کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مبارکي! څنګه يې ووایم؟ چاته يې ووایم؟

مبارکي! څنګه يې ووایم؟ چاته يې ووایم؟

یوه پوره ورځ مي فکرکاوه چي داخترپه باب ،داختر دفضیلت په باب،داختر دخوښیو په باب داختردکالو،بوټو،لنګیو، پټوانو،خولیو،نکرځو،خالونو،مُچڼو،ورجو،غوښو،نقلو،پتاسو،جله بیو،وچي اوتازه میوپه باب.هګیو،میلو،سازونو،زانګوواوټالونو په باب داختر دسهار دکاسوپه باب،دهغوډلوډلوځواناو،وړواوزړو،پیغلو،ښځو اوسپین سرو اوتورسرو،روغبړونه،لاسونه مچیدل،پرسر مچول،ددوستانوکوروتلل اونورو په باب یوڅه ولیکم اوبیا دوستانو،خپلوانو او آشنایا نوته ددي نیکمرغه ورځي مباره کي ووایم؟


هرڅه چي مي کوښښ وکئ چي لمړي په خپلوانو،بیا کلیوالو،آشنایانو کي يې اول چاته ووایم،داسي څوک مي  پیدانکړل ،چي زه په جرأت سره ورته وکولاي سم ووایم چي داختردي مبارک شه ځکه دټولو دحاله خبر یم،څوک پیداکولاي نسم چي فاتحه دي ونه لري،څوک پیداکولاي نسم چي ورور،پلار،اکا اویا ماما دي يې په شفخانه کي بستر نه وي،څوک مي پیدانکړ چي دکورنۍ یوغړي دي يې  دیوه لوري سره بندي نه وي یاورک،مسافراوګډوال نه وي.دکابل،کندهار،جلا آباد ،خواجه بهاوالدین  او نورو ډيرو پنډغالو کي پراته افغانان خوټول افغانان په خپلو خداي وکړوسترګو ګوري.


زه په کمه ژبه،کمو سترګواوکم فکر اودڅه لپاره چاه ته داختر مبارکي ورکړم. له دي بیریږم که یوځل یوه دوست ،آشنا او وطندار راته وویل چي دکوم اخترمباره رکوې؟دچا دي د اخترمبارک شي؟ چیري وو اختر؟موږ ته ټولې ورځي  هغه یو ډول په غم لړلې ورځي دي .څه مو نوي نه سول ،په خوړوکي موتغیر نسته ،دټکرانو جوړه  کوډله مو هغه ده ، خټي ،خاوري اووینې په هغه شان دوړیږي ، که ورته ووایم چي دروژې دختم په خاطر مي دا مبارکي درکړل هغه به وايې زموږخو  دخوړو څخه ټول عمر روژده،دخوړو څخه څه چي دژوند اوانسانیته دغو(حاکمو) غلو،جګړه مارو،رشوت خورو ،تروریستو،اواوباشو بې برخي کړی یو.زموږ روژه ختم نه ده،سړي چي اولادونه يې وږي وي ،خپلې هدیري ته تلاي نسي ،خپل کلي ته تلاي نسي نودابه کوم اختر وي؟


هودابه دهغو اختر وي چي دولسونو په وینوجوړي بنګلې لري،څلور مندي اوپلاريې څلور ماندینې لري. ورسه هغو ته دي داختر مباره کي ووایه،دځان سره مي دي سوال ته جواب نه لاره .نوزه هم پښیمان سوم چا ته مي داختر مباره کي ونه ویل. ولې به ددواړو ظالمو له خدایه منکروڅخه داختر په ورځوکي داوربند خواست کوو، آیا ددي لپاره چي دوی استراحت وکړي اومیلې!؟


یا داکار نه کوم ،پدي هم داکار نه کوم چي دوی پیژنم  اوکه داکارکوم نو معنی به يې داوي چي دوي مي نه دي پیژندلې.پریږدئ زموږدوینو تیږي زموږپه وینو اوبه سې ، چي مړه موکړي،موږله دي ژونده په مرګ راضې یو،کوم عزت،کوم حیثیت،کمه آبرو دوي موږته راپرې ایښې ده چي پاته سواختر.
په ډیر معذرت دوستانو چي ممکن ستاسي دهیلې خلاف ورزي به مي کړې وي.