کور / اسلامي / د روژې څلرویشتم سوغات

د روژې څلرویشتم سوغات

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړۍ چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅېدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !
نو دایې د څلرویشتمی روژې لپاره څلرویشتم سوغات ، ( ن . صمد )

د قرآن سره مرکه ( څلرویشتمه برخه ) :

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی اسلامی حکومت پر خپلو اتباعو څه حقوق لری ؟
ځواب : پر خپل رعیت یا اتباعو باندی د اسلامی حکومت حقوق ، یا په بل عبارت د اتباعو مسؤلیتونه دا دي :
۱ ـ د معروف ( نیکو احکامو ) په اجرا کی باید د حکومت اطاعت وکړی (۱) .
۲ ـ د هېواد د قانون درناوی او د هغه مراعات وکړی (۲) .
۳ ـ په امنیت او آرامۍ کی خنډونه ایجاد نکړی (۳) .
۴ ـ د خوښیو او ښېګڼو په هر کار کی د حکومت سره مرسته وکړی (۴) .

پوښتنه : اوس به راسم دې ته چی د اسلامی حکومت بهرنۍ تګلاره باید څنګه وی ؟
ځواب : د اسلامی حکومت د بهرنۍ تګلارې بنسټیز اصول دا دي :
۱ ـ د دوه اړخیزه تړونونو او ژمنو درناوی او د هغو ساتنه باید وکړی (۵) .
۲ ـ په هره مسأله او معامله کی باید صداقت او رښتنولي موجوده وی (۶) .
۳ ـ د فتنې او فساد څخه باید ډډه وکړی (۷) .
۴ ـ امنیت خوښوَنه او سوله باید تأمین کړی (۸) .
۵ ـ د غیر مُعانِد ( یعنی غیر دښمنو ) هېوادو سره باید ښه اړیکی ولری (۹) .
۶ ـ نړیوال عدالت او انصاف باید مستقر کړی (۱۰) .

پوښتنه : ستا په نظر د مشرتوب معیار باید څنګه وی ؟ ځکه نن په اسلامی هېوادو کی دا معیار د هر چا څخه ورک او ګډوډ سوی دی .
ځواب : زما په نظر د مشرتوب مستحق هغه څوک دی چی :
۱ ـ د ایمان لرونکی وی (۱۱) .
۲ ـ د خورا ډیر علمی او عملی صلاحیت څښتن وی (۱۲) .
۳ ـ تر هر څه د الهی احکامو ډیر پابند او متقی انسان وی (۱۳) .
۴ ـ مخلص وی (۱۴) .
۵ ـ خاین او ظالم نه وی (۱۵) .

پوښتنه : آیا تا نړیوال قانون هم بیان کړی دی ؟
ځواب : هو ، ما چی کوم بین المللی قانون بیان کړی ، د هغه څو مهم مواد په دې ډول دي :
۱ ـ پر ټوله مځکه باید د فساد او بدۍ څخه ډډه وسی (۱۶) .
۲ ـ د خپل منځی تړونو او معاهدو ساتنه او څارنه باید وسی (۱۷) .
۳ ـ امن او سوله باید ولټوی (۱۸) .
۴ ـ په هره معامله کی باید صداقت او حقیقت نغښتی وی (۱۹) .
۵ ـ د غیر معانِد ( هغه چی دینی دښمنی نه پالی ) هېوادو سره باید ښه اړیکی ټینګی سی (۲۰) .
۶ ـ نړیوال عدالت او انصاف باید مستقر سی (۲۱) .

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د مسلمانانو سره چا ډیر عداوت کړی دی ؟
ځواب : د مسلمانانو سره تر هر چا یهودانو او مشرکانو ډیر عداوت کړی دی (۲۲) .

پوښتنه : آیا عیسویانو ( یعنی نصاراوو ) دښمني نه ده ورسره کړې ؟
ځواب : یا ، دا ځکه چی هغوی عالمان او زاهدان لرل چی لویی او تکبر یې نه کاوه (۲۳) .

پوښتنه : آیا مسلمانان د کافرانو سره دوستي کولای سی ؟
ځواب : دا ډیره باریکه او حساسه مسأله ده او باید مغالطه پکښی ونسی ، مطلب دا چی مسلمانان د هغو کافرانو سره دوستي او مولات نسی کولای چی د الله ، رسول او اسلام یا مسلمانانو دینی دښمنان وی یا جنګ ورسره کوی (۲۴) . که هر مسلمان یا مسلمانان دغسی وکړی نو ګنهکاران ، ظالمان او د هغوی غوندی کسان دي (۲۵) . خو د هغو عادی کفارو سره چی دینی جنګ یا دښمنی نه کوی ، د دوستۍ او نیکۍ ممانعت نسته (۲۶) .

پوښتنه : د قصدی یا عمدی وژنی سزا څه ده ؟
ځواب : قصاص دی یعنی قاتل باید ووژل سی (۲۷) .

پوښتنه : د غلا سزا څه ده ؟
ځواب : د جُرم د اثبات په صورت کی د غلا سزا د لاس پرې کول دی (۲۸) .

پوښتنه : دا چی ځینی حکومتونه ستا دغه احکام په دې او هغه پلمه سره نه عملی کوی ، یعنی قاتل نه قصاص کوی ، د غله لاس نه پرې کوی او هغه په اصطلاح د بشری حقوقو څخه تیرﺉ بولی او داسی نور الهی اوامر نه مراعاتوی ، خو ځانونه په اصطلاح اسلامی حکومتونه هم بولی . په دې هکله ستا حُکم څه دی ؟
ځواب : ما واضحأ ویلی دي چی زما ټول متن به مراعات کیږی او که صرف یوه کوچنۍ برخه هم تعمیل نسی معنا یې دا ده چی زما ټول متن یې و نه مانه او هغه ظالم او ګنهکار دی چی الهی سزا به ورکړه سی (۲۹) .

پوښتنه : د دې اساسی معلوماتو څخه ډیره مننه . آیا پوښتلای سم چی د زنا سزا څه ده ؟
ځواب : د جرم د ثبوت په صورت کی د زانی سړي او زانی ښځی سزا سل سل دورې وهل دي (۳۰) .

پوښتنه : د قذف ( یعنی د زنا د تهمت ) سزا څه ده ؟
ځواب : د قذف مرتکب باید اتیا دُرې ووهل سی او د هغه شاهدي له اعتباره لویږی (۳۱) .

پوښتنه : آیا د ذمیانو ( یعنی په اسلامی ټولنه کی د غیر مسلمانانو ) څخه د جزیې اخیستل روا دی ؟
ځواب : هو ، د اسلامی حکومت لخوا د خپلو غیر مسلمانو اتباعو څخه د جزیې اخیستل جایز دی (۳۲) .

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د اسلام د دین اطاعت او پیروی آسانه ده که ګرانه ؟
ځواب : د اسلام د دین منل او اطاعت باالکل اسانه او بې تکلیفه دی (۳۳) .

پوښتنه : آیا تا د دعوت او تبلیغ حُکم هم کړی دی ؟
ځواب : هو ، ما په هره ممکنه وسیله سره د دعوت او تبلیغ امر کړی دی تر څو ښېګڼه او نیکي خپره سی او بدي ورکه سی (۳۴) .

پوښتنه : آیا د اسلام څخه پرته بل دین هم د الله په نزد ښه او د قبول وړ دی ؟
ځواب : یا قطعأ نه ، د الله د خوښي وړ او غوره دین صرف همدا اسلام دی(۳۵) ، د دې څخه پرته بل هر دین د الله ناخوښه دی (۳۶) .

(۱) : النسأ : ۹ . (۲) : الانعام : ۸۵ . (۳) : المایًده : ۳۳ ، ۶۴ ؛ النور : ۵۵ ؛ القصص : ۸۳ . (۴) : المایًده : ۲ . (۵) : الاسرأ : ۲۴ ؛ النحل : ۹۱ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۶) : النحل : ۹۴ . (۷) : الاعراف : ۵۶ ؛ القصص : ۸۳ ؛ المایًده : ۶۴ . (۸) : الانفال : ۶۱ ؛ الاعراف : ۵۶ . (۹) : الممتحنه : ۸ . (۱۰) : المایًده : ۸۵ . (۱۱) : الحجرات : ۱۳ ؛ البقره : ۲ ـ ۳ . (۱۲) : البقره : ۲۴۷ . (۱۳) : الحجرات : ۱۳ . (۱۴) : الحجرات : ۱۳ . (۱۵) : البقره : ۱۲۴ . (۱۶) : الاعراف : ۵۶ ؛ القصص : ۸۳ ؛ المایًده : ۶۴ . (۱۷) : الاسرأ : ۳۴ ؛ النحل : ۹۱ ؛ البقره : ۱۷۷ . (۱۸) : الانفال : ۶۱ ؛ الاعراف : ۵۶ . (۱۹) : النحل : ۹۴ . (۲۰) : الممتحنه : ۸ . (۲۱) : المایًده : ۸۵ . (۲۲) : المایًده : ۸۲ . (۲۳) : المایًده : ۸۲ . (۲۴) : الممتحنه : ۱ ؛ آل عمران : ۱۱۸ ـ ۱۱۹ . (۲۵) : النسأ : ۱۳۸ ـ ۱۳۹ ؛ المجادله : ۲۲ . (۲۶) : الممتحنه : ۸ ـ ۹ . (۲۷) : البقره : ۱۷۸ ، ۱۷۹ . (۲۸) : المایًده : ۳۸ . (۲۹) : البقره : ۴۱ ، ۸۵ ، ۲۰۶ ؛ النور : ۵۱ ؛ المایًده : ۴۹ ؛ محمد : ۳۳ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ . (۳۰) : النور : ۲ . (۳۱) : النور : ۴ ، ۵ . (۳۲) : التوبه : ۲۹ . (۳۳) : الحج : ۷۸ ؛ البقره : ۱۸۵ . (۳۴) : آل عمران : ۱۱۰ ، ۱۰۴ ، ۱۱۴ ؛ المایًده : ۷۸ ، ۷۹ ؛ التوبه : ۷۱ ، ۱۱۲ ؛ الحج : ۴۱ ؛ الاعراف : ۱۹۹ . (۳۵) : آل عمران : ۱۹ ؛ المایًده : ۳ ؛ الانعام : ۱۲۵ ؛ الزومر : ۲۲ . (۳۶) : آل عمران : ۸۵ .