وروسته ددې ولايت دامنيت په باب دځايې اوسېدونكواندېښنې زياتي سوي .
هاخوابياپه جنوب كې دپوليسوپرلويه قومنداني هم نيوكې كېږي چې دپوليسودتشكيلاتودپراختياسره سره بياهم دكندهارپه امنيتي وضيعت كې چندان مثبت تغيرندى راوستى .
په كندهاركې زيات كتونكې پدې آنددي چې د۴۰۴ ميوندزون قومنداني پدې نده توانېدلې چې ديوه اغېزمن ارگان په توگه دامنيت په بهبودكې خپل اغېزښكاره كړي .
په وينايې چې دپخواپه پرتله دپوليسو ۵ حوزې زياتي سوي اودپوليسوپه تشكيلاتوكې هم سل گونه سرتيري ور زيات سوي .