کور / هراړخیز / دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۳مه برخه

دقسطنطنیی (استانبول) دنیولو په زړه پوری داستان ۲۳مه برخه

ددې تاريخي داستان تېره برخه له دې ځايه ولولئ


قسطنطنیی ډیره   په زړه پورې  نقشه  درلوده . دا د اروپا د لویی وچې  په غاړه  داسیا د لویی وچې تر مخه  پرته   وه . د اروپا او اسیا دلویو وچو  تر منځ   د ابنای  فاسفورس  همدا شني  اوبه  حایل وې . د نن څخه  شپږ لکه کاله مخته ، کله چې د  وچې دغه  دوه  سترې  ټوټې  یعنې اسیا او اروپا  په سمندر کې  د لامبو په واسطه  یو بل ته  را نزدې  شوې  نو دواړو په خپلو منځو کې  د یوه  نه  تر درې  میله پورې  واټن  و ساته  اوپه خپلو ځایو کې تم شوې .  او قسطنطنیه  هغه  ځآ ې دې  چې  هلته  د  دریدو په  واسطه  د اسیا  څخه  اروپا  او د اروپا څخه  اسیا په اسانۍ سره کتلې  شي  ، اوبیا د قسطنطنیی  موقعیت  د اروپا  په ساحل  باندې په ډیره  په زړه پورې  توګه  جوړ کړل شوې دې. که چیرې د فضا  څخه  ورته  وکتل شی نو   ددواړو  لویو وچو تر منځ  دغه ابنا  د غوایی  د ورمیږ   یا سر په څیر   تر سترګو کیږي  چې یواځې  یو ښکر  لري او هغه  هم د وچې  په لور  راغلې  چې  په  وچه  زمکه  کې یی  یو  درز  راپیدا کړې   او دیوه کوچني خلیج  شکل  یی  ځانته  خپل کړې دې . همدغې ته  طلاې ښکر  هم وایی  ، او ځینې  خلک د پاسفورس  دغه  شاخ  ته  « زرین  شاخ  » هم  وایی . د قسطنطنیی  جغرافیه  داسې   جوړه  شوي د ه  چې  ددې ځاې   د زمکې وچې  ټوټې  دمثلث  شکل  اختیار کړې دې ،په همدې مثلث د قسطنطنیی ښار اباد شوې دې  ، او دښار  دیوالونه  هم  د همدې ساحل  تر څنګ  غځیدلې  دي ، دښار یوې لورې ته پراخه  ابنا  پرته ده اوبل  اړخ  ته  یی  د « ګولډن هارن »  اوبه دي.  دهمدې ګولډن  هارن  په خوله کې  یو زنځیر  پروت  دې  چې  د اړتیاو په وخت کې  یی دکشتیو د تګ  راتګ  له پاره  تړي، دغه مثلث  شکله  ښار   دوه اړخونه د سمندر  تر څنګ  دي نو په دې اساس  یی امنیت  خوندي دي ، دیوالونه  یی هم دومره ستر  او لوړ  نه د ي، ددې ښار یواځنې  اړخ   چې د وچې لور ې  ته  عځیدلې   د یوه  قوي او  مضبوط  دیوال  په واسطه  خوندي کړل شوې دې .


قاسم د بندرګاه  په  لور ښار ته  د ورننوتلو  پریکړه   وکړه . هغه  په حقیقت کې  غوښتل د ګولډن  هارن  د زنڅـیر په اړه  هم معلومات  تر لاسه  کړي  اوترڅنګ  یی د غلاطه برج  هم په سهي توګه وکتلاې شي . خو ددې لارې  دقاسم په پیژندګلوې  کې  شک را پیدا کیده ځکه چې  دغلاطې  برج د یوناني  عسکرو په لاسو کې و اودهغوې  د ډلې  څخه  یو  څو یی  قاسم  پخوا  لیدلې هم و . خوبیا هم قاسم غوښتل دهمدې لارې  ښار ته ور ننوځي .


د ګولډن  هارن  په دې  غاړه  ،کومې ته چې اوس  قاسم  ور  روان و  د یوناني عسکرو  یو مستقل کمپ  هم  لګیدلې و .او دا همغه ځاې  و چې مقرون ترې د څلور سوه کسانو عسکرو  یوه قوي ډله  تیاره کړې وه . خو قاسم   په هغه لاره  روان  و چې   عام  خلک  پرې تلل  را تلل . دهمدې لارې د  یوشمیر هیوادونو تجارتي سامانونه او  ډیرې نورې  قافلې  قسطنطنیی ته ور داخلیدې. دښار د دروازو  دبندیدو وروسته ، که څه  هم په دغه لاره د عامو مسافرینو تګ راتګ  کم  شوې و خو په  لویو لویو  غواي  ګاډو   باندې به تجارتی  سامانونه بار کړل شوي  و    او ښار ته به ور  روان و . دا ټول  هغه  وسایل اوسامانونه و چې د ابنای پاسفورس  په مختلفو  ځاېوکې به  د کشتیو څخه  را ښکته شوي و اوبیا به  دهمدې  ګاډو په واسطه  شار ته  وړل کیده .


کله چې قاسم د مال  څخه  ډک  د غوایانو ګاډی وکتل  نو  فکر یی وکړ ….. چې قیصر دقسطنطنیی د کلابندۍ  له پاره  ډیر زیات  سامانونه راټولوي . هغه دومره سامانونه  راټول کړي و  چې  شوني و چې  څو میاشتې  یی په  پوره  زړه بې غمۍ سره  ځان کلابند  ساتلې واې . په حقیقت  کې ګولډن هارن ددې ښار  ستره  بندرګاه وه . دهمدې  ځآیه  به د  تورې  بحیرې  او مارمورا  د بحیرې   څخه  راغلي ټول سامانونه  او مسافرین  را ښکته کیدل .


قاسم په خپل  آس  سپور  دګولډن  هارن  ساحل ته ورسید. اوس نو دهغه تر مخه  د ګولډن  هارن  دخلیج  اوبه  وې  اود خلیج  نه اخوا   د قسطنطنیی دښار  دیوالونه  اود بندرګاه دروازه   وه . قاسم د یوې  عامې لارې دلته راغلې و  په دې  اساس دښار   ددروازې  مخې ته راورسید.  دا ځاې  ډیر ښایسته  جوړ کړل شوې و  او تر ډیره پورې  د خوراک  څښاک او نور  وسایل  چې د غوایی د ګاډو په واسطه  دلته  را رسیدلي و   خواره  واره  پراته و . د ګولډن  هارن  تر څنګ  دښار  دروازه  هسې په رسمي توګه  تړلې  وه  خو په حقیقت کې دهغې یوه پله  بلکل  پرانستې وه ،  دعامو خلکو  په تګ  راتګ  باندې  بندیزونه  لګیدلې و  اودقسطنطنیی  عسکر و  به  هر تلونکې راتلونکې   پوره پوره  تالاشی کاوه .  لویو لویو کشتیو  به   دهغې  لورې  سامانونه دې لورې ته را منتقلول . ټول   چاپیر یال کې  یوډول  عجله  او بیړه  محسوسیده . ددروازې  دننه ،  ددروازې  شاوخوا  ، ښې اوچپ  لورو ته ، مخامخ  ، په ګولډن  هارن  کې   په موجودې  هرې کشتۍ  او جهاز باندې ، اوپه دغه  ساحل  چې  قاسم پرې کیوتې و ، هرې لورې ته  د قیصر  درویشي  لرونکې  عسکر   ولاړ  تر سترګو کیدل. قاسم    د یوه  عام وګړي  په څیر دلته راغلې و خو دلته  عام خلک  ډیر کم  وو، قاسم د بندرګاه  سره ولاړ دهغو  جهازونو د کتلو له  پاره ورغې  چې په دې سا حل او په ترمخه ساحل کې ولاړ  و او سامانونه  یی ترې کیوستل .  په دې سامانونو کې   غله ،  کالي ،  وسایل ،  ادویات او نور ډیر شیان  شامل و . د کشتیو نه د سامانو د راښکته کیدو له پاره  لویی  لویی  تختې دسمندر لورې ته  ور غځیدلې و ې . د ا   تختې  ډیرې  مضبوطې او  پیړې  وې ، قاسم ته په دې بندرګا ه  باندې دمختلفو  هیوادونو خلک  تر سترګو شول ، چې قسطنطنیه  ته یی  د خپلوخپلو هیوادونو  مرستې  راوړې وې ، مخامخ  ساحل  هم د ښار او  دښار  دیوالونو تر منځ   پوره  غځیدلې و  اوپه دې توګه د اوبو او دیوال تر منځ  یوه  پټۍ  دښار په سمندرې  چاپیریال کې  را ګرزیدلې وه . خو دا پټۍ  دومره  ستره  هم نه وه چې کوم لښکر  دې پرې   پیاده کړل شي ، ددیوال  تر څنګ  دا پټۍ   په  دیوال   پرتو   ساتونکو  په اسانۍ سره په  نښه کولې شوه .


قاسم  په  دې فکر کې  وه چې  په څه ډول  ښار ته ور ننوځي . دهغه  سترګې  په  ګولډن  هارن کې په ګرزیدونکې  کشتیو نښتې وې ،   په همدې  وخت کې یوه کوچنۍ  کشتۍ  راغله  چې یو  ځوان  سپاهیې په کې  ناست و . قاسم هغه عسکر ته  په  غور سره وکتل  ، هغه هم کوم  یوناني عسکر  معلومیده . خود هغه قدوخال او قامت  دهغه  د بهادرۍ او میړانې   څخه  خبرې کولې . سپاهې  خپله کشتۍ  راکښوده او دساحل  سره یی  یو ځاې کړه  او دکشتۍ  رسۍ یی د  تمځاې د تښتو سره  و تړله  اوپخپله یی ترې  را ټوپ کړ اوساحل ته راغې . دقاسم په ذهن کې یو ډیر  عجیب اوغریب  ترکیب  راغې ، هغه  په بیړه  بیړه  ددغه ځوان  لورې ته ورغې .د قاسم په لاسو کې د آس  قیضه وه  اوپه   بدن  یی دعامو  خلکو  لباس  و . د څو قدمه اخستو وروسته قاسم  دهغه  ځوان  تر مخه و درید. او  ورته  یی وویل :


« دا سې څرګندیږي  چې ته د بازنطینی  سلطنت  کوم عسکر یی ….. زه   له تاڅخه  په دې وخت  کې د تکلیف  د درکولو څخه  بښنه غواړم . خو زه ډیر بې وسه یم  نوپه دې خاطر  مې  درته  تکلیف در کړ . زه غواړم دقسطنطنیی  ښار ته ور ننوځم . خو هیڅوک  ما له ځانه سره  هغه لورې  وړلو ته تیار  نه بریښي . که چیرې  ته  له ماسره  کومک  وکړي  نو دا به ستا  پر ما  ډیر احسان وی .»


درویشې  لرونکې  عسکر  قاسم  ته په  غور  سره وکتل .  اوبیا یی ورته وویل : « ستا له  لهجې څخه  څرګندیږي چې ته د قسطنطنیی  اوسیدونکې  نه یی …..ته دکومه ځایه راغلې یی ؟  او په قسطنطنییه کې  څه کول  غواړې  ؟ »


سپاهي  په ډیره  مؤدبه  توګه  خبرې کولې .. قاسم فکر وکړ چې  نوموړې یا د کومې سترې کورنۍ  وګړې دې  اویا  یی  زما په لاس کې ددې  قیمتي آس  واګې  وکتلې   اوزه ورته کوم  امیر  او مهذب  وګړي ښکاره شوې یم .  قاسم ورته  په خندا کې وویل :


« هو!  زه د بوسنیا څخه  راغلې یم . او په قسطنطنیه کې دیوه  شخص نه پرته  بل څوک  نه پیژنم . اودا  هم راته  ډاګیزه نه ده چې  هغه شخص  به ماته  چیرې  تر لاسه کیږي . ما اوریدلې دي چې په قسطنطنیه باندې مسلمانان کومه ستره حمله کوي  اوزه  غواړم  چې د قسطنطنیی په فوځ کې   د یوه رضاکاره په توګه  شامل  شم .»


قاسم  کومه نوې خبره نه وه کړې  ځکه د ټولې عیسوي نړۍ  څخه  رضاکاران  د خپل  مرکزیت  د خوندي  ساتلو  له پاره   دلته را  روان  و . اودقیصر په  فوځ کې  ور شاملیدل . په دوې  کې یو شمیر  رضاکاران  په خپله خوښه  اویو شمیر  نور به دخپلو هیوادونو دبیرغونو لاندې  اوپه ډله ایزه  توګه   راتلل . خو په دې  ډله کې  د بوسنیا  څخه  لا تر اوسه څوک  نه و  راغلي . دقاسم د جذبي د کتلو  په  اساس د هغه سپاهي  په سترګو  کې د قاسم  له پاره  دستایني   جذبات  را وپاریدل. شوني ده چې په هغې کې  به دقاسم   دخبرو د انداز   اغیز  هم  شامل و . قاسم په ډیره  ساده  او  عاجزانه  توګه  خپله  مدعا  بیان کړه .   په دې خاطر  هغه یوناني  عسکر  چې  شونی  وه  په خپل  فوځ کې به  کوم  افسر و  قاسم ته د شک  په سترګو  دکتلو څخه لاس  واخست  اوپه  ډیرې  نرمې  لهجې سره یی ورته وویل :


«  په قسطنطنیه  کې  هغه  څوک  دې  چې  ته  یی لیدل غواړې  ؟  او ته  یی  پیژنې  هم ؟  »


« ډیمونان ….. ډیمونان د هغه نوم دې . هغه  اته کاله مخته  یو ځل  بوسنیان ته راغلې و اوهملته مې ورسره پیژندګلوي  شوې ده .» دقاسم په ځواب سره دهغه یوناي  عسکر سترګې   دحیرانیتانه  وازې پاته شوې .« ډیمونان ؟؟….  دا  خو « ایاصوفیا » بطریق  دې  . د قسطنطنیی د  « دی هولي ارتوډکس  چرچ ایاصوفیا » بطریق .   سپاهي  په ډیره حیرانتیا   سره داخبرې کولې  اوبیا  یی  قاسم د لاسه و نیوه او په دیر درنښت سره یی ورته وویل  «  ته  خو د یوه ډیر ستر انسان  میلمه  یی . له ماسره راځه ،…. زه دلته لږ څه کار لرم ، ددې ځایه  دفراغت  وروسته  بیرته ستنیږم   نو تا  به هم   دخپله ځانه سره په کشتۍ کې  یوسم . »


قاسم ته  نو  نور  څه  په کار و …..همدا چې هغه دکومې  خوندي لارې قسطنطنیی ته  ور داخل شي ، دهغه دا چال  بریالی  شو ،  خو  ویی ویل :


« بیا  دغه  آس  چې ما د عیسوي  فوځ  له پاره  له ځانه سره راوړې  دې ؟….دا  به څه کړم ؟ …»  یوناني  سپاهي  په ستاینه کونکو  سترګو  د آس  لورې ته وکتل  او ویی ویل  چې دا آس   به مونږ د بندرګاه  د آسونو په  اخور  و تړو  بیا  به د مال وړونکې  جهاز په واسطه هغه لورې ته  راوړل شي  ، تر سبا  پورې  به یی مونږ بیرته   تر لاسه  کړو .»


قاسم د هغه یوناني عسکر سره یو ځاې په کشتۍ کې کیناست  اودښار هغه لورې ته ولاړ . په لاره کې قاسم دهغه سپاهی  څخه وپوښتل .


« که بده یی و نه ګڼې  ، ستا نوم  پوښتلې شم . لږ تر لږه دخپل  محسن  نوم خوباید راته یاد وي . »


« اوه ! ما خو  له تاڅخه  ستا دنامه  پوښتنه و نه کړه …. هو ! زما  نوم  « کلاډیوس » دې . اوس نو ته هم راته خپل نوم وښایه . »


قاسم  د همداسې  پوښتنې  هیله درلوده . په همدې خاطر یی   ګلاډیوس   ته  خپل  فرضی  نوم  و ښوده .


« زما نوم  …مورګن دې . مورګن . ….دبوسنیا د شاهي کورنۍ  لرې خپلوان یم . هغه شاهي کورنۍ  چې  دمسلمانانو له اړخه  تباه او  برباد کړل شوه .


قاسم د خپل نوم پرته  نوره  خپله ټوله پیژندنه   سهي اوپه ریښتیا نۍ توګه کړې وه . ځکه هغه د بوسنیا د  شهزادګۍ  حمیرا  میړه و  اوپه همدې خاطر د بوسنیان د شاهي  کورنۍ  خپلوان  و ، دقاسم  د پیژندګلوۍ نه وروسته  هغه  سپاهی  نور  هم  تر اغیز  لاندې  راغې . اوبیا یی په رسمي توګه  وویل :


« دلته  له مونږ سره  یو ډیر پخوانی  عسکر دې ،هغه هم د بوسنیان اوسیدونکې دې ، هغه لمړۍ دهنګري په فوخ کې  و  بیا یی خپل  مذهب  بدل کړ   اورومي کلیسا یی پریښوده او زمونږ په کلیسا کې  شامل شو ، هلته د هنګري په فوځ کې هغه د مشهور  سالار  « هونیاډي »  د بیرغ لاندې   په  ډیرو جنګونوکې برخه اخستې وه . زه په دې خاطر تاته   دا خبره کوم   چې ته هم د بوسنیا اوسیدونکې  یی او زمونږ ملګري  « رومیل  » هم د بوسنیا  اوسیدونکې دې . اوس  نو  چې ته خپل  یو هموطنه  عسکر ووینې  نوحتما  به یی په کتلو سره خوشحاله شې .»


قاسم  د رومیل  نومې سپاهی  دکتلو  سره کومه  دلچسپې نه  درلوده . هغه  خو دبل کوم مقصد  له پاره قسطنطنیی ته   ور روان  و . خو  دکلاډیوس د خبرې  د تائید له پاره یی وویل :


« هو !  دا خو به ډیره په زړه پورې وې ، دخپل  یو هموطنه په کتلوسره  به زما زړه  وغوړیږي ، خو هغه  به چیرې وي ؟  او زه  به یی چیرې ووینم ؟  قاسم  له دې ویرې  چې هسې  نه چې  کلاډیوس  یی  هرو مرو د رومیل  سره  مخامخ  نه کړی ، درومیل  په اړه  پوښتنې  پیل کړې . خو د کلاډیوس د ځواب  په اوریدو سره یی  زړه  ټکان وخوړ . ځکه کلاډیوس  ورته وویل :


« رومیل  به مونږ ته همدلته  تر  لاسه شي . دلته د ښار  د  دروازې  تر څنګ . نن سبا ټول  تجربه لرونکې  سپاهیان   دکلابندۍ  له پاره د ځانو په تیارولو کې  مصروف دي …..  دغه دې  ته یی په خپلو سترګو ګورې که نه . تا ته به هرې  لورې  ته سپاهیان  تر سترګو شی ….


قاسم په دې   فکر کې  شو چې یو بل مصیبت  یې  هم غاړې ته راپریوت .  ځکه هغه نه غوښتل دکوم رومیل  سره  وویني . اوبیا  یی   ځان د بوسنیایی په  شکل کې  په  ښوولو سره  نور هم  په خطر کې  اچولې و . ځکه  چې رومیل  په ریښتیا هم بوسنیایی  و  او دا  شوني وه چې هغه  داسې پوښتنې  ګرویزنې  وکړي چې د قاسم پټ  رازونه  ترې  راوسپړي .  قاسم دهمدې  اندیښنو په بحر کې  ډوب  د ښار  د دروازې  مخې ته راورسید. دا د بندرګاه  تر ټولو  لویه   برخه وه . د کلاډیوس  کشتۍ  غاړې ته شوه  او  هغه  قاسم ته دخپله ځانه سره یوځاې د کشتۍ  څخه  ښکته کیدو  اشاره وکړه . دهغوې مخه  د ښار لورې ته و ه  ، او تر مخه یی  د زیاتو خلکو تګ  رتګ  تر سترګو کیده . د دیوال  دا دروازه د ګولډن  هارن  په لور پرانستل کیده  ،په دې  اساس دلته ډیر زیات  ملاحان  ګرزیدل . خو نن دعسکرو  شمیره د ملاحانو او  کشتۍ  وړونکو څخه  ډیره  وه . د سلطان محمد خان  د جنګ د اعلان  نه وروسته  دقسطنطنیی د خلکو  ژوند  ډیر  ګډوډ  شوې و  اود شاهي  قصر  بنسټونه لړزیدلې و .


قاسم د کلاډیوس  سره یو ځاې ددې  ښار  دروزاې  ته  ورسید او په  زړه کې  یی خپل  ځان  د سلطانی  فوځ  لمړۍ  سالار   انځوراوه  او په  همدې  مزو کې ډوب  و .خو زړه یی د اندیښنو  نه  هم ډک و . ځکه  که ښار ته د ورننوتلوسره سم   و  نیول شي نو ټول  کارونه  به په ټپه و دریږي  خو دکلاډیوس  سره د یوځاې والي په خاطر   قا سم  ته په  د روازه کې هیچا هم دتم کیدو  اشاره و نه کړه .  دا دواړه  په ډیره ګړندۍ توګه مخته ولاړل او  د دې  تاریخي ښار سترې او دیوشکله  دروازې ته ور  ورسیدل. ددروازې  د چت لاندې دتیریدو په وخت کې د قاسم حالات  ډیر  عجیب و غریب ګرزیدلي و . ددروازې  د جوړښت  نه داسې ډاګیزه کیدل  چې  یو وخت  بازنطینی  سلطنت  ډیر  ستر او  شکوهمند و . حال  داچې  دا دقسطنطنیی یوه کوچنۍ  دروازه وه . ددې ښار  تر ټولو لویه  دروازه  « سینټ رومانس » و چې د   وچې  په لور  پرانستل کیده . اوهمغه دښار  مخه ګڼل کیده . د دروازې د چت لاندې دتیریدو په وخت کې  قاسم ته  داسې ډاګیزه شوه  لکه  څنګه  یو څوک  د یوې سترې خونې  له منځه  تیریږي . ددروازې   دننه  ښي او چپ  لورې   ته   د فوځي  افسرانو او د چونګي د محصول داخستونکو  کسان  ناست و  ، کلاډیوس پرته له  ځنډه  دریمې   خونې ته ور ننوت  ،په دې وخت کې دقاسم  وینه   تیزه  شوه . هغه  په خپل  زړه کې  د خپلې  ښځې حمیرا  څخه د بوسنیا اوریدلې  قصې  د خپله ځانه سره تکرارولې . کمرې ته دورننوتلو سره  سم هغه وکتل  چې یو لحیم اوشحیم  پیړ  د منځنې عمر  یو فوځی  افسر  په خپل مخکې  نقشه غوړولې  او د څو عسکرو سره پرې خبرې کوي .   کلاډیوس  دغه افسر ته  سلام  وکړ  اوسمدلاسه یی ورته قاسم   ور وپیژانده .


« دا  مورګن  دې ،…… د بوسنیا د پخواني شاهي کورنۍ  یو غړې . غواړې د قسطنطنی په فوځ کې  ورشامل شي .»


قاسم  فکر وکړ چې دغه  د منځنې عمر  فوځی افسر  پخپله  رومیل دې . قاسم  هم ورمخته  شو او په ډیر آدب  یی ورته  سلام او  درنښت وکړ . کله چې رومیل  قاسم وکوت نو دخپله ځایه  راپورته  شو اوپه ډیره خوشحالۍ سره مخته راغې  اودخپل  هموطنه سره  ورغاړیوت . د قاسم له پاره دا ډیر ستونزمن  وخت و  هغه  خپل ځان  بوسنیایی  ښوولې و  او  اوس  یی  هڅه کوله چې   رومیل یی په بوسنیایی والي باندې  شک و نه کړي . رومیل  قاسم  له خپله  ځانه سره کیناوه  او ورته  یی وویل :


« ستا  میلمستیا  به  ماته   ډیره  ستره نیکبختي وي ، زه خو دخپل  هیواد  بوسنیا د شاهي کورنۍ  ډیر درنښت  کوم . کلاډیوس  ډیر ښه کار  وکړ چې ته  یی دلته  زما خواته  راوستې .»


اوس نو دقاسم د خبروکولو نوبت و . هغه  لږ  څه  په  ځنډ سره وویل : « بلې ! دا خو ستا مهرباني ده  اوکه  نه اوس خو شاهي کورنۍ  له سره پاته نه  ده . زمونږه  شاهي  کورنۍ خو سلطان مرادخان  ثاني  دخپلې  زهري توري په واسطه  ټوټه ټوټه کړه  …»


« ګوره  چې سلطان مرادخان ثاني ته  څه ونه وایی .. زه د مسلمانانو ددې سلطان  سخت  مداح  یم . تاسې به حیران  شئ ….. چې  واورئ  چې زما د اوه کلن  زوې  نوم  هم « سلطان مراد »  دې  .»


درومیل خبر ې د قاسم له پاره  لکه د برق  د ټکان په څیر ثابتې شوې . هغه د رومیل دخبرو څخه برعکس  مقصد واخست . دهغه  زړه په ډوبیدو شو . هغه  داسې  وانګیرله   چې  د رومیل  ژورو  سترګو  هغه  پیژندلې دې .  په  دې خاطر  رومیل  د قاسم تر مخ   بیا بیا دسلطان مراد خان  نوم  اخلي  ، ترڅو دقاسم د زړه  غلا  پرې  را وکاږي . هغه  ډیر وارخطا شوې و اوپه دې نه پوهیده چې اوس  رومیل  ته څه ووایی او څه  ورنه پټ کړي ….


رومیل  هم دقاسم په  مخ  باندې  درنګونو تګ راتګ کوت . او د قاسم  له پاره  دا خبره نوره  هم داندیښنې وړ  ګرزیدلې وه . د عثماني سلطنت  دغه  تجربه لرونکې  جاسوس  دلمړي ځل  له پاره خپل  ځان  په تلک کې کوت . رومیل دقاسم حیرانتیا  درک کوله . د لږڅه خاموشۍ  وروسته یی  یو ځل بیا وویل :


« اوهو هو !  تو خو وویریدې  … زما خبره  واوره   … ته  اندیښمن کیږه مه ،  زه دمسلمانانو جاسوس نه یم ، دیسوع  مسیح  خداې  ریښتونې  خادم او پیرو  یم ….»


اوس نو قاسم پوره  ډاډمن  شوې  و چې  رومیل   پیژندلې  دې ، په دې خاطر یی خپل ځان د قیصر  په بنديخانه کې کوت . خو دقیداوبندي کیدو تر مخه  د تیښتې په فکر کې  شو  خو په  ناڅاپی توګه  یی د رومیل یوه بله خبره واوریده اوذهن  هغې  لورې  ته واوخت  او په  دوه لارۍ کې و درید، نه پوهیده چې درومیل په اړه دکومې  زاویی څخه  فکر وکړي . رومیل ورته  وویل :


« ته  به زما په اړه  غلط  فکر نه کوې . ما دخپل  زوې  نوم  ، سلطان مراد ،  د یوه خاص  علت په  اساس  ایښودې دې . ستا په څیر یوشمیر نور خلک هم دزما دغه کار ته  په  ښه سترګو نه ګوري . په دې خاطر  زه  اوس  خپل  زوې  ته « سولټن » وایم . زه  هر چا ته ددې علت  نه وایم . خو تاته به یی ووایم . ځکه چې ته زما  د وطن  سړې یی . لږه  شیبه  وروسته به زه تا خپل کورته  بوځم . هلته به  کله چې زما  ښځې او زوې  سره ووینې نوډیر  به خوشحاله  شې .» 


قاسم ترې په  ویره ویره  یوه پوښتنه وکړه . « ایا ستا ښځه  هم بوسنیایی ده  ؟»


« هو  ! مونږ  په خپل  بوسنیایی والي باندې ویاړ و . »


اوس نو د قاسم ویره  لږه لږه  کمیده . هغه ته درومیل  شخصیت  ډیره  حیرانونکې  ښکاره شو . کلاډیوس هم د رومیل  څخه  اجازه واخسته . کله چې  قاسم  درومیل سره  یواځې شو نوبیا یی ترې وپوښتل :


« ایا دا ریښتیا ده چې په قسطنطنیه باندې  ستره  حمله کیدونکې ده؟  ما خو دهمدې خبرې په اوریدو سره دلته  په جهاد کې د ګډون په خاطر  ځان  را ورساوه .»


قاسم  په  ذومعنې توګه  خپله خبره وکړه . هغه  خو په حقیقت کې  د جهاد  له پاره دلته راغلې و ، رومیل د قاسم په خبرو باندې  دشونډو لاندې   په خندا  و .خو قاسم ته درومیل خندا  ډیره  اسرار امیزه  لګیده . خو اوس د سلطان  محمدخان دا  جاسوس  په مکمله توګه  ډاډمن شوې و . رومیل  ورته ځواب ورکړ :


« هو ! دا خبره ریښتیا ده ….  ته نه ګورې  چې په ښار کې  څومره  توکي  را ټولول کیږي .. ستا احساسات د قدر وړ دي . که چیرې  ستا په څیر  ځوانان د شاهي بیرغ  لاندې  سره راټول  شي  نو قسطنطنیی ته به هیڅ  سلطان  زیان  و نه شي رسولې .»


معلوم نه ده چې دقاسم د زړه  نه ولې د رومیل په اړه  شک  نه   لرې کیده . نن  قاسم   د خلکو دپيژندنې په اړه خپل  ځان  د مکتب  د لمړي ټولکې  هلک  ګاڼه . هغه  تر اوسه  پورې په همدې  فکرونو کې ډوب و  چې یو ناڅاپه ترې  رومیل  وپوښتل .


« پخوا دې هم کله په کوم  جنګ  کې  ګډون  کړې  دې ؟ … اوکله دې هم مسلمانان د جنګ  په حال کې  کتلي دي؟ »


قاسم  سمدلاسه کوم ځواب   پیدا نه  کړاې شو ، ویی ویل « نن…..نه ، ددې نه مخته  زما ډیر وخت په غربي  اروپا کې تیر شوې  دې …»


رومیل دقاسم په خبرو باندې  حیرانتیا و نه ښووله . په خاموشۍ سره یی سر و خوځاوه   اوبیا یی وویل :« خو ما  د جنګ په میدان کې مسلمانان  کتلي دي ، دهغوې  هلالي تورې د برق  په  څیر  پړقیږي …..ما دمسلمانانو په خلاف  په څو جنګونو کې برخه اخستې ده ،  زه  دمشهور سالار هونیاډی  تر بیرغ  لاندې په هغه جنګ کې  هم  شریک وم  چې دسلطان مرادخان  ثاني  څخه  مو د  « اورنه » په سیمه کې ماتې وخوړله .


دقاسم زړه یو ځل بیا په درزار  شو ، هغه  په زړه کې  انګیرله  چې  رومیل  هغه پوره پوره پیژندلې دې ، ځکه دا خو همغه  جنګ  و چې  قاسم په کې په پوره میړان   جنګیدلې و ، اوپه همدې جنګ  کې یی د  روم د پاپا  نماینده  ،  کارډینل جولین  یی   دوه  ټوټې کړې و ، رومیل هم دهمدې  جنګ  یادونه کوله . یقینا چې  هغه  به  قاسم هملته کتلې  و ، نوپه دې خاطر هغه   دپلټونکي په څیر  لوبه کوله ….. قاسم په همدې خبرو کې ډوب  و . ان تر دې چې رومیل  خپل کار   اخر ته ورساوه . اوقاسم ته یی   دخپل  ځان  سره  یو ځاې  دکورپه  لور   د تللو  اشاره وکړه .


قاسم  لا تر اوسه  د اندیښنو د نړۍ  څخه  نه و  وتلې  خوبیا  هم  دمجبوریت  له مخې د رومیل سره دهغه دکور  په لور  روان شو …..خو قاسم هغه وخت  ډیر حیران  شو   چې رومیل  په ریښتیا هم  قاسم  له ځانه   سره  خپل کورته یوړ .


هغه  قاسم په دروازې کې ولاړ پری نه ښود بلکه دخپل هموطنه ورور   په نوم یی  کورته  دننه  یوړ . کورته د ورننوتلو  سره سم رومیل  خپلې  ښځې  ته ورغږ  کړ :


« بریټا! بریټا!…..بریټا  !  ته چیرې یی؟ ته وګوره چې زمونږ کور ته څوک  راغلې دې .»


دا  یوکوچني شانته کور  و چې  ددرې څلورو خونو څخه   جوړ  شوې و . په دې  وخت کې  د یوې خوني څخه یو شپږ  کلن  کوچني راووت  او بیرون  لورې ته یی  رامنډې کړې . دا د رومیل  زوې  چې  رومیل یی نوم  سلطان  مراد خان  ایښودې و  ، کله چې دا کوچنې  مخې  ته  راغې نو  قاسم  هم  د رومیل په خبرو باندې  باوري شو،  کوچني رامنډه کړه او دخپل  پلار  سره ورغاړیوت . رومیل  په خندا شو او دخپل د زوې په  اوږه  یی  لاس کیښود او قاسم ته یی وویل :


«  دا زما زوې دې  چې مایی  نوم  سلطان مرادخان ايښودې دې .  خو اوس  ورته زه  سولټن وایم . ….»


رومیل  لا تر  اوسه پورې  خبرې  نه وې  پوره کړې  چې  دهغه  ښځه  د یوې کمرې  څخه  را ووته ، دا یوه  ډیره ښایسته او د  لږ عمر  ښځه  وه   ، قاسم  چې د رومیل  ښځّه وکتله  نو  په ذهن کې یی د بریټا  کلیمه  ، چې  لږه شیبه  مخته  پرې  رومیل  خپلې  ښځې  ته  غږ کاوه ،  را وګرزیده . هغه ته  دا  لفظ   اشنا  ښکاره  شو . خو هیڅ  یی  یاد  ته را نغلل ……. د رومیل  ښځه مخته راغله او قاسم  ته یی په پوره حیرانتیا سره وکتل ، بیا یی په  ډیر آدب سره   قاسم ته  سلام وکړ .  رومیل  ددوې  تر منځ  پیژندګلوي وکړه :


« دا  زما ښځه  بريټا ده …… اودا  مورګن  صیب  دې ، زمونږ میلمه . نوموړې د بوسنیا دپخواني  شاهي کورنۍ  خپلوان دې .»


دقاسم  دپيژندګلوۍ په اوریدو  سره   بریټا د خوشحالۍ  نه په کالیو کې نه ځاییده . ډیره  خوشحاله وه ، تر ډیره  پورې د دعاییه کلیماتو  د ادا کولو وروسته  رومیل او بریټا خپل  دغه نوې میلمه  له ځانه سره دننه  سالون  ته ور ننویست .


بریټا د خوراک  په دسترخوان باندې  ډیر شیان کیښودل . د ابناې  فاسفورس د مرغاوې  وریته کړې  غوښته ، او د بوسنیا  په څیر  جوړشوې  کباب  …. قاسم هم  لوږې  راخستی و . خو د ډوډۍ  د پیلولو دمخه یی  رومیل  ته  وویل :


« تا ماته  تر اوسه پورې  دا ډاګیزه کړې   نه ده  چې د یوه  راسخ العقیده  عیسایی په څیر دې ولې دخپل  زوې نوم  سلطان مراد    ایښې دې .   زه  ستا ددې وضاحت  سره ډیره مینه لرم .»


قاسم ورته  په خندا کې  وویل ، ددې خبرې  سره سم  بریټا او رومیل دواړه په خندا شول  اوبیا  دلږ څه خاموشۍ وروسته   رومیل  په خبرو  پیل وکړ  :  خو هغې  لا څو  جملې  نه وې ویلې  چې دقاسم د لاسو  نه  نژدې  و  چې  ډوډۍ  را پریوزې .  …..رومیل ورته وویل :


« هغه وخت چې زما  دا  زوې  پیدا شو نو هغه وخت د سلطان مراد  فوځونو  بوسنیا  فتحه کړې وه . اودښار  خلک  د فاتحو عسکرو  څخه دخوندي  پاته کیدو په خاطر  په خپلو کورونو کې پټ  ناست و ، په دې وخت کې نا څاپه  زما په کور کې د کوچني دپيدا کیدو  له پاره  زما ښځه  ناروغه شوه . خوزما ښځه  بریټا…. په کور کې ځانته وه.  او د کوچني د راپیدا کیدو په سختو او کرکجنو دردونو اخته وه . په ښار کې دسلطان مراد  فوځ  ګشت  کاوه . په همدې وخت کې د عثماني فوځ  څو کسان  زمونږ د کور  خواته راغلل . هغوې دبریټا  چغې او واویلاوې  اوریدلې  او سمدلاسه یی دهغې سره کومک وکړ ،په دې توګه  نه یواځې زما ددې  خوږې او محبوبې ښځې  ژوند خوندي پاته شو …بلکه زما  یواځنې زوې  هم سلامت  او روغ  رمټ  پاته شو  چې دادې  اوس ستا تر مخه دې ….. بریټا ته خو اوس دهغه  عسکر  نوم یاد  نه دې  نوپه دې  خاطر  یی دمسلمانانو  دپادشاه  دسلطان مراد په نامه  دهغه نوم سلټن  وړاندې کړ.  زه په هغه وخت کې د هونیاډي په فوځ کې  وم .»


د رومیل  قصه د قاسم له پاره  لړزونکې وه .   ځکه چې دا خو  دهمدې  خپله قصه وه .  دا خو پخپله قاسم و  چې په  بوسنیا کې یی د یوې  دردمنې ښځې  سره  په خپل وخت کومک کړې و . اوبیا  یی هملته  د حمیرا،  مریم او عباس  سره  هم لیده کاته شوي و . قاسم د قدرت  په دې  حسن اتفاق  باندې  حیران دریان پاته و .  ډوډۍ یی په   ستونې کې نښتله . او دحیرانتیا  له  لاسه یی  ستونی  وچ  شوې و . هغه ته  دا  احساس  و شو چې  رومیل ورته  سهي خبرې کړې وې  .  هغه  بریټا ته په ډیر غور  سره وکتل .  دا همغه  ښځه وه چې قاسم یی په   وخت  خدمت  ته ور دانګلي و. خو په هغه وخت کې  قاسم  هغه  نه  وه کتلې  ، ځکه چې  هغه ناروغه وه  اوبیا  قاسم  دسولټن په لور وکتل ….. هغه د قدرت  په دغه حیرانونکې  کرشمه باندې   حیران پاته  شوی و . خداې  په څه ډول هغه د بریټا اودهغه  د زوې  سره  یوځاې کړې  . دقاسم  په دغه حیرانتیا باندې  رومیل  لږ  څه اندیښمن شو  او سمدلاسه  یی وویل :


« مورګن …. مه  ویریږه …… مونږ  یواځې دخپل  زوې نوم  سلټن  ایښودې دې …. تر څو دیوه  محسن د احسان  بدله مو ورکړې وي . مونږ خو مسلمانان  نه یو ….. نو ته ولې  اندیښمن کیږي ؟…»


رومیل د لمړي ځل  له پاره قاسم ته  د  « ته » لفظ  استعمال کړ . قاسم ته داسې  څرګنده شوه چې مشر  ورور ، طاهر یی ورته  خبره کوي …. ځکه چې د رومیل  په خبرو کې  تلقین  و ، کله چې  قاسم  ، رومیل په غلط فهمۍ کې وکوت  نو ورته یی وویل :


« نه ، نه ،  هیڅ داسې خبره  نه  شته …… زه  خو ددې خبرو په اوریدو  باندې  ډیر خوشحاله  یم …. دا چې تا د خپل زوې  نوم سلطان مراد  ایښې دې  ، ډیر  دې ښه  کړي … زه خو د عثماني  عسکرو  کړچار ته حیران  پاته شوې  یم ،….  چې هغوې دمسلمان  په څیر  هم او د فاتح په  څیر هم …..ددومره  لوړو  اخلاقو خاوندان  دي  ، تا خو په دې خبرو  دمسلمانانو دکتلو  له پاره زما شوق  نور هم ورزیات کړ .»


قاسم   په ریښتیا توګه هم ډیره خوشحاله شوې و . اوس نو هغه ددې خلکو سره  خپل  ځان  یوشان  ګاڼه .  هغه ته  خپله ښځه حمیران  تر سترګو شوه …… چې دبریټا  پیژندګلوې  وه . عباس اومریم  دواړه د  بریټا ګاونډیان و و .  په  دې وخت کې مریم د قاسم دمشر ورور  طاهر  ښځه  وه. ….


قاسم ددې خلکو سره  ډیر  ژر  ور خپل  شو . خو دخپل  زړه  خبره یی په خپل  زړه کې  وساتله .»


****** 


پرلپسی لري…