کور / تازه خبرونه / په شمالي وزيرستان کې امريکا ته د څارگرۍ په تور يو افغان ووژل شو.

په شمالي وزيرستان کې امريکا ته د څارگرۍ په تور يو افغان ووژل شو.

شمالي وزيرستان : د اين اين آي خبري آژانس د خبر له مخې په شمالي وزيرستان کې د امريکا لپاره په پټه د څارگرۍ (جاسوسۍ) په تور يو افغان وژل شوى. په شمالي وزيرستان کې يو دولتي چارواکي رسنيو ته ويلي دي، چې چهارشنبې په سهار دشمالي وزيرستان مرکز د ميرانشاه ښار څخه پنځه کيلومتره لرې په دته خېلو کې د سړک په غاړه يو جسد ترلاسه کړى، چې په ډزو وژل شوى. د چارواکي په وينا وژل شوى کس د افغانستان وگړى دى، چې عمر يې له څلوېښتو کالو زيات دى. پر بدن او سر يې څو گولۍ لگيدلى دى . د افغان وگړي د ثبوت لپاره يې د جيب څخه کاغذونه ترلاسه شوي دي چې په کې د کابل بانک اى ټي ايم کارډ هم ترلاسه شوى دى. نوموړى کس د افغانستان څخه راتښتول شوى و او ورسره يو خط هم ترلاسه شوى دى، چې په کې ليکل شوي : څوک چې جاسوسي کوي دا به يې انجام وي.