کور / تازه خبرونه / دوه سوه امريکايي چارواکي د پاکستان څخه ويستل کيږي.

دوه سوه امريکايي چارواکي د پاکستان څخه ويستل کيږي.

اسلام اباد: آى اين پي خبري اژانس خبر ورکړى چې د پاکستان او امريکا تر مينځ اړيکو نور کړکيچ زيات کړى، پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف په جگړه کې دبيلابيلو کارونو تر سره کوونکو له دوه سوو زياتو امريکايي چارواکو ته له دېرشو تر څلوېښتو ورځو پورې د پاکستان د پرېښودو حکم کړى دى، په دې لړ کې د امريکا سفارت ته يو مکتوب لېږل شوى، د ستونزې د سختېدا په لړ کې د امريکا سفير خپلې رخصتيۍ رالنډې کړي او اسلام اباد ته يې د راتګ پرېکړه کړې، تېره ورځ يو شخصي تلويزيون په خپل خبر کې ويلي دي چې پاکستانيو چارواکو د ترهګرۍ خلاف په جنگ کې بيلابيلې دندې تر سره کوونکي دوه سوه امريکايي چارواکو ته حکم کړى دى چې د پاکستان څخه له دېرشو تر څلوېښتو ورځو پورې ووځي.