کور / تازه خبرونه / په نوښار کې بمي چاودنه – ١٢ مړه او ٢٠ ټپيان.

په نوښار کې بمي چاودنه – ١٢ مړه او ٢٠ ټپيان.

نوښار : د خيبر پښتونخوا د نوښارد رسالپور څلور لاري کې يو هوټل ته څېرمه بمي چاودنه شوې، چې له لامله يې ١٢ کسان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په گدون ٢٠ ټپيان دي. په وژل شويو ټپيانو کې امنيتي چارواکي هم شامل دي. چاوديدونکي توکي د ماشومانو د لوبو په سامان کې کې ځاى په ځاى شوي او په سايکل تړل شوي وو. د چاودنې له لامله يو شمېر دوکانونه هم ويجاړ شوي دي او ټپيان نږدې روغتون ته رسول شوي دي. چاودنه د روژه ماتې په وخت په هوټل کې هغه مهال رامنځته شوه چې خلکو د روژه ماتي لپاره سودا کوله. امنيتي چارواکو ويلي دي چې په سيمه کې په عملياتو کې ١٩ شکمن کسان نيولي دي.