کور / تازه خبرونه / د امريکا ختيځو څنډو ته قهرجن توپان ور روان دئ

د امريکا ختيځو څنډو ته قهرجن توپان ور روان دئ

د امريکا د ختيځو څنډو دوه نيم لکه اوسيدونکي دهغه قهرجن توپان د رارسيدلو مخکي د خپلو کورونو څخه تښتيدلي دی چي ويل کيږي نن د روژې پر اووه ويشتمه د افغانستان په وخت د روژه مات سره سم به ور ورسيږي .
ولسمشر بارک اوباما د توپان رارسيدو په سبب د رخصتۍ پوره کېدو مخکي تېره شپه بيرته خپل کور ته ستون سو او په امريکايانو ته يې خبردارئ ورکئ چي د توپان څخه د ځان ژغورولو په اړه تيار اوسي . د نيويارک والي هم پرون ماځيګر پر خلکو ږغ وکړ چي په شنه اسمان او غوړ لمر ونه غوليږي ، د هغه قهرجن توپان په مقابل کي امادګي ونيسي چي تر دې وروسته زموږ وخواته راروان دئ .
د ولسمشر او ايالتي مشرانو پرلپسو خبرداريو د توپان مخته پرتو سيمو خلک وارخطا کړي دي ، د نيويارک او واشنګټن ډي سي په يو شمېر پطرول پمپونو کي تېل او سوپرمارکيټونو کي د څښلو اوبه او نور خوراکي توکي خلاص سوي دي . زياتره خلک هڅه کوي چي د بيړني حالت پېښېدو پر مهال په کور کي خواړه او د تېښتي لپاره د موټر تېل ولري .
د نيويارک او واشنګټن هوايي ډګرونه هم نن غرمه سيمه ايز وخت ۱۲ بجې تړل کيږي او ټولي الوتني يې ځنډول سوي دي.
اړوندو ادارو ددې توپان د زيان کچه لسګونه مليارډه ډالره اټکل کړېده .