کور / علمي / پوهاند ډاکټر زيار : “له پارسۍ سره د پښتو د رغنده سيالۍ بهير”

پوهاند ډاکټر زيار : “له پارسۍ سره د پښتو د رغنده سيالۍ بهير”

دتخنيکي ستونزي له امله لراوبر ويبپاڼه ددې ليکني پاراګرافونه مراعتولای نه سي، زموږ معذرت ومنئ.





 


د نوې ژبپوهنې په رڼا کې له پارسۍ سره د پښتو د رغنده سيالۍ بهير په زړو ببولالو مه لتاړوئ!



د لمر په څېر څرګنده ده چې له کمونېستي انقلاب او اسلامي انقلابه ډېرۍ ګټه زموږ د لرغوني هېواد کورنيو او بهرنيو دښمنانو ترلاسه کړه. د هغې لومړنۍ خونړۍ پايله هم شمالي ټلواله شوه چې په رښتينه ماناد افغان او افغانستان او په ځانګړي ډول د بومي- ډېري ژبتوکميزو استوګنو((پښتنو)) پروړاندې د يوشمېر کيڼ ترينو او ښي ترينو لږه لږکيو رامنځته شوې ناسپېڅلې ټلواله ده. د ټلوالې په سرکې داسې پارسي ژبي ماوېستي- جهادي _ ستمي تاجيکي او هزاره ګي بېلتونپالې ډلې ټپلې ټيکاو لري چې د اوسني تش په نامه افغان حکومت او پارلمان دننه او دباندې له پوره سياسي او پوځي واک و ځواکه برخمن دي. ترشايې په پېنځګونو لويو وچو کې انديز(متفکر) ماغزه له الکترونيکي مغزو سره يوځای په ټول شور و زور يوه پرله غښتې افغاني ضد تبليغاتي جنګ جګړه((کارزار)) پر مخ وړي. د هېواد دننه هم يو ګڼ کسيز پلاوی لري چې له هغو څخه ((مخدوم رهين)) د فرهنګ وزارت تر دوو پېرو وروسته شمال پلوي هندستان ته د سفير په توګه واستول شو اود زرياب او پدرام په ګډون نور يې د اړوندو تنظيمي مشرانو اوياهم د کرزي د سلاکارانو په توګه کار کوي. هغوی پښتو- پښتانه او افغان- افغانستان نه مني، خرم خواره کی پرې د ((ملي ترمينالوجۍ)) قانون تطبيقول غواړي، هغه هم زياتره ناپښتو((محصل، ګالري…))! هغوی د اساسي قانون هماغه توکي مني چې د ملاتړي ايران له لارښوونو سره سمې سېکتاريستي او سېپراتېستي ګټې يې پکې نغښتې دي. حقوقي او جزايي هغه ورباندې چې داساسي قانون په سيوري کې رامنځته کېږي، دا اووه کاله چا تطبيق نه شو کړای چې لومړنۍ بېلګه يې د دوه درو وزيرانو د وژنې سکالو وه او وروستنۍ يې د دوستم جنايي هغه، د سلاکار پدرام ګواښ يې لاڅه کړې چې که څوک ورته ووايي، پرمخ دې څو سترګې دي، د شمال پر نهو ولايتو سربېره به د پنجشېر، دايکوندي او باميانو ولايتونه د کرزي له ولکې څخه وکاږي. په زړه ستمي نقشه کې يوازې شمالي هغه راتلل او رادېخوا له کابله تر اسلام کلا يې د مغولي همژبو په((هزارستان)) کې! ما د شورای نظار د خاوران تار نما د رادېو((پيام زنان)) له تورمه دا ور پر ډاګه کړه چې دري لکه تاجيکي د ايراني پارسۍ سکه لور ده، خو همستاسې ليکوالو په دغه نامه له 1343ل. راهيسې په وچ زور په اساسي قانون کې راننه اېستې ده. نو که اوس يې بيرته هماغه اَرو رښتينی لېنګويستيکي ((پارسي)) نوم راخپلوئ، نو دې لېنګويستيکي زباد ته به هم غاړه ږدئ چې دغه ژبه په سوېل لويديزه اَرياني ډله کې راځي، نه د هسې بې سروبوله ماويلو تاويلو له مخې په شمالختيزه((باختري)) کې! محی الدين مهدی نومی يې پر1957ز. د سره کوتل او پر1993ز. د رباطک رابرسېره شوي ډبر ليکونو او نورو دوه درې سوو خورو ورو لاسوندونو په اړه له هينينګه تر اوسني ژوندي سيمز ويليمز پورې د سترو اَريانپوهانو ساينتيفيکي شننې رااخلي چې د پښتو او پاميري(لکه يدغه او مونجي) او همدارنګه سوغدي، پارتي او خوارزمي ژبو تر منځ يې دريځ ورټاکلی دی، خو بيا ورباندې نيوکه کوي چې که پارسي يې له ليکلړه اېستلې، ((دري)) يې ولې له ابن نديمه تر استاد حبيبي پورې د دومره پوهانو د تاريخي روايتو برخلاف له پامه غورځولې ده؟ بېځايه پلمه او پر ځای پيغور د مرکې په ترځ کې مې دا هم ور پر ډاګه کړه چې د ايراني فرهنګيستانونو له خوايې له 70-80 کلو راهيسې تر لکونو رارغېدلي نوي ويي(نامواژه ها و دانشواژه ها) پخپله د ايرانيانو غوندې د وی هم کارولای شي، په دې شرط چې له امير شېرعليخانه تر اوسه د افغاني47 ژبتوکميزو ډلو تر منځ يو لړ ټولمنلي پوځي او اداري نومونې ورسره په ټکر کې رانه ولي. خو دوی پرې ګرد سره ځانونه ناګاروي او وايي ولې په دواړو ژبو نه اوسي. يونيم چې بل دليل ورپاتې نه شي، دا پلمه رامخته کوي چې ګوندې پولې برېدونه يې چا نه دي ور ټاکلي او بيايې داپلمه او پيغور چې د ښاغلي خرم په بېلګو کې خو له((پوهنتون)) پرته نه((محصل)) پښتو دی او نه ((ګالري))، ان تردې چې (( تون)) يې هم تر خرخشې لاندې راولي، حال داچې دا توکی، پر زړو ادبي متنو سربېره لا په اوسني ګړدود نيم کې هم شتون لري، په مېږه تون، چښتون او نورو تړنګوکې يې لاڅه کړې څه کړې! بلخوا ليدل کېږي چې پخپله ډېر پښتانه، نه يوازې په ورځنيو خپلمنځي خبرو اترو، بلکې د کره پښتو د يوې برخې په توګه په رسمي ويناوو کې ، له همدا يوه((پوهنتون)) پرته نور سوچه ملي ترمونه نه کاروي، لکه: روغتون، درملتون، زېږنتون، وړکتون… نه کاروي او د کمترۍ احساس له مخې د تربورانو هغو(شفاخانه،دواخانه، زايشګاه، کودکستان…)) ته ډېر ارزښت ورکوي. ورځنۍ وييپانګه نه په کورني چاپېريال کې کاروي او نه بهر: پخلنځی- اشپزخانه، کاليزه_ سالګره، لاسڅپوڼی- دستپاک-، مخڅپوڼی – رويپاک، ځانڅپوڼی- جانپاک، جېب څپوڼی- دستمال جيبي، پزڅپوڼی-دستمال بيني، څپلکې- چپلکې، څادري- چادري، څمڅۍ- چمچه،کټ- تخت خواب،کټپوښ- روجايي ارکاره- تخم پزي، شودې وريجې- شيربرنج، زومنه- شوروا، تاودی- شکنه يا پياوه، کوولي- ته ديګي، پوڅه- خام پنير، خيدک – پنير، سابه- سبزي، وريته- کباب…؛ توغندی- راکټ، لمبا- اَببازي، لمباځی- حوض اَببازي، الوتکه- طياره، چورلکه- طيارۀ چرخي، څرخي پول- پلِ چرخي، هوايي ډګر يا ميدان- ميدان هوايي، بهرنی وزير- وزيرِ خارجه، کورنی وزير- وزيرِ داخله، د ښوونې روزنې وزير- وزيرِ معارف…دارالامان ماڼۍ-قصرِدارالامان، ستوري ماڼۍ- قصرِ ستوری… . دلته خبره يوازې ژبنی سوچه والی نه، بلکې ور سره ورسره((فرهنګي)) سوچوالی تړلی دی، د بېلګې په توګه کله چې يو ښاري شوی پښتون بل ته بلنه ورکوي: ((نن زما د زوی سالګره ده))، مانا يې داچې دغه دود يې له دغه نامه سره له پارسيوانو هېوادوالو څخه راپور کړی دی، نه له اَر وسمهالي بشري تمدنه! دا دهماغه پښتانه ملا خبره شوه چې شاګرد ته يې پرله پسې ورغبرګوله: چې زه وايم((الپ))، ته مه وايه(( الپ))! په هره توګه د تربرو د پيغورونو پر وړاندې موږ ته همدا يوه لار پاتې ده چې که له ايرانه ورته د رالېږدېدونکو نويو رغاونو په برخه کې ورسره پوره سيالي و نه شو کړای، يوه د اوړو پزه هومره خو را برابره کړو. سردړې(سرلوحې)) چې تر پرونه د ملي ترمينالوجۍ يوه برخه وه او وار له مخه پارسي او په سرحدي پښتون مېشتو سيموکې اردو-انګرېزي شوې وې، همدومره غنيمت شو چې په دواړو ژبو ومنل شوې. هسې خو په ټوليز ډول پښتو ته د ملي ترمينالوجۍ رښته يا امتياز يوازې د تاريخي مخينې له مخې نه، بلکې راوروسته وروسته په تېره د شلمې پېړۍ له شلمو او بيا دېرشمو کلونو راهيسې د پارسۍ د بې کچې درباري اودوتري برلاسۍ پر وړاندې د يوه لږه کي((ملي هويت)) د خوندېينې يوه لږه کۍ سکينده(جبيره)، په بله وينا، يو ملي جوړجاړی(مصلحت) وو چې پرله پسې د پارسي ژبو او نورو ورونو ژبتوکميزو استازو له خوا پرې لاسليک شوې وو او نن سبا يې تر ټولو مخکې همدغه لاس پر لستوڼي تربوران سرغړاوي ته را دانګي! هغه مهال ارواښاد استاد الفت په دغه لړکې چې کله يې د پښتوټولنې د مشر په توګه د ښوونې روزنې وزارت په لارښوونه د سردړو څانګيزه ډله ګومارله،څه ناڅه داسې شاعرانه څرګندونه کړې وه: موږ په دې خوشاله يو چې د يوه وزارت يا مغازې سردړې دې پښتو وي، بې له دې چې دا سوچ وکړو، وردننه يې يو ټکی هم چېرې ويل کېږي يا ليکل کېږي؟ په هرډول، تر هغې چې په هېواد کې دا سياسي اړودوړ او ((لاس د بريچار)) روان وي او د پښتو او پښتنو د لرغونوالي او ډېروالي نټه نه منونکي اتنولېنګويستيکي لاسوندونه له خپل لږه کيوالي بلهاروي، دغه ټولې سياسي ډلې ټپلې د ملي نومونپوهنې په تړاو هېڅ راز علمي او قانوني دک و دليل اورېدو ته چمتو نه دي. خو باور دی چې دا کنګل ژمی به تېرشي او سکاره به همداسې تورمخې پاتې وي.د ابلواکي او تنظيمواکي پېر به، نن وي که سبا، د تېرو هغو غوندې هرو مرو را پرځي او د رښتينو چوپه خوله پرګنو له بيا واکمنېدو سره به د نورو ناپايو ناخوالو او ناورينونو په ترځ کې ملي ترمينالوجي بيرته خپل دوديز بهير ته له نويو نويو علمي- تخنيکي لارو رودو سره را ګډېږي! په دې توګه به مو ترهغې له تربرې ژبې سره د پښتو په رغنده ملي سيالۍکې د علمي- فرهنګي هغې د بنسټ په توګه پر ژبپوهنيزو هلوځلو راټولې وي، په دې وروسته ډول: 1- د نوې ساينتيفيکي ژبپوهنې په رڼاکې له درو نيمو لسيزو راهيسې د يوې- کره ليکنۍ پښتو را نښلولی بهير په لسيزه دوو کې تر هغه بريده ورسوو چې پارسي ورته د دوديزې ژبپوهنې په مټ په پېړۍ دوو کې ور رسېدلې ده؛ 2- وييپانګيزه(لغوي) پراختيا او پرمختيا چې تر رغاونيز- پښوييز(ساختاري-دستوري) يو والي وروسته د يوې– کره ليکلارې دويم رغنده ټوک بلل کېږي، د ګړويزونواو زړويزونو (ډايلکتېزمونو او ارکاييزمونو) ترڅنګه د نوې وييرغاونې(نيولوجېزم) چاره نوره هم پسې هراړخيزه او ګړندۍ کړو. داسې چې تر وسې وسې وسمهالې علمی، فرهنګي، تخنيکي او ان ورځني اړتياوړ وييونه او نومونې پرله پسې را ونغاړلای شي. د ساري په ډول د اوونۍ د ورځو نومونه(شنبه، يکشنبه، دوشنبه… يا د(( محصل،ګالرۍ، ارشيف …) پارسي انډولونه دانشجو، نګارستان، بايګان…) پر (پوهپال. انځورتون، خونديځ…) را واړوو. په پوځي برخه کې هم د ډېرو فرنګي، تورکي، عربي لپاره پر پښتو انډولونو چا يوسوچ هومره نه دی کړی او يو نيم چې له امير شېرعليخانه راپاتې وو، پخپله پښتانه هم نه کاروي، لکه ((ځاو!)) چې پر انګرېزي((مارش!)) يا((وړاندې مارش!)) يې اړولی يا ((بولۍ)) چې پرځای يې قومانده کاروي. تربرو خو(اور!) پر اَتش يا فير، (اوربند) پر اَتش بس، (تيارسئ) پر اَماده باش او داسې نور پر نورو ايراني انډولونو را اړولي، تورکي(اردو) او (قولِ اردو) پر (ارتش) او(لشکر) او نيم انګرېزي- نيم تورکي(قوماندان) پر(فرمانده). قاروانه، قشله، کاغوش، قرارګاه او داسې نور. زموږ له خوا رغېدلي انډولونه، لکه: بولندوی، بولندويي، بولنتون، لښکر… د هماغه خرم صاحب تر ږيرې لاندې باختر اژانس پارسي څانګه خپل هغه کاروي، خو پښتو څانګه خپل دا نه کاروي! په اداري برخه کې د تاسيساتو يا اورګانونو پرځای(( نهادونه)) او داسې يو لړ نور پارسي نومونې خو پښتانه چارواکي هم کاروي. د کړکۍ او وينډوز پارسي انډول(پنجره) ليکوالو هم راخپله کړې ده! د ايراني چارواکو په سر سر کې هېواد مشر احمدي نژاد پر اوسنيو پارسي نيوجېزمونو بسيا نه دی او فرمان صادروي: ((… دستګاهای اجرايی و مراکز فرهنګی بايد در ګفتار و نوشتار، به جای واژه های بيګانه از معادلهايی استفاده کنند که فرهنګستان زبان و ادب فارسي ساخته است…)). په دې لړ کې يې اړوند ليکوال بيا ((زبان سه پاره؟: فقدان انديشۀ واحد ميان پارسی ګويان…)) يا((کو اَن زبان فاخر؟ تهاجم واژه های بيګانه، چه به روز دری افغانستان اَورده است؟…)) غوندې نارې سورې وهي! ښاغلي وزير دې له بدې بترې ته سترګې پر لار وي. نن سبا يې ګوره چې په دې او هغې پلمه ښوونځی – د بستان، لېسه – دبيرستان، دارالمعلمين عالي يا پيداګوژي دانشسرای … کړي، لويه جرګه- مجلسِ کبير، ولسي جرګه- مجلس نماينده ګان(!)، مشرانو جرګه- مجلسِ خبره ګان …؛ لويه څارنوالي خو يې لا وار له مخه((دادستان)) کړی او ورپسې د عدليې انډول ((دادګسترۍ))، د ماليې هغه((دارايي))، د تجارت هغه((بازرګاني او … دی! 3- پر دوه ګونو(ګرامري يووالي او او لغوي پراخوالي) اَرونو سربېره د کره والي يا ليکلاريز (stylistical) اَر يا اړخ هم هېرول په کار نه دي.دا ترخه رښتيا هم بايد ومنو چې له دغه پلوه هم پښتو تر پارسۍ څخه ډېره وروسته پاتې ده. که يوڅو ګوتشمېر ليکوال، شاعران، رسنوال او پوهان په پام کې و نه نيسو، نور ټوليز قلموال پر هماغه دود اَرومعيار هم سم لاسبری نه لري. لنډون،کېښکلتيا يا کوټلتيا يې په هېڅ راز ليکنو کې نه ليدل کېږي، پاتې لا يو لږه کی ادبي نوښت، رنګارنګي، خوږلني او راکښون! پرځای يې هماغه يو ډوله، يو نواخته او کليشه يي ليکنې لوښه ګرځېدلې او لو ستونکي هم همداسې ورسره روږدي شوي. د بېلګې په توګه د هرخدای بښلي خبر و خواخوږي که ولسي يا ټبرنی مشر و مخور وي، که يو پوهيال او فرهنګيال په همدې يوه غونډله پيلېږي: (په ډېره خواشينۍ مو خبر اخېستی دی چې…)! ماچې د ارواښادې معصومې عصمتي يوه کره، کوټلې او ادبي ويرنه په ((ټول افغان)) کې خپره کړه، اغلې تلوسه خان ورباندې چليپا راکښله!!؟ همداراز ګوزارشونه،ژوند ليکونه، يونليکونه، کره کتنې، مخکتنې، سريزې، کيسې، سياسې شننې، علمي- څېړنيزې ليکنې په کليشه يي غونډلو پيل و پای مومي! داولې؟ داځکه چې ډېری پښتانه زده کړه وال، ليکوال، پوهيال…، نه يوازې پراَرومعيار ځان نه خبروي يا ناګاروي، بلکې د(ګړدودي) ګړنۍ او ليکنۍ پښتو يو لږه کی توپير هومره هم نه شي کولای. زموږ اوسنۍ کره ليکنۍ دا په هره توګه چې له امير کروړسوري تر اميرحمزه شينواري پر دوديزه((ليکنۍ- ادبي پښتو)) هم ځان نه خبروي! د دې پرځای چې د تربرې پارسۍ له معياري ليکني او ادبي سبکه يو څه زده کړي او ورسره سيالي وکړي، ګرامري سکښت يې پر پښتو راتپي، د((تا)) تر اغېز لاندې هر چېرې((څو، ترڅو)) ليکي او د ((از)) تر اغېز لاندې(( د کابل څخه ليدنه، ملاتړ، دفاع، ستاينه، يادونه…))! د همدغې رغنده سيالۍ په موخه زموږ د (( يوې پښتو_ کره پښتو)) غورځنګ ملګرو وپتېيله، تازه رامنځته کړې((افغان پښتو اکادېمي)) په نوي نامه((پښتو فرهنګيستان)) و نوموي. په دې توګه به، نه يوازې د هېواد او سيمې پر کچ د تاريخي تربورانو پر وړاندې دکمينۍ احساس پرځای د ښاڅ و غرور ولوله راژوندۍ کړو، بلکې د خپلو لنډ اندو سيمه پالو او ټبر پالو پښتنو هغه((ما ويلي- تا ويلي)) هم شنډ او بې ارزښته کړو چې زموږ ساينتېفيکې ژبپوهنيزې هاندو هڅې يوسري او خپلسري بولي او جنګ جګړې ته مو زړې ارواوې را سوبوي! د الکترو- انفارما تيکي رسنيو په لړ کې ((بېنوا)) هغه خو له څه ناڅه يوه کال راهيسې په دغه ناسپېڅلې پښتو ضد جنګ جګړه کې ګرد سره پر يوه مورچل اوښتې. چلوونکي يې د هماغو تش په نامه ليکوالو ليکنې ور پر ليکه کوي چې د نوې ژبپوهنې يوه ابېڅې هومره يې نه زده او يوازې يوازې يې د ارواښاد استاد حبيبي دوديزې څېړنې، په تېره د پښتو ادبياتو لومړی ټوک ځانته لارښود ګرځولی او ټکي پر ټکي يې راکاپي کوي. ((برماڼو)) يې د ((اريک)) ژبې پرافسانه له مسکو او المانه نيولې تر نيويارکه بيا بيا شخوند وهي او (( هارون خپل)) يې په رڼاکې د پښتو ژبې نننۍ مسألې او په ځانګړي ډول(( معياري پښتو)) رامخته کوي، بې له دې چې له ځانه وپوښتي، چېرې يې د(( ژبپوهنې)) يو نوم هومره هم اورېدلی دی. ژبنۍ ربړې(مسألې) د هغه استاد ((د نظريو په رڼاکې)) څېړل او هوارول کټ مټ دا مثال لري چې څوک را ولاړ شي او نننۍ فيزيکي ربړې يې د نظريو په رڼاکې تر ځيرنې او شننې لاندې و نيسي. اياٌ دا به د هېواد او سيمې پر کچ د استاد ګټلي علمي – فرهنګي نوم و نښان د لوړاوي او درناوي په ګټه وي؟ د زړې او نوې ژبپوهنې تر منځ همدومره واټن پروت دی، لکه د لرغوني يوناني او اوسني طب تر منځ. د داسې پېښاووانو لنډ اندي او تنګ ليدي په دې کې ده چې زړه متنپوهنه او نوې سانتيفيکه ژبپوهنه سره توپيرولای نه شي او پر هغو ګردو اَرونو او موازينو يې ځانونه ناګاروي چې دا پېنځه دېرش کاله د غورځنګ له خوا وخت پر وخت خپاره شوي او تازه بېلګه يې ((پښتو ليکلارښود)) او بيا يې په سر سر کې هغه چلندلار(( پروسيجر)) دی چې د هماغه علامه استاد په مشرۍ پر 1355ل. کال د اړوندې غونډې ګردو ګډونوالو لاسليک کړی دی. ښاغلی ((خپل))سوچ کوي چې ژبپوهنه هم د تاريخ ليکنې، تذکره ليکنې، متن څېړنې، اخځ ليکنې (بېليوګرافۍ)، ژورنالېزم … غوندې يو اماتوري کار دی او په دې توګه به يې د قلم را اخېسې توره د نورو، په تېره د ډاکتر پالوال تر هغې چې څه ناڅه د نوې ژبپوهنې داوه ګير هم دی، ښه ترا غوڅه وکړای شي! نه يوازې د نوي څېړندود(مېتادولوجۍ)، بلکې د زړې دوديزې هغې له مخې د يوه تېز پر وړاندې يو انتي تېز او ورپسې سېنتېز هله رښتياينه موندلای شي چې هغه په غوڅه توګه ناسم زباد کاندې. حال داچې دغه ښاغلي هغه تېز تش تر کتنې هم نه تېروي او د مخينيو اشرارو او د ځايناستو طالبانو د توغنديو غوندې هسې هوايي غونډاري راولي!!؟ وړاندې د يو موټي پرمختللې افغان ولس او يوې- کره ليکنۍ پښتو د رښتياينې پر لور!