کور / تازه خبرونه / د خېبرپښتونخوا په کوهستان کې د سيلابونو له لامله ٦٥کسان مړه شوي.

د خېبرپښتونخوا په کوهستان کې د سيلابونو له لامله ٦٥کسان مړه شوي.

شانگله : د خيبر پښتونخوا د کوهستان د کنديا سيمه کې د سخت ورښت له لامله د سيلابونه لړۍ راوتلې، چې په ترڅ کې يې ٦٥ کسان مړه شوي. تر دې دمه د ٣٥ کسانو جسدونه ترلاسه شوي او ٣٠ تري تم دي. د کوهستان يو چارواکي سيد امتياز حسين شاه رسنيو ته ويلي دي، چې د سيلاب له لامله ٦٥ کسان مړه دي. نوموړي وويل چې د سيمه ييزو خلکو او د پوليسو چارواکو په مرسته تر دې دمه ٣٥ جسدونه له اوبو راويستل شوي، چې په کې ماشومان، ښځې او سپين ږيري شامل دي او ٣٠ ورک دي، چې پلټنې يې روانې دي. د سيلاب له لامله په لسگونو کورونه هم ويجاړ او کرهڼې ته زيان رسيدلى دى.