دوه نيم زره کلن شعر

د لراوبر اداره | اگست 27th, 2011


لو ى داريوش د ايران د هخا منشي کورنۍ يو مشهور پاچا چې له ٤٨٦ ق م تر ٥٢٢ ق م پورې سلطنت کړى دى دده په امر دبغستان ( بيستون) پر غره يو ډير ليک کيندل شوى دى او په څلورم ستون او ٦٣/٤٤ بند کې داسې يوه اخلاقي حماسه ليکلې ده .
« داريوش پا چا وايي: اورمزدا او نورو بغاونو ( خدا يانو) ځکه زما مرست وکړه، چې نه اړيکه وم، نه دروهونکې وم، نه ځوروونکې وم، نه زه نه مې کورنۍ له رښتيا څخه واوښتو.


نه مريي،نه بيوزلي وځوراوه، چاچې زما د کورنۍ مرسته وکړه هغه مې نازاوه او چا چې زما دکورنۍ وراني وغوښته هغه مې وځوبلاوه.
دوکتور معين د تهران پوهنتون استاد وايي چې په دې اخلاقي حماسه کې به خاص ډول درې سريز شعر راغلى دى وايي:


Ni a rika a hum
Ni d rau ja na a hum
Ni zura ka a hum
دا درې مسرۍ داسې لوستل کيږي:
نې ارې که اهم
نې دروجنه اهم
نې زوره که اهم
ددې شعر هره مسرۍ شپږ شپږ هجاوې( سين) لري اوداسې دې لکه د پهلوي ژبې و ياتکار ، زريران کتب شپږ هجا مسري اوس به د غو مسريو ته ځير شو او بيلې بيلې هجاوې به يي سره ونښلوو وګوري داخو پښتو دى چې داسې ويل کيږي:
نه اړيکه وم،نه دروجنه وم، نه ځور کوم


NED سانسکريت ، NOIT اوستا NEپهلوي


ما خذ:
د پښتو ادبياتو تاريخ لومړى او دوم ټوک : ليکوال پوهاند حبيبي
کنجکاوي هاې علمي وادبي صفحه ٤٤طبع دوکتور معين، تهران
برهان قاطع، تهران
Old Persian page 129 Kent 1935 USA

Copyright Larawbar 2007-2024