کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / 57م پښتو قاموس آنلاين سو

57م پښتو قاموس آنلاين سو

قاموسونه ټکی کام د پښتو او هالنډي ژبو مينه والو ته زيری ورکوي چي نوموړې پروژه د کوچني اختر په مبارکه ورځ د هالندي پښتو لومړی قاموس آنلاين کوي.



د هالنډي پښتو دغه قاموس په بشپړه توګه کنټرول سوی او ژباړه يې د اعتبار وړ ده. د دغه قاموس جوړېدل د ځوان او پتمن افغان ليکوال ميرويس رشيد د زښت زيات زیار او هڅو پايله ده. نوموړي د قاموسونه ټکی کام سره د دغه قاموس په جوړونه کي ډېر تکاليف پر ځان ګاللي چي له امله يې قاموسونه ټکی کام پروژه ډېره منندويه ده.



د قاموسونه ټکی کام پروژه غواړي چي پښتو ژبه د ډکشنريانو يا قاموسونو په ډګر کي د نورو ژبو سياله کړي. د هالنډي پښتو قاموس د نوموړې پروژې 57 م پښتو قاموس دی چي په وړيا توګه يې خپلو هيوادوالو ته د کار اخيستنې لپاره پر www.qamosona.com  وېبپاڼه وړاندي کوي.



قاموسونه ټکی کام پر پښتنو ږغ کوي چي د روانو پروژو په لړ کي ورسره عملي او علمي مرستي وکړي. که غواړئ د دغې پروژې سره دنوؤ قاموسونو په جوړونه او پخوانيو په پراخونه کي مرسته وکړئ نو د لاندنۍ برېښناليک پتې له لاري راسره اړيکي ټينګي کړئ(د برېښناليک پته بېله ستورو ** وکاروئ):
info**@**qamosona.com


نوموړې پروژه د کوچني اختر په مناسبت خپلو ټولو هيوادوالو او ټولو مسلمانو ورونو او خوېندو ته مبارکي وايي.


د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوؤنکی
احمدولي اڅکزی، المان

تبصره نسته

  1. wow Mubarak sha tolo malgaroo ta akhter mubarak warsara dasi khoshali mubarak

  2. اڅکزى صاحب! سلامونه او نيکي پېرزويني مي ومنئ!
    تاسي او د قاموسونه ټکى کام ټولو همکارانو ته، دنېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايم.
    خداى (ج) مو تل په خپلو هڅو او هاندونو کي کاميابه او سرفرازه لره.
    درنښت
    زلمى

  3. ګرانه وروره ( اڅکزی صاحب) تاوده سلامونه می ومنی!
    خدای مو جوړ لره او د کمکی اختر دریمه ورځ مو مبارک شه!
    د پښتو د ادب په ډګر کی دتاسو بی ساری خدمتونه په رښتیا سره چی ډیر د ستاینی وړ دی.

    ګرانه یوه ستونزه لرم او هغه دا چی کله د http://www.qamoaona.com په کړکۍ یو لغت د ژباړنی دپاره دهغی لټونکی برخه کی ولیکو نو زیات وخت یی نه ژباړی نو ددی نه داسی مانا اخلم چی یو څه کمښت اوس هم لری، او که څنګه؟
    که پوښتنه راته ځواب کړی ډیر به خوشحاله شو.
    دتاسو د همکاری په هیله.
    رحمت الله احمدزی

  4. قدرمن وروره رحمت الله احمدزيه،
    تاته هم د اختر مبارکي وايم او درڅخه ستا د حوصله بخښونکو الفاظو زياته مننه کوم.

    په قاموسونه ټکی کام کي د قلندر مومند صاحب درياب، د علومو اکاډمۍ تشريحي قاموس، زاهد قاموس او يو شمېر نور باوري او پياوړي قاموسونه پراته دي. هر هغه لغت چي پدغو قاموسونو کي یو چيري راغلی وي نو هغه تاسو د قاموسونه ټکی کام د سرچ باکس له لاري موندلای سئ.

    خو له بده مرغه چي د پښتو هغه قاموسونه چي بله ژبه يې انگرېزي وي تر اوسه لا ډېر کمزوره دي. پدې ډگر کي لا زيات کار ته اړتيا سته چي پدې ترځ کي موږ يو شمېر پروژې هم تر لاس لاندي لرو. خو ښايي زموږ دغه کار يو لس دولس کاله لا نور هم په بر کي ونيسي. د ځنډ وجه يې دا ده چي هغه کار چي بايد په حکومتي پانگونه او د اکاډميانو په تجربه او کاري وړتيا تر سره سوی وای، موږ يې و يوازي سر و تر سره کولو ته اړ سوي يو.

    خو بيا هم درته ډاډ درکوم چي انشالله موږ به ډېر ژر يو داسي پښتو قاموس آنلاين او چاپ کړو چي ښايي په شته پښتو قاموسونو کي يې تر اوسه ساری نه وي ليدل سوی.

    همدا وجه ده چي موږ د قاموسونه ټکی کام پروژه همېشه د خپلو نورو افغانو ورونو و مرستي ته اړ يو.

    ستاسو د بريا په هيله
    ستاسو ورور
    احمدولي اڅکزی

  5. ګرانه اڅګزی صاحب!
    الله دی تاستو ته اجرونه درکړی چی تاسو د پښتو لپاره نه ستړیدونکي هلي ځلي کوی او خدای موږ ټولو پښتنو ته توفیق راکړی چی دپښتو ژبي لپاره د ښه خدمت مصدر وګرځو.

    دغه قاموس چی انلاین کارکوی داسی نسی کیدای چی افلاین کار وکړی او یا په کمپیټور کی انسټال سی او بیله انترنیټ څخه کار وکړی؟

    مننه

  6. سلام عليکم حميدي صاحب،
    د قاموسونه ټکی کام د انگليسي پښتو قاموس سافټوېر چي آفلاين يې کارول ممکنه دي، تاسو د لاندني لينک څخه ډاونلوډ کولای سئ:

    http://download.cnet.com/English-to-Pashto-Dictionary/3000-2279_4-10435569.html?tag=mncol;1

    په درناوي

  7. په پاکستان کې د امريکې سفير (کامرون مونټر) پرون له راډيوپاکستان سره په يوه مرکه کې وويل، چې داسې څرګند شواهد په لاس کې لري چې اسلام اباد له حقاني ترهګرې ډلې سره اړيکې لري. د کامرون په وينا د حقاني ډله له القاعده سره تړاو لري او په شمالي وزيرستان کې خپلې اډې لري. ده پر پاکستان غږ وکړ چې بايد نور د حقاني له ملاتړه لاس واخلي. تر دې وړاندې ناټو او د امريکې دفاع وزير (ليون پانېټا) ادعا کړې وه چې تېره اونۍ په کابل کې د امريکې پر سفارت او د ناټو پر اډې بريدونو کې همدغې ډلې لاس درلود.
    تر ده مخکې وړمه ورځ د حقاني ډلې مشر سراج الدين حقاني ادعا وکړه چې د دوی مرکزونه په افغانستان کې د ننه دي او هغه وخت به د سولې په خبرو کې برخه واخلي چې د طالبانو امير ملاعمر پرېکړه وکړي.