کور / شعر / غزل

غزل


که د اخترخاطرودې د مجنون غوندې رسوا کړمه
که د محبت په رنجو سترګو دې پوره اګاه کړمه
که شرنګهار ددې د بنګړو له خوبه را بيدار کړمه
په اختر کې با ستا دمينې او که داختر اظهار کړمه
که د پسرلي ګلونه سره دې ستا د نکريزو په شان
ستا سرو لاسو ته به زه څيرې خپل ګريوان کړ مه
که د اختر خواله مې جوړ ستا په ګرموپاکو هيلو شو
سر به هم ستا  له موسکا ډکې خولې نه قربان کړمه
که مې زړګي کې کله  تورې لړې را خوري شي
په اختر کې يي به تا سره بدلې په ښايسته باران کړمه
ستا دا خترپه خيالونواو پاکو هيلو دروند کاروان کې
دغه رنځونه به بيا په بيړه بې طبيبه  در مان کړمه
چې  تا  جوړې خپلې جامې کړې په هوسونو کې
زه به همدارنګه  خوښې  او خوشالي بيا بيا او بيا کړمه


اختر مو نيکمرغه!

تبصره نسته

  1. ملامحمدعمر: طالبان د قدرت انحصار نه غواړي (پيغام)

    د طالبانو مشر ملامحمدعمر د کوچني اختر د راتګ په مناسبت يو اوږد پيغام خپور کړئ، چي له پخوانيو وختونو خلاف يې د افغانستان د روان او راتلونکي حالت، بهرنيو پوځيانو، د بن کنفرانس، مذاکراتو، راتلونکي حکومت او ځينو نوو مسايلو ته اشاره پکښي کړې ده.

    د طالبانو مشر ملا محمدعمر اخند د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ اوسني روان حالت ته داسي اشاره کړې ده: ((د اسلام او افغانستان دښمنانو سږکال د مجاهدينو د ماتي او خپل شوم هدف ته د رسېدو يو پرېکنده پړاو ګڼلى وو، خو د دوى پلانونه له اټکل خلاف ثابت سول او د تېر کال په نسبت د سر او مال ډېر زيانونه ور ورسېدل)).

    ملامحمدعمر په خپل پيغام کي ويلي چي د هيواد ګوټ ګوټ ته د دوى د فعاليتونو رسېدل د دوى د برياليتوب او د بهرنيو پوځيانو د وتلو د لړۍ شروع د هغوى د ماتي معنى لري، خو زياتوي چي د امريکايي ځواکونو د محدود شمېر پوځيانو ايستل د افغانستان د ستونزي حل نسي کېداى.

    نوموړي د امريکا د دايمي پوځي اډو په باب ويلي چي افغانان د بهرنيانو لږ او ډېر پوځي موجوديت ته د اشغال په سترګه ګوري، او په عيني وخت کي يې د هيواد پر علمي، سياسي او مخورو شخصيتونو ږغ کړى، چي په دې باب له طالبانو سره مشترک ملي موقف خپل کړي.

    په پيغام کي راغلي چي دوى يو داسي اسلامي نظام غواړي چي د هيواد د ټولو اوسېدونکو دپاره د باور وړ وي، ټولي پرګنې ځاى پکښي ولري، کار اهل کار ته وسپارل سي، د نړۍ او سيمي له هيوادونو سره د متقابل احترام او ملي او اسلامي ګټو پر بنسټ اړيکي ولري.

    د طالبانو د مشر په دې پيغام کي په لومړي ځل د افغانستان اقتصادي پياوړتيا ته اشاره سوې ده.
    نوموړي ويلي چي افغانستان د زارعت لپاره پراخي مځکي، غني معادن او د انرژۍ پراخ منابع لري، چي که د سولي په حالت کي په دې برخه کي پانګونه وسي، افغانان کولاى سي د فقر، بېکارۍ، اقتصادي او اجتماعي ستونزو څخه ځان په خلاص کړي.

    ملامحمدعمر ويلي چي طالبانو هيڅکله د قدرت په موضوع کي له انحصار څخه کار نه دئ اخيستى، افغانستان د ټولو افغانانو کور دئ او هر افغان يې په ساتلو او سمبالولو کي د مسئوليت د ادايني حق لري. همدا راز زياتوي چي راتلونکي بدلونونه بايد د مجاهدينو د راتګ په څېر نه وي چي د هيواد ټولي دولتي ادارې تخريب او چور سوې.
    ملامحمدعمر ويلي چي د دوى د برياليتوب په صورت کي به د ټولو ملي شمتنيو، دولتي ادارو، او په خصوصي سکتور کي د رامنځته سويو پرمختګونو ساتنه وسي او ملي تجاران به د هيواد خدمت ته نور هم وهڅول سي.

    په پيغام کي په لومړي ځل منل سوې چي طالبانو د بنديانو د تبادلې په باب ځيني تماسونه ټينګ کړي دي، خو وايي دا د اوسنۍ لانجې په باب هر اړخيز مذاکرات نسي بلل کېداى، اما دا يې نه دي ويلي چي دغه تماسونه له افغان حکومت او که بهرنيانو سره نيول سوي دي.

    د ملامحمدعمر په دې پيغام کي د بن راتلونکي کنفرانس ته هم اشاره سوې چي وايي د پخوانيو په څېر به دا هم بې نتيجې وي، ځکه چي د هيواد او ولس رښتيني استازي به برخه پکښي ونلري، او څه چي د سپيني ماڼۍ او پنټاګان خوښه وي هغه به ترسره سي.

    د طالبانو مشر پر بهرنيو هيوادونو ږغ کړى چي له افغانستان څخه پوځيان وباسي او په دې صورت کي دوى حاضر دي، چي د يوه سوله خوښي او ذمه وار نظام په حيث د نړۍ له ټولو هيوادونو سره مثبتي اړيکي وساتي. همدا راز د افغان حکومت پر مامورينو ږغ سوى چي د ده په وينا د يرغلګرو له ملاتړه لاس واخلي او له طالبانو سره اوږه پر اوږه ودرېږي.

    ملامحمدعمر په خپل پيغام کي له طالبانو غوښتي چي په خپلو چارو کي غفلت ونکړي، د خپلو اميرانو اطاعت وکړي، له ولس سره ښه چلند وکړي، د خلګو د نيکو مشورو او نظرياتو پوره خيال دي وساتي.نوموړي له طالبانو غوښتي چي تر هغو د مشرانو له خوا امر نه وي ورته سوى له ځانه دي پر خلګو امرونه او بنديزونه نه تحميلوي.
    همدا راز ويل سوي په دوى پوري مربوط هيڅ يو څوک اجازه نلري چي له چا څخه د توپک په زور پيسې واخلي او که بل څوک دغه کار کوي، طالبان مکلف دي چي مخنيوى يې وکړي.

    د اعلاميې په پاى کي د هيواد د پوهنتونونو پر استادانو، محصلينو او روڼ اندو باندي ږغ سوى چي د هيواد ښه راتلونکى په خپلواکۍ پوري تړلى دئ، بادار هيڅکله د غلام خير نه غواړي، او همېشمه غلام د يوې حربې يا وسيلې په توګه استعمالوي.
    نوموړي ويلي چي بهرنيانو په دې لس کاله کي نه د اوبو او نه هم انرژۍ په برخه کي يوه داسي پروژه عملي کړې چي د هيواد اقتصاد پر پښو ورسره ودرېږي، بلکي برعکس يې د افغانانو ترمنځ قومي او سمتي توپيرونو رامنځته کولو ته زور ورکړى او ځوانان ژبنيو او سمتي جګړو ته هڅوي.

    ملامحمدعمر د خپل اوږده پيغام په پاى کي د افغانستان او نړۍ پر ولسونو ږغ کړى چي په مال، ژبه او قلم د دوى د مبارزې ملاتړ وکړي

  2. ډېر د خوښۍ او مسرت ځاى دئ، چي د نېکمرغه کوچني اختر په دې خوشاله شېبو کي د خپلو ګرانو افغانانو او خصوصاً کندهاريانو پراخ ګډون او هر اړخيزه برخه اخيستنه وينو.
    د روژې مبارکه مياشت لکه چي ټولو ته اوڅاره ده، ډېره د فضيلوتونو او برکتونو څخه ډکه مياشت ده، په دغه مياشت کي بنده تر بل هر وخت خپلو اعمالو او طاعتونو او عبادتونو ته متوجه کېږي، د نېکۍ پر خوا ئې تر بل هر وخت ميلان زياتېږي او د لوى خداى (ج) له لوري د رحمتونو دروازې پرانيستل کېږي، مګر موږ بيا هم تېره مياشت په کندهار ښار کي د ځينو وژنو او مرګونو شاهدان پاته سوي يو، چي ډېري مېندي او خويندي ئې کونډي او رنډي کښېنولي دي. په هر صورت زموږ هيله ده، چي د روژې د مياشتي په خاطر او د نېکمرغه کوچني اختر د برکت په توسن په کندهار ولايت کي ټول ولسونه او قومونه په يوه خوله او ژبه سره د کندهار د سوکالۍ او آبادۍ لپاره لاس په کار سي.
    هغه مرور وروڼه، چي د مختلفو ملحوظاتو او مشکلاتو پر اساس له دولت څخه ناراض دي، هيله مو ده، چي د خبرو او مذاکراتو له لاري د سولي له بهير سره يو ځاى سي.
    د کندهار ولايتي شورا مشرتابه يو وار بيا ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د کندهار متدين او منور ولس ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت مبارکي وايي او د ډېر ښه ژوند دعا ئې کوي.

    په درنښت
    د کندهار ولايتي شورا مشرتابه

  3. گرانو هیوادوالو، خږودوستا نو!
    و ټول افغان ملت ته د زړه له کومي د اختر تبريکي په داسي وخت کي وړاندي کوم۔ چي زموږ ګران هيواد له ډيره شخړو، جګړو او فسادونو د تورتمه مخ په وتو سو۔ آزاد پارليمان لري، تعليم و تربيه،نظامي اردو،قضيه، او د پرمختګ ټولي لاري چاري مخ په وړاندي رواني دي۔ هم دا دعا کوم چي آزاد او جمهوري افغانستان دي هميشه سمسو او آباد وي۔
    ليکوال او آزاد خبريال مالک اڅکزئي
    جنوبي پښتونخوا کوټه

  4. د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئېس جلالتمآب حامد کرزي په نامه د کندهار والي پيغام

    د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئېس جلالتمآب حامد کرزى!
    زما د زړه له کومي ګرم احساسات او نېکي هيلي ومنئ.

    ډېر خوشاله يم او د ډېري خوښۍ احساس کوم، چي د نېکمرغه کوچني اختر، چي واقعاً د برکتونو او فضيلتونو څخه ډکه مياشت ئې تر شا پرې ايښې ده، په مناسبت د ځان، د کندهار ولايت د متدينو او ويښو پرګنو او ولسونو، قومي او ولسي متنفذينو، روحانيونو، روشنفکرانو، علماوو، پوهانو ملکي او نظامي مسئولينو او منسوبينو په استازيتوب ستاسي جلالتمآب لوړ او عالي مقام، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې مشرانو او غړو، ستاسي د کابينې ټولو پياوړو اعضاوو، قاضي القضات، لوى څارنوال، او ستاسي تر څنګ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ټولو ملکي او پوځي لوړو چارواکو، کاروکوونکو او ملګرو ته د دغه نېکمرغه اختر په توسن د خوشالۍ او نېکمرغۍ مراتب وړاندي کوم. او ستاسي درانه او پياوړي مشر او رهبر تر باتدبيره مشرتابه لاندي د هېواد په هر کونج کي د سولي، آرامۍ او سوکالۍ هيله او تمنا لرم.

    ستر پروردګار دي د نېکمرغه کوچني اختر دغه مبارکي او مقدسي ورځي او شپې په ټول افغان ولس پوري د خير او عافيت ورځي وګرځوي، په هېواد کي دي هر لور ته د علم، پوهي او شعور ځلانده روڼا خپره وي او په وطن کي دي هر اړخيزه سوله او وروري په څپو – څپو وي.

    په درنښت
    پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا
    کندهار والي

  5. د کمکي اختر په مناسبت

    د حزب اسلامی د امیر ښاغلي حکمتيار پيغام:

    بسم الله الرحمن الرحیم

    Iwr&… ¨bÎ) uŽóÇnS «!$# Ò=ƒÌs% ÇËÊÍÈ البقره: ‏214

    گرانو هېوادوالو!

    د ايمان او عزت د سنگرونو مدافعينو!

    وروڼو خوېندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

    د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو روژې، لمونځونه، طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او ستاسو هيلي ترسره كړي او راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او إن شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرايض لرم:

    الحمد لله د روژې مياشت له ډېرو بركتونو سره توأم وه، د سترو سترو برياوو او فتوحاتو زېري ئې له ځان سره درلودل، د ميدان وردگ د تنگي تاريخي پېښه هم په دغي مباركي مياشت كي رامنځته شوه چي په ترڅ كي ئې د چينوك هيليكوپټري په رانسكورېدو سره دوه دېرش امريكايي كوماندو او د دوى اته ناافغان مزدور جنگيالي ووژل شول، سپينه ماڼۍ پرې ولړزېده، پنټاگون دې ته اړ شو چي د وراوښتي شرم او سپكاوي د جبران لپاره ستر دروغ ووايي او ادعاء وكړي چي د هليكوپټري نسكوروونكى مجاهد ئې وژلى!! خو هغه هم دF-16 په وسيله!! او دا هغه ښكرور درواغ دي چي د نظامي چارو يوه عادي زده كوونكي ته هم پرې خندا ورځي، په F-16 كه د دوى پيلوټ په پوخ سړك روان زوړ روسي ټانك هم وويشتى شي كمال به ئې كړى وي!! عجيبه به وي كه د امريكا ولس په داسي خندوونكو خبرو دوكه شي!! او امريكائي چارواكي داسي خوشې او بېهوده ادعاء ومني!! د دښمن د اعتراف له مخي په دې مياشت كي د مجاهدينو پرله پسې بريدونه او د اشغالگرانو تلفات دومره زيات وو چي د اشغال په لس كلن تېر تاريخ كي سابقه نه لري. د ميدان وردگ د زړه ورو مجاهدينو په مباركو لاسونو د دې چورلكي د نسكورېدو پېښي له يوې خوا دښمن ته وښوده چي هر څومره زيات پاته شئ همدومره به ستاسو تلفات زياتېږي، په هيڅ توگه نشئ كولى د مقاومت د ورځ په ورځ ځواكمنېدو او پراخېدو مخه ونيسئ او له بلي خوا ئې مجاهدينو ته دا درس وركړ چي دې ته ورته عملياتو ته پام واړوي، بايد متوجه وي چي په كمين كي ناست يو زړه ور او هوښيار مجاهد په خپلي پيكا او راكټ سره كولى شي دې ته ورته نه هېرېدونكې حماسې جوړي كړي. د دې پېښي او دې ته ورته عملياتو اغېز دومره ژور او پراخ دئ چي نه يوازي اشغالگران به زموږ له هېواده ژر تر ژره وتلو ته اړباسي بلكي هغه مترصد نږدې او لري يرغلگران به هم بياكتني ته اړباسي چي غواړي د شوروي اتحاد او امريكا ترخې او ناكامي تجربې تكرار كړي.

    بايد ډاډه وئ چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانږدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، د خپلو ولسونو تر جدي فشار لاندي دي او له افغانستانه د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، دې اوږده جنگ امريكا او اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، د بريتانيا وروستي پاڅونونه د همدې جگړي پايلي دي، دا پاڅونونه ښيي چي د عربي ديكتاتورانو په ضد راغلى بهار غرب ته د غزېدو په حال كي دئ. له بلي خوا د مقاومت لمنه ټول هېواد ته خوره شوې، پر دښمن د مجاهدينو بريدونه پراخ شوي، ملت ورسره د يو ځاى كېدو په حال كي دئ، ځيني د دښمن پر قطارونو مسلسل او پر له پسې مرگوني بريدونه كوي، ځيني د قهرجنو مظاهرو او د اشغالگرانو د بيرغونو په سوزولو سره له دوى خپله كركه څرگندوي او غوښتنه كوي چي بهرني ځواكونه دي ژر تر ژره زموږ له هېواده ووځي او افغانان دي پرېږدي چي خپل برخليك په خپله وټاكي. حالت همغسي دئ لكه د روسي فوځونو له وتلو څو مياشتي مخكي حالت.

    دښمن لالهانده دئ، د زخمي مار په څېر هري خوا خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. زموږ مؤمن او هوښيار ولس بايد دې ته متوجه وي چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس.

    إن شاء الله اشغالگران به وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د دوى ذليلو ملگرو ته وايو: توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ، له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ، د اشاغلگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه روسانو چي كمونيستان پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، افغان ولس به دا ځل هغه غلطي نه تكراروي چي كمونيستانو ته د عفوي په اعلان سره ئې وكړه، دا ځل به له وطن پلورونكو سره داسي څه كوي چي د راتلونكو نسلونو لپاره د عبرت باعث شي.

    هغو افغانانو ته چي د مزدور رژيم پر دولتي او خصوصي بانكونو ئې اعتماد كړى وايو: له بانكونو خپلي پيسې او نور امانتونه وباسئ، دا بانكونه د دولت د نورو ادارو په څېر د غلو، جنايتكارانو او ملي خائنانو په لاس كي دي، مسئولين به ئې د اشغالگرانو له وتلو وړاندي له هېواده تښتي.

    د روغي جوړي په نامه د دښمن او د هغوى د دلالانو چيغو ته مه طمعه ساتئ او مه دا د حل لار گڼئ، د حل يوازنۍ لار د جهاد ادامه او تر هغه خپله وسله پر زمكه نه اېښودل دي چي ټول بهرني ځواكونه په بشپړه توگه له افغانستانه ووځي. د دښمن له لوري ټاكل شوې ادارې او استخدام شوې څېرې چي د صلحي په نامه كومي چيغي وهي دا هسي د خپلي كميشن زياتولو چيغي دي، نه دښمن صلح غواړي او نه د دوى جنگ غوښتونكي لاس پوڅي. دوى د مجاهدينو په ليكو كي د داسي كسانو په لټه كي دي چي د دوى په څېر د څو ډالرو په بدل كي د خپل هېواد پلورلو او د ايمان او عزت سودا ته چمتو وي، داسي كسان چي د روژې په مازديگر كي د خنزير په غوښي خپله روژه ماتوي، خو يوازي ډېر احمق انسان به نن، له لسو كلونو وروسته او په داسي حال كي د مال او عزت په طمعه دښمن ته تسليمېږي چي هغه په خپله د تېښتي عزتمنه لار لټوي!! د صلح كاذب مدعيان د هغه منډيي دلالان دي چي ايمان او عزت په كي پلورل كېږي، چيغي ئې د خپل كميشن لپاره دي، قرآن لا له وړاندي موږ ته راښودلي او راته ويلي ئې دي: دا مصلحين نه بلكي بې شعوره مفسدين دي: أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَ لَكِن لا يَشعُرُونَ، دا همغه دي چي امريكايانو ته ئې پر افغانستان د بريد بلنه وركړې، تر دې وړاندي ئې له روسانو او ايران غوښتي وو چي مزار، تخار او هرات ونيسي او دوى ته ئې وسپاري، د مخكنيو جگړو لوى عاملين ول، دا اوس د دوى تور مخي ملگري په ټوله بې شرمۍ د صلح مخالفت كوي او د اشغالگرانو پر مزيد پاته كېدو ټينگار كوي، د امريكايانو اكثر افغاني مزدور جنگيالي د دوى ملگري دي!! د كابل د امريكايي حكومت اكثر مهمي ادارې په ځانگړې توگه پوليس، اردو او ملي امنيت د دوى په واك كي دي، دوى عملاً د امريكايانو تر قومندې لاندي له افغان ولس سره جنگېږي… له داسي څېرو به څنگه د صلح په اړه د څه كولو طمع كوئ؟!! دا ښيي چي دښمن صلح نه بلكي د جنگ دوام غواړي.

    وموليدل چي په انتخاباتو كي له هرو شپږو افغانانو يوازي يوه برخه واخيسته، په دغي مسخره لوبي كي چي ټول ئې له درغليو ډك انتخابات گڼي هغه څوك د بريالي او گټونكي په نامه اعلان شو چي له لسو افغانانو يوازي يوه كس رأيه وركړې!! دا شوه د غرب ډيموكراسي!! دا عجيبه مه گڼئ چي ولي غربي چارواكو داسي انتخابات يوه لويه بريا او د ډيموكراسۍ په زړه پوري نښه وگڼله چي په اشغال شوي هېواد كي، د پرديو د ټانكونو مخي ته، د جهازونو تر وزر لاندي، په داسي حال كي ترسره شول چي د انتخاباتي حوزو امنيت د يو لك پنځوس زره بهرنيو فوځونو او دوه لكه استخدام شوو مسلح ناافغانانو له لوري تأمين شوى وو، او په خپله اعتراف كوي چي له درغليو او تزويرونو ډك ول!! دا دئ 62 مخكني بريالي غړي په درغليو متهم او سلب اعتبار شول او پر ځاى ئې نور بريالي اعلان شول. مخكني دوه شپيته غړي د انتخاباتو هغه كميسيون د درغليو له لاري بريالي اعلان كړي ول چي مشر ئې د شمالي ټلوالي غړى دئ، د انگرېزانو په وينا ئې دا درغلي كړې وه، هغوى غوښتل داسي پارلمان جوړ كړي چي امريكايانو ته د دائمي اډو له وركولو سره توافق وكړي او اشغال ته مشروعيت وركړي!! دوى د اشغالگرانو له لوري وړاندي شوي ټول اسناد له هر راز تغيير او تعديل پرته لاسليك كړي، كه دا پر افغانستان بريد وو، كه په خلاص لاس د افغانانو په ضد په هر ځاى او هر وخت كي هر راز عمليات ول، كه په خپلو اډو كي د خصوصي محبسونو جوړول او د خپلي خوښي بنديان په كي ساتل، تعذيبول او وژل وو، كه يرغل ته مشروعيت وركول وو او كه اوس د دائمي نظامي اډو غوښتل. بشري تاريخ تر دوى زيات منفور او مخ توري منافقين نه دي ليدلي.

    امريكايان غواړي اسلام آباد او تهران د افغانانو په ضد مزيد څه كولو ته تيار كړي، يو د امتيازاتو وركولو له لاري او بل په تهديدونو او گواښونو سره، د پاكستان او ايران چارواكو ته توصيه كوم چي د افغانانو په ضد د امريكايانو له ملگرتيا لاس واخلئ، له امريكايانو د امتيازاتو ترلاسه كولو لپاره پدې مه راضي كېږي چي مظلوم افغانان مزيد په وينو كي ورغړي او هېواد ئې وران شي، مه خپلي ملي گټي په دي كي لټوئ چي زموږ په هېواد كي جگړه دوام وكړي او مه ئې د امريكايانو د گټو لپاره قرباني كوئ، په دې پوه شئ چي امريكا د پاكستان او ايران په اړه همغه شوم عزايم لري چي د عراق، افغانستان او بل هر اسلامي ملك په اړه ئې لري. په دې پوه شئ چي له مظلومو افغانانو او عراقيانو سره چي هره معامله كوئ، الله تعالى به حتماً د دې سزا دركوي او له تاسو سره به د همداسي څه كېدو پرېكړه كوي.

    اسلامي امت ته مي پيغام دا دئ چي د افغانستان جنگ د اسلامي امت د برخليك جنگ وگڼئ، په دې جنگ كي برخه واخلئ، د صالح او مخلصو مجاهدينو ملاتړ وكړئ، د افغانستان په اړه چي ځينو اشتباهات وكړل، د مجاهدينو په ليكو كي د اختلاف باعث شول او داسي ډلي ئې جوړي او وپاللې چي اوس د امريكايانو ترقومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېږي، پام كوئ چي دا ترخه تجربه بيا تكرار نشي!! د دښمن دا توطئه شنډه كړئ چي غواړي د اسلامي امت په ضد له شيعه وو همغه كار واخلي چي په تېرو صليبي جگړو كي ئې ترې واخيست.

    افغانانو ته توصيه كوم چي په جهاد كي فعاله برخه واخلئ، په لاس، ژبه، قلم، او خپل مال سره د مجاهدينو مرسته وكړئ، د هغو مجاهدينو درناوى وكړئ چي له اسلام د دفاع لپاره په سنگرونو كي ناست دي او په مېړانه د دښمن مقابله كوي، هغه څوك سپك او ذليل وگڼئ چي د جهاد او مجاهدينو د تأييد او ملگرتيا په ځاى د دوى په ضد او د اشغالگرانو په گټه تبليغات كوي.

    مجاهدينو ته توصيه كوم چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوئ. په نورو نښتو كي ځان مه مصروفوئ، كله چي د خپل ټوپك په شاجور كي مرمۍ اچوئ نو نيت او قصد مو بايد دا وي چي دا به يوازي د اصلي دښمن په سره سينه كي تشوم، هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، كلينكونو، پلونو، دفترونو، عام المنفعه تأسيساتو او هغو ځايونو كي چاودني كوي چي عام ولس ته په كي تاوان رسېږي، د اصلي دښمن د جنگي ځواك د ځپلو پر ځاى نوري موخي لري، له داسي چاودنو ډډه وكړئ چي عام ولس ته په كي زيان رسي، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان مه وژنئ، له خلكو په زور عشر او زكات مه اخلئ، عشر او زكات د اسلامي حكومت له لوري او له هغو خلكو اخيستل كېږي چي امنيت ئې اسلامي حكومت تأمينوي. خلك تشويق كړئ چي خپل عشر، زكات او صدقات په خپله خوښه مجاهدينو ته وركړي.

    د اسلامي امت ټولو مجاهدينو ته مي توصيه دا ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، د الله تعالى په حتمي نصرت ئې باور متزلزل نشي، د جهاد له دوام پرته د حل نورو نېمگړو لارو ته زړه ښه نه كړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته بري وركوي، صليبي ځواكونه به له ماتي سره مخامخ كېږي، له افغانستان او عراق به هرومرو وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، خو مجاهدين بايد سره له دې د اوږده او سخت جنگ لپاره چمتو وي، هيڅوك دي دا گمان نه كوي چي د دغو ځواكونو له ماتي او وتلو پرته صلح راتلى شي او يا د دوى په لاس تپل شوو لاس پوڅو حكومتونو سره د تفاهم له لاري جگړه پاى ته رسېدى شي، څوك چي ځان په نورو ساتي او د خپل كور د دروازې كيلي ئې هم د پردي په لاس كي وي، د پرديو د جهازونو تر وزر لاندي د سپكاوي او ذلت له ژوند عار نه لري، په دې ئې د غيرت رگ نه خوځي چي هره ورځ د دغو ځواكونو په لاس د ده په لسگونو بې گناه وطنوال په وينو كي رغړي، په عزت او ناموس ئې تيرى كېږي، ډېر ساده انسان به له داسي چا سره د خبرو لېوال وي او له داسي خبرو به څه هيله لري!!

    افغان ولس بايد مطمئن وي چي د دغه مبارك جهاد په نتيجه كي به إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه زموږ له گران هېواده وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به ستاسو د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي. د هغي ورځي د رارسېدو په هيله.

    سرلوړي دي وي افغانان بريالي دي وي مجاهدين

    حكمتيار

    افغانستان

    د 1390كال كمكى اختر