کور / تازه خبرونه / د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوى وتښتول شو.

د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوى وتښتول شو.

لاهور: د جيو د خبري کانال د خبر له مخې د پنجاب د پخواني والي سلمان تاثير زوى شهباز تاثير نامعلومه وسله والو تښتولى دى، د پوليسو په وينا شهباز تاثير د خپل دوست سره د ګلبرک څخه تېرېدلو چې په موټر کې څلورو نامعلومو وسله والو درولو، نوموړى يې په موټر کې وتښتولو او دوست يې په سرک پرېښى دى، پوليسو پلټنې پيل کړي دي.