کور / اسلامي / دقرانکريم پرحقانيت باندی دغيرمسلموساينس پوهانو ګواهی

دقرانکريم پرحقانيت باندی دغيرمسلموساينس پوهانو ګواهی

روژه په اسلام اوساینس کی (22) ددې لړۍ تېره برخه له دې ځايه ولولی


8: پروفيسرايلفريډکرونر
(Professor Alfred Kroner)
پروفیسرایلفریډکرونردجرمنی(المان) دمینز(Mainz) دپوهنتون دجیولوجی دعلم یونامتواووتلی پروفیسردی۔
پروفیسرکرونرپه نړیواله سطحه سره یومنلی استاذدی، دی دساینس په نړۍ کی په دې باندی ډېرشهرت لری چی یوئې عملی کارډېرکړیدی اوبل داچی پرنوروباندی تنقیدونه ډېرکوی، کله چی دزندانی سره مخامخ شونوهغه ورته ډېرایاتونه اواحادیث وړاندی کړل اووروسته ئې داسی وویل:
زه دمحمدصلی الله علیه وسلم په دې معلوماتودرلودلوسره ډېرحیران یم چی یوڅوپېړۍ مخکی ساینس پوهانودعصری تجهیزاتوپه درلودلوسره وتوانیدل چی څه ناڅه په پوه شی اودی صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی په خبروو۔ دپوره توجه خبره خولاداده چی دی په هغه وخت په هستوی علم (نیوکلیرفزیکس) باندی هم خبروو، چی په هغه وخت کی پرځمکه باندی هیڅوک ورباندی نه پوهیدی اودقرانکریم سرچینه ضرورداسمانوڅخه ده۔
که چیری دقرانکریم ایاتونه اودساینس حقایق دمځکی دپیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نودابه وویل شی چی دواړه یوشانته دی، اوددوی اصطلاحات سره موافق دی۔ اوکه په ساده ژبه سره ووایم نوقرانکریم دساینس یوپوره مکمل کتاب دی ، چی په راتلونکی کی به دهغه هرایات نوی ساینس ثابت کړی۔
9: پروفيسرجيرالډسی جيوئرنګر
(Professor Gerald C Goeringer)
پروفیسرجیرالډسی دامریکادواشنګټن ډی سی دجارج پوهنتون دژونکودژوندپوهنې(Cell Biology)، دجنین پوهنې دطب (Medical Embryology) پروفیسر اومرستیال(Coordinator) دی۔
کله چی شیخ زندانی ورسره ولیدل نوورڅخه ئې وپوښتل چی دجنین پوهنی په علم کی تاسی څه نښانې لری؟ ایادحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په وخت کی هم دجنین پوهنې څه متن شتون درلوی؟ شیخ داهم ورته وویل چی دجنین چی کومی مرحلې دی هغه په دې ډول ۔۔۔۔ سره په قرانکریم کی شتون لری۔
دډېروبحثوڅخه وروسته هغه دسعودی په اتم طبی کانفرنس کی داسی وویل:
په قرانکریم کی چی کومه تشریح دنراوښځې دجوړه کېدوڅخه وروسته دجنین پیدایښت دی، اودهغه ټولې دورې اومرحلې په پوره تفصیل سره بیان شویدی، له دې څخه اضافه تشریح ناشونې ده، اودقرانکریم ټول اصطلاحات داسی په تفصیل سره دی چی څه موده مخکی هیڅوک ورباندی نه پوهیدل۔ په قرانکریم چی څومره تفصیل شویدی ددې تفصیل پوره معلومات به په راتلونکوڅوپېړیو کی وشی، داساینس پوهان لاهم دقرانکریم په ډېرپټورازونونه پوهېږی۔
Water Cycle
(اوبودوران)
اوبه دکائیناتوپنځوکی دیوه ځانګړی نظام لاندی طی کوی، چی ودې نظام ته داوبودوران (Water Cycle) وایی، ساینس پوه برنارډپالیسی (Bernard Palissy) په 1580 کال کی داوبوددوران نظریه وړاندی کړله اوده وویل چی دسمندرواودریابواوبه دبخارپه بڼه سره وهواته پورته کیږی وریځ ورڅخه جوړیږی اوبیا چی کله یخی شی نودباران په شان اوری، اوهمدارنګه دمیلادڅخه 7 پېړۍ مخکی یویونانی فلیسوف (Thales) هم په دې عقیده وو، خوهغه وخت داخبره چانشوای منلای۔
په قرانکریم کی چی څومره ځایه داوبوپه هکله بیان شویدی هغه ټول حقایق داوبودعلم (Hydrology) سره خوله په خوله دي بلکې ددې علم پوهان دقرانکریم په ډېروایاتواوس هم نه پوهیږی اودائې ویلې دی چی په راتلونکووختوکی به داسی پوهان پیداشی چی دقرانکریم په ټولوحقایقوباند پوه شی۔
(Islam and Science/Water /Water Cycle/Dr. Abdul Karim Zaker Naik)
نوربیا۔۔۔
ستاسوددعامحتاج
په اسلامی پاکه مینه ستاسوورور