په پېښور کې د برېښنا د لوډشيډنگ پر خلاف لاريونونه وشول.

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | اگست 25th, 2011


پېښور : د پېښور په شاوخوا سيمو کې يو ځل بيا د برېښنا د چارواکو خلاف سخت لاريونونه وشول. په پشتخره، سربند او اچيني کې خلک سړکونو ته راووتل او د واپډا د چارواکو خلاف يې نعرې ووهلې. پوليسو هم کوښښ وکړ چې لاريون کوونکي خواره کړي. په پيشتخره کې درې گړۍ لاره بنده کړې وه. لاريون کوونکو د واپډا خلاف د محاکمې غوښتنه کوله.

Copyright Larawbar 2007-2024