کور / تازه خبرونه / پېښور : نن د کوچني اختر د میاشتي د لیدلو غونډه کیږي

پېښور : نن د کوچني اختر د میاشتي د لیدلو غونډه کیږي

پېښور: نن له ماښام وروسته د پېښور په تاريخي جومات قاسم علي خان کې د نوموړي جومات د مشر مولانا شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ د داختر دمياشتې د ليدلو دپاره ځانګړې غونډه کيږي چې د شاوخوا سيمو څخه د مياشتې د ليدلو د شاهدۍ په صورت کې به د کوچني اختر اعلان کيږي، د بلې خوا د پاکستان د مياشتې د ليدلو د مرکزي او دولتي کميټۍ مشر مفتي منيب الرحمان اعلان کړى چې داختر د مياشتې د ليدلو دپاره به غونډه سبا د کراچۍ د موسمياتو په دفتر کې کيږي، نوموړي په ټولو ضلعي کميټو غږ کړى چې د مياشتې د ليدلو شاهدي دې د مرکزي کميټۍ سره ګډه کړي، د قاسم علي خان جومات د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د پاکستان د مرکزي کميټۍ څخه يوه ورځ وړاندې د روژې د مياشتې د ليدلو اعلان کړى او نن يې نهه ويشتمه روژه برابره ده، په همدې اساس نن د مياشتې د ليدلو دپاره غونډه کوي، او د خيبر پښتونخوا د خواوشا سيمو د ديني علماوو او ولسي مشرانو څخه غوښتنه کړې ده چې د مياشتې د ليدلو په صورت کې شاهدي ورکړي، په خيبر پښتونخوا ميشت افغان کډوال هم د قاسم علي خان د جومات د مشر مفتي شهاب الدين پوپلزي د اعلان له مخې روژه نيولې، دا په داسې حال کې ده چې دغه اعلان دسعودي عربستان د سترې محکمې د اعلان سره سمون خوري چې په افغانستان او په خيبر پښتونخوا کې ميشت افغان کډوال د سعودي عربستان د سترې محکمې له مخې روژه او اختر کوي.